نظــر

په ننګرهار کې د دنیا له سترګو پټ څه تیریږي؟

عازم ننګرهاری

شاوخوا یوه نیمه میاشت وشوه چې په ننګرهار کې روان دوه اړخیز جنګ دری اړخیز شوی دی، که پخوا یوازې د دولت او طالبانو جنګ و،مګر اوس په کې داعش هم راپیدا شوی دی، دولت ، طالبان او داعش ټول یو د بل دښمنان دي، او له تیرې یوې نیمې میاشتې راهیسې په خپل منځ کې په جګړو سره بوخت دي .

د طالبانو او دولت د جګړو په اړه خو ډیر ځله په میډیا کې راپورونه راځي، اما د طالبانو او دداعش د جګړې په اړه میډیا ډیر څه نه وایي، اصل کې د اشرف غني په مشرۍ نوی حکومت دا د ځان لپاره ناکامي او بدرنګي بولي چې په افغانستان کې د داعش شتون ومني، ددوی محلي ویاندان چې کله داعش یادوي نو یوازې یي نوې ډله بولي ، له بلې خوا څرنګه چې دا جګړې په لرې پرتو ولسوالیو کې روانې دي مطبوعات ترې نه خبریږي، بله دا چې خبریالان او ژورنالیستان کوښښ کوي چې له دا ډول خبرونو ځان لري وساتي ځکه دوی اندیښنه لري که د یوې خوا د بریا راپور ورکړي نو د بلې خوا د وسلوالو لخوا به په نښه شي، نو ځکه د ننګرهار د وروستیو جګړو په اړه په رسنیو کې ډیر لږ حقیقي معلومات شتون لري .

په دې لنډه لیکنه کې غواړم د کره شواهدو او لومړی لاس معلوماتو په اساس  په ننګرهار کې د طالبانو او داعش د جګړې په اړه معلومات درسره شریک کړم .

څو میاشتې وړاندې د پاکستان په اورکزو ایجنسۍ کې د داعش ډلې له پیدا کیدو وروسته په ننګرهار ولایت کې هم په ځینو سیمو کې ددغې ډلې څرکونه ولیدل شول، یو شمیر هغه طالبان چې د بیلابیلو علتونو له امله له دې ډلې بیل شوي و، په اورکزو کې یي دداعش له مشرانو سره اتحاد وکړ او لومړی یي دننګرهار په نازیانو ولسوالۍ کې فعالیت پیل کړ، له نازیانو ولسوالۍ څخه دوی دوربابا ته سرایت وکړ او ددې ولسوالۍ لپاره د طالبانو مسؤل  قاري نصرت یي وواژه او کور یي ورته وسوځاوه، دغه مهال داسې معلومیدله چې طالبانو د داعش د کسانو په خلاف د جګړې پریکړه نه وه کړې همدا لامل وه، چې دداعش کسان پرته له کوم مزاحمت او جګړې څخه د ننګرهار ګڼو ولسوالیو لکه  سپین غر، اچین، کوټ، هسکه مینه، پچیراګام، چپرهار، روداتو ، شیرزادو خوګیاڼو او بټي کوټ ته خپاره شول او طالبان زیاتره له دې سیمو ووتل او یا یي هم ځانونه غلي کړل .

په همدې مهال داعش دومره پرمختګ وکړ، چې د مومندرې او د سيند بله غاړه لعلپورې ولسوالۍ ته هم ورسیدل، دغه مهال چې طالبانو د داعش د وسلوالو په خلاف کومه جنګي پالیسي نه درلوده، دداعش کسانو په ډیر نیول شویو سیمو کې د طالبانو سره تړاو لرونکي خلک مجبور کړل، چې د داعش له مشر ابوبکر بغدادي سره بیعت وکړي او ځان دداعش له ډلې وبولي.

په ځینو سیمو کې چې طالبانو یا د طالبانو پلویانو ددغه بیعت له کولو څخه غاړه وغړوله  دداعش کسانو ورته په سزا کې کورونه وسوزول او حتی ځیني طالبان یي ووژل هم .

د داعش له خوا وژل شوي طالب مشر
د داعش له خوا وژل شوي طالب مشر

killed_by_isis

په همدې مهال چې په خوګیاڼو او نورو سیمو کې دداعش پرمختګ روان وو، ناڅاپه طالبانو دداعش د وسلوالو په خلاف ځوابي تصفیوي عملیات پیل کړل، دغه عملیات چې له خوګياڼو او پچیراګام څخه پیل شول په خوګياڼو کې په کې دداعش وسلوالو ته دروند د سر زیان ورسید، چې همدې شکست دداعش د کسانو روحیه په بشپړ ډول وځپله  چې بیا یې یو په بل پسې نیول شوي ولسوالۍ له لاسه ورکړې.

