نظــر

ستراتيژیک تړون دافغان غمیزې یو نوی باب!

دتېرو درې لسیزو په جریان کې افغان مظلوم ولس ګڼو ناخوالو او کړاوونو داسې وځپلو چې په هر ډګر کې یې بې ساري تاوانونه او ستونزې ورته رامخې ته کړي، په لومړي ځل کله چې دسره شوروي کم اصله وفادارو شاګردانو دخپلو خونخوارو استاذانو په امر په ګران هېواد کې دسرو وینو دبهولو لومړی ګام پورته کړ، له همغې ورځې بیا تر ننه پورې افغان ولس آرامه ورځ  نه ده ليدلي، که څه هم چې په دغو ناخوالو کې دځينو نورو برخه هم بده نه وه، مګر لومړی او اساسي مسولیت دکم ظرفیته کمونیستانو پر غاړه دی، ځکه چې تهداب يې دوی کېښود.

   ټولو ولیدل چې کمونیستانو داسې تاریخي شرمناکه ماته وخوړه چې تر ننه پورې نه ولس ته مخ لري او نه نړۍ ته، نه یوازې دا بلکې ددوی هغه پوچه او سپکه نظریه هم دخاورو خوراک شوه، دا هر څه دلوی الله په فضل او دافغان غیرتي ولس په مېړانه او سرښندنې سره تر سره شول، نړۍ او ولس داسې هیله لرله چې ددوی له پوپناه کېدو سره به نور افغان ولس دآرام  ساه واخلي، مګر بدبختانه چې ځینو خودخواهانو بیرته همدغه ولس رټلي کمونیستان په یوه او بله بهانه په غيږ کې ونیول، دوی په دې کار سره نه یوازې چې له اسلام او جهاد سره خیانت وکړ، بلکې له د میړني او مسلمان ولس له پاکو وینو او قربانیو سره یې هم یو تاریخي نه بښونکی ظلم وکړ، چې دا دي تر ننه پورې دهمغه خیانت له کبله ټول ولس په سرو لمبو کې ډاډه کېږي.

  دغو خودخواهانو او ځان پرستانو ولس اوهېواد دتباهۍ او تجزیې په خطرناکه څنډه باندې داسې ودرولو چې که یو څه وخت نور هم همداسې پاتې شوی وای نو دتل لپاره به دغه اوسنی افغانستان دنړۍ له نقشې وتلی و، مګر الحمد لله تعالی دطالبانو داسلامي تحریک په را وستو سره ولس او هېواد له دغه تباهۍ نه وژغورولو، په عام ډول ولس او هېواد بیرته دخپل اصلي هویت په لوري مخه کړه، مګر متاسفانه چې دځینو داخلي ستونزو له کبله چې اصل او اساس یې بیا همغه دسره روس ژوره خو پټه لاسوهنه وه، سرو روسانو له افغان ولس نه دخپلې شرمناکې تاریخې ماتې دغچ اخیستو په نیت خپل ځیني پټ زاړه یاران دګران هېواد دبربادۍ لپاره استعمال کړل، په داسې توګه چې په نتیجه همدغه دشورویانو پټو ګوډاګیانو دامریکايي اشغال ښکاره ګوډاګیتوب اودتاریخي بدنامې غلامۍ پړی په خورا ویاړ سره خپلو غاړو ته واچولو، له څلویښتو زیاتو کفري هېوادونو سره یې لاس په لاس کې ورکړ، خپل ولس یې پرې وټکولو، هېواد یې پرې وران کړ، او تر ننه پورې دا دي لګیا دي، چې آخري پایله یې دا ده نیواکګرو ته دهېواد قباله ورکول شول.

