نظــر

د حکومت خوا ته څه غورې دي؟

لیکوال: زخمي افغان

د ع عبدالله او غ غني د حکومت نږدې ده  چې کال پوره  شي، نن مې هسې د حال اخیستو لپاره سر وربېرته کړ چې ته ودرې  معلومه  کړو چې حکومت  په څه غوره کې دی او څه کیسې او تماشې رواني دي ؟؟

حکومتي همآهنګي

وایي په جلریز کې طالبانو داربکیانو په پوستو برید ښخ کړی و، جګړه دوه شبانه روزه  روانه وه، طالبانو په اوله  ورځ ۷ پوستې نیولې وې او اربکیان یي څو پاته پوستو ته په شا کړي و، وایي په دې وخت کې د اربکیانو مشر محمد سیاه د میدان وردګو امنیه قومندان  ته تیلفون کړی و چې هله  مهمات رارسوه، خو د قومندان  لخواورته  په تیلفون کې یوازې همدا ویل کیدل چې : تیلفونی را که شما به تماش شده اید فعلا خاموش ویا خارج او ساحه میباشد … لطفا بعدا به تماس شوید !!

وایي اربکمشر محمد سیاه چې طالبانو محاصره کړی وو بعدا یي بیا تماس نیولی و ، مګر د قومندان  په نمایندګۍ ورته ۲۴ ساعته  یوازې د اتصالات شبکې همدا کمپیوتري پیغام غږیده، وایي محمد سیاه بیا په کابل کې  خپل خوریې ته  زنګ وهلی و چې  استاد محقق او خلیلي راخبر کړي،وایي  خوریي جان چې محقق او خلیلي ته د محمد سیاه پیغام رسولی و، نو محقق سمدستي ډاکټر عبدالله ته زنګ وهلی .

ــ  هلو داکتر صاحب !

ــ   بلی  بلی محقق صاحب میشنوم …

ــ   میګه د میدان وردک اربکیا از قومای ما ګیرافتاده …

ــ   والله  ما خو فعلا د پنجشیر استم … به میله ای توت خوری امده ام …

ــ  میګه  مهمات اربکیا خلاص است و نزدیک است بچنگ طالبا بیفته

ــ  هههه  مهمات ؟ … مهمات ما خو تمامش ازبین رفت در خانه جان احمد .. تو ندیدی !

ــ داکتر صاحب  عاجل بکار است میګه ..

ډاکتر عبد الله د خپل ټیم سره

ــ  والله  محقق صاحب ! مهمات خو فعلا پیش ما نیست اگه  به  توت پنجشیر کا رمیشه  میتانم برت روان کنم  ههههه

وایي ددې ټوکې په اوریدو محقق  لاحول  تیره کړې وه او په ډیره غوسه  یي د خپل  خښته مبایل  سوربټن  وهلی او اړیکه شلولې وه ،سمدستي یي د کورنیو چارو په وزیر پسې زنګ وهلی و،خو له مقابلې خوا ورته د روشن کمپنۍ مکرجنې ښځې په لنډو ویلي و چې : شماره ای را که شما دایل نموده اید خاموش میباشد لطفا بعدا تماس بګیرید !

وایي محقق سمدستی د دفاع کاندید وزیر معصوم ستانکزی ته زنګ وهلی و چې هله اربکیانو ته کمک رسوه، خو ستانکزي ورته ویلي و، چې زه همدا اوس له وکیلانو سره په سرینا هوټل کې په افطاري میلمستیا ناست یم،ناراضه وکیلان مې میلمانه دي او  ته خو پوهیږي چې فعلا زما لپاره دا کار مهم دی.

وایي محقق بیا له ځان سره ویلي و، چې ته ودرې هغه قاق روده اشرفک ته زنګ ووهم، خو کله چې د اشرف غني تیلفون ته زنګ راغی او ویي لیدل چې د محقق نمبر دي تیلفون یي کیښود او له ځان سره یي وویل: بچه … تا دیروز برایم قاق روده میګفتی حالی زنګ میزنی ها … اشرف غنی  ایقه بیکار نیست که تیلفونای شما را جواب بته …

وایي محقق بیا بیا د اشرف غني مبایل ته د زنګونه ورتیرول خو تردې وخته په جلریز کې په اربکیانو سړه او توده تیره شوې  وه  او جګړه  په یو اړخیز قتل عام  پای ته رسیدلې وه .