شاوخوا دوه اونۍ وړاندې چې طالبانو دداعش په خلاف جګړه پیل کړه، په لومړي پړاو کې دننګرهار شپږ ولسوالۍ خوګياڼي، مومندره ، بټي کوټ، پچیراګام، لعلپوره او غني خیل یو په بل پسې د داعش له ولکې ووتلې او یو ځل بیا ورباندې طالبان حاکم شول.

په دغو عملیاتو کې ځکه طالبانو چټک پرمختګ وکړ چې د معلوماتو له مخې  طالبانو دا عملیات د سیمې د خلکو سره د يوې پټې موافقې په اساس په مخ بیول عیني شاهدان وایي چې طالبان هرځای ته داخلیدل د سیمې خلکو سپین بیرغونه پورته کول ، هوایي ډزې یي پيلولې او له دې سره دداعش کسان وار خطا کیدل میدان یي پريښود، ویل کیږي چې د پچیراګام ولسوالۍ کې طالبانو یوازې د پچیر په ساحه کې څو ټکونه وکړل او بیا ولسي خلک د لاریون په شکل راووتل او له دې سره دداعش کسان له ټولو سیمو وتښتیدل.

دیادو شپږو ولسوالیو له تصفیې وروسته طالبانو څو ورځې وقفه وکړه، او هغه کسان چې په دې ولسوالیو کې له داعش سره ملګري شوي وو هغوی یي راوغوښتل ، دقوم له مشرانو او سیمیزو مخورو سره یي جرګې وکړې تر څو په راتلونکي کې ددغسې جګړو د مخنیوي په باره کې ورسره سلامشورې وکړي .

څو ورځې وړاندې دطالبانو عملیات د کوټ ، روداتو او چپرهار په ساحه کې پیل شول، د عیني شاهدانو په قول په دغو سیمو کې له طالبانو سره کوم د پام وړ مقاومت نه دی شوی ، په چپرهار کې د سختې جګړې ویره وه، مګر طالبان ددې ولسوالۍ کلي په کلي وګرځیدل  چې دداعش کسان له وړاندې له سیمې وتلي و چې په دې ډول دری نورې ولسوالۍ هم  طالبانو ونیولې .

تیره ورځ چې ځینو رسنیو دننګرهار په سرحدي ولسوالیو کې د سختو جګړو راپورونه ورکړل  له سیمي خلک وایي، چې طالبانو په نازیانو، سپین غر، اچین  او هسکه مینه ولسوالیو کې دداعش په خلاف عملیات پیل کړي وو، په دغو عملیاتو کې دواړو خواوو ته د مرګ ژوبلې ادعاء کیږي خو کره شمیره یي نه ده معلومه .

له سیمې نه خلک وایي چې دتیرې ورځې په جګړو کې د سپین غر او نازیانو ولسوالیو ټولې سیمې طالبانو نیولې دي ، په اچین او هسکه مینه کې هم طالبانو پرمختګ کړی خو لا هم ددې ولسوالیو په ځینو سیمو کې دداعش کسان مقاومت  کوي .

د عیني شاهدانو له قوله په دغو جګړو کې دطالبانو د چټک پرمختګ یو علت د ننګرهارد خلکو غوڅ ملاتړ دی ، دننګرهار خلک دداعش په واکمنۍ خوښ نه و، دولت ددوی غږ نه اورید نوځکه کله چې طالبانو دداعش  په خلاف عملیات پیل کړل د ننګرهار د بیلابیلو  ولسوالیو خلکو یي پوره ملاتړ وکړ، او حتی په ډیرو سیمو کې یي ولسي قیامونه وکړل، په دې ډول دننګرهار له ډیر ولسوالیو څخه  چې داعش نیولې وې بیرته ددغې ډلې کسان ووتل  چې همدا اوس یوازې  د اچین، هسکې مینې، شیرزادو او دوربابا په ځینو سیمو کې پاته دي .

په ننګرهار کې دغه جګړې که څه هم په ډیرو سیمو کې روانې وې، مګر تلفات یي ډیر کم دي، د تلفاتو د کمبود یوه وجه دا بلل شوی چې اکثره سیمې پرته له جګړې طالبانو نیولې دي، بله داچې په دې جګړو کې ولسي خلکو ته ډیر لږ زیان رسیدلی دی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کندهار

الحمدالله ډیر ښه سو چی طالبانو دا نوی توپکیان وشړل
الله دی مسلمانانو ته کراری او ارم ژوند نصیب کړی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x