   هو ستراتېژیک تړون دغلام او بادار تر منځ لاسلیک شو! او په دې خو ټول پوهېږي چې دغلام او بادار تر منځ دتړون لاسلیکول اوعهد کول څومره او څه رنګه حیثیت لرلی شي؟ دنړۍ په هر ګوټ کې چې که له هر چا نه پوښتنه وشي چې له داسې یو چا سره دتړون لاسلیکول څه معنی لرلی شي چې ډوډۍ یې هم هغه ورکوي! جامې او لباس يې هم هغه ورته ورپوره کوي! نور اخوا دیخوا مصارف یې هم هغه ور کوي! دا کټ مټ داسې معنی لري لکه خاوند چې له خپلې مېرمنې سره ستراتيژیک تړون لاسلیک کړي، بلکې له دې نه هم بدتر! ځکه ځينې ځينې مېرمنې دخپل ځان چاره ویلی شي، له خاوند نه لباس، ډوډۍ او نور مصارف نه غواړي!!

 اوس به راشو دیته چې آیا دغه ستراتيژیک تړون  به دافغان ولس ددرد دوا شي؟

   له ځینو سره دا خبره په ذهن کې راځي چې په دې تړون سره به په هېواد کې دګاونډیانو دلاسوهنې مخه ونیول شي، امریکه به پر ګاونډیانو فشار راوړي، هغوی ته به تندی تریو کړي، اوهسې به يې کړي او داسې به یې کړي!

مګر دا خبره ځکه معقوله نه ده چې:
۱ ـ دغه تړون دزورور او کمزوري تر منځ تر سره شوی، او په دې ټول پوهېږي چې دتړون مادو ته ژمنتیا دکمزوري او نه ژمنتیا دزورور اختیار وي، اوس که امریکه وغواړي چې دتړون ځینو مادو ته شا کړي داسې څوک نشته چې له ګریوان نه یې راونیسي، او یا کم تر کمه ورته ووايي چې اکا دا څه کوې؟

    زورور دتړون هغه مادې عملي کوي چې  دده په ګټه وي، او بیا احسان هم پر کمزوري باروي او ورته وايي چې ګوره دا دي په تړون مې عمل وکړ، او که کله کومه تخطي کوي بیا وايي چې سړیه هغه دي یوه ماده خو مې ومنله، او حال دا  چې ده به هغه دخپلې ګټې لپاره عملي کړې وي.

۲ – آیا امریکا په رښتیا هم غواړي چې دګاونډیانو دلاسوهنې مخه ونیسي؟ که یې دا کار کولی نو دغه لس کاله یې ولې ونه کړ؟ سره له دې چې ددوی په خوله او ددوی دګوډاګیانو په خوله اصلي ستونزه په همدغه ګاونډیانو کې ده! نو بیا یې ولې مخه نه نیسي؟ حال دا چې هم یې پوځیان ووژل شول، هم یې مالي تاوان وشو او هم یې سیاسي نړیوال حیثیت ته درنه صدمه ورسېده!

له دې نه ښکاري چې امریکه نه دګاونډیانو دلاسوهنې مخه نیسي او تر یو ځایه پورې یې نیولی هم نشي، ځکه ګاونډیان تر څنګ نور نړیوال یاران لري، که امریکه یو څه تیزه لاړه شي نو هغوی له هغه خوا نه لږ سر ورته را پورته کوي، په دې معنی چې مونږ شته یو، دا دي ګورو چې دایران تر څنګ روس او دپاکستان تر څنګ چین ولاړ دی، امریکه که پاکستان او یا ایران ته تندی تریووي او یا سترګې پرې راوباسي نو یوې او بلې خوا ته دروس او چین موجودیت هم په نظر کې نیسي.

۳ – په دې خو له یوې مخې ټول پوهېږو چې یو ګاونډی هم په افغانستان کې امریکايي پوځي موجودیت نه شي زغملی او نه يې زغمي، ددغو لسو کلونو په جریان کې ډېر څه ولیدل شول او ډېر څه واورېدل شول، کم تر کمه ټول پوه شول چې ګاونډیان په افغانستان کې امریکایان دځان لپاره یو لوی خطر ګڼي، خصوصا ایران او پاکستان، که څه هم چې روس هم دخپل خارجه وزارت له لارې بار بار په افغانستان کې دامریکايي شتون په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده، خو بیا هم غبرګون یې دومره ټینګ او زورور نه دی لکه دایران، تر اوسه پورې چې دامریکایانو شتون یوه احتمالي خبره وه، ګاونډیان په کراره نه کېناستل اوس چې یقینې شوه نو څه رنګه به غلي لاس تر زنې کینې؟

۴ – امریکه دومره نه ده ساده چې دلته دافغانستان په سپېرو خاورو کې واړوي، هغه په سیمه کې ګڼې موخې لري چې دهغو دلاسته راوړلو او یا یې دلاسته راوړلو دچارو دڅېړلو لپاره په افغانستان کې خپل شتون لازمي بولي، امریکه غواړی له یوې ایران ته ستونزې را ولاړې کړي، له بلې خوا غواړي په منځنۍ آسیا کې خپل نفوذ وغزوي، کوم چې روس يې په هېڅ صورت نشي منلی، ددې تر څنګ امریکه دچین دمحاصرې او یایې دفعالیتونو دڅارولو او کنترولولو لپاره افغانستان ښه امن ځای بولي، دا خو څه چې پاکستان داسې انګیري چې ګواکي امریکه غواړي ما ته دام کېږدي، او له امریکې نه څوک داسې کلک تضمین نشي اخیستي چې پر اساس یې امریکه یوازې او یوازې دافغانستان په سپېرو دښتو او تورو غرونو کې چکر ووهي او بس، او نه امریکه په دغو دښتو او غرونو کې چکر وهلو ته راغلې ده.

   نو له دې کبله له نوموړو هېوادونو څخه هر یو تر خپله وسه هڅې کوي چې په سیمه کې دامریکايي نفوذ مخه ونیسي، او په دې لاره کې هر رنګه ممکنې او ناممکنې لارې چارې په کار اچوي، چې په اوسني وخت کې یې تر ټولو مهمه او اغیزناکه لار دافغان ولس تر منځ نور هم له اشغالګرو نه دکرکې او نفرت دڅپو ځواکمنول دي، او هغه څوک چې په خپل کور کې داشغالګرو شتون نشي زغملی له دغه فرصت نه ښه استفاده کولی شي، او همدا د اشغالګرو  دایستلو لپاره یوازینۍ موثره لار ده.

۵ – داسې برېښې چې دستراتيژیک تړون له لاسلیکولو سره امریکه دسیمې له ټولو هېوادونو سره لاس او ګرېوان شوه، ځکه خو به یې له وس نه وتلې وي چې له ټولو سره ډغرې ووهي، او کېدای شي همدا یې دشرمناک پای نیکمرغه پیلامه وي، دا چې دا اخ او ډب به تر کومه جاري وي، پایله به یې څه کېږي او دچا په ګټه به تمامېږي ؟ دا به له دې سره په ټینګ باور او کلک یقین چې حق خامخا برلاسی کېږي، وخت ته پرېږدو، خو یوه خبره یقیني ده هغه دا چې قیمت به یې بیا افغان ولس ورکوي، ددغه اور سرې لمبې به بیا همداسې دافغان ولس پر سر بلې پاتې کېږي، که څه هم چې ولس خو له مجبورې ورځې پرته له دې چې له خپل کور نه د اشغالګر دایستلو لپاره توره په لاس کې همداسې خلاصه وساتي بله لار نه لري، مګر دغه دکابل ځیني پوچ مغزي ولې دومره له عقل نه خلاص شول چې ددې پر ځای چې دولس دهوساینې او آرامۍ لپاره کار وکړي، بر عکس دولس دهوساینې او آرامۍ په نامه په شعوري او یا غیر شعوري توګه یې داور سرو لمبو ته ور ټېل وهي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x