په ریاستونو جنګ  

وایي د ع او غ په حکومت کې  چې د کابیني جنجال یوطرفه شوی نو اوس تازه په تازه په معنیتونو او ولایاتو کې په ریاستونو جنګ پیل شوی دی .

وایي اشرف غني  د کار او اجتماعي امورو  د وزارت دوه معاونان په خپل فرمان له کاره ګوښه کړي وو، خو چې کله خبره  سپیدار ماڼۍ ته ورسیده اوډاکتر عبدالله خبر شو سمدستي یي دهمدې داوړو مرستیالانو د بیا تقرر فرمان صادر کړ .

وایي د کار او اجتماعي امورو د وزارت دغه معینان اوس بیرته وزارت ته ورغلي ، خو هلته له هغو معینانو سره مخامخ شوي چې داشرف غني فرمان ورسره دی، وایي په یاد وزارت کې اوس نورې چارې په ټپه دریدلې، او مهمه مسئله داده چې وزیر د خپلو څلورو مرستیالانو ترمنځ پیښه لانجه غوڅه کړي .

د کار او اجتماعي امورو وزیر وایي ، چې مشکل دادی چې موږ د مرستیالانو لپاره دوه څوکۍ لرو خو د ارګ لخوا څلور کسان رالیږل شوي دي، نو موږ مجبور یو چې د شخړې د پای ته رسیدو لپاره یا د معاون صاحبانو څوکۍ  دوه نفري کوچونه کړو، او یا د مرستیالانو ترمنځ  نوبت واچوو ، چې یوه ورځ یو او بل ورځ به بل مرستیال وي .

په داسې حال کې چې په وزراتونو کې د مرستیالان ترمنځ شخې شولانګې لا رواني دي، تیره ورځ داکټر عبدالله چې د وزیرانو د شورا مشري کوي  د وزیرانو د شورا په  اونیزه غونډه کې فیصله وکړه، چې په هيڅ ولایت کې هیڅ رئیس د اجرایه ریاست او ریاست جمهوري له خبرتیا او موافقې پرته نشی نصب او عزل کیدلای .

پوهان وایي چې  اشرف غني ته اصلي کار اوس پیدا شو، ځکه د څلوردیرشو ولایاتو  څلور دیرش رئیسان  چې ټول ۱۱۵۶ کیږي باید دهریوه د تعین لپاره  ع او غ همدومره چنې سره ووهي لکه د وزیرانو لپاره یي چې  وهلي وې ، بله خبره دا چې  اوس  په ولایاتو کې والیان نه شي کولای چې رئیسانو ته برګ برګ  وګوري، ځکه چې اشرف غني په خپل سر رئیس نه شي عزل کولای نو والي به یي څرنګه عزل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

زخمي افغان صيب مننه چی د ع له عربده بازی او د غين له غمونو مو خبر کرو، وايي چی محقق د ایران سفیر ته هم زنگ وهلي ده، سفیر ورته ویلی وو چی: آقای محقق ! هر چند جمهوری اسلامی شما کثافت ها را با هزینه هنگفت آب و نمک زد به هیچ جای نرسید، شما کثافت ها با ريال های ایران از حمالی به پست های ارشد دولت رسیدید ولی بجای حفظ مصالح ایران به نفوذ داعش زمینه سازی میکنید، محقق په منز د خبر و کی ورلويژي جنابعالی اشتباه فهمیدید ما نوکر شما هستيم ما خیلی مخلصیم… نور لوستل »

غوربندی

محقق هم لوي شیطان ده

د ایران سفیر ته وايي:

اون ورا چه خبر (سوریه یی مطلب ده)

سفیر: خبری خاصی نیست، میگن بچاي شما اصلا روحیه ندارند، خیلی کشته میدن و یا دست دست عربا اسیر میشن،

محقق:وولا فرماندهان شما باش کم لطفی میکنن اینای که ما میفرستم اونجا همش پول ميخان، میدونی ما الان با دولار عادت کردیم،

سفیر: گوه خوردی که حرف از دولار ميزني

الحاج استاذ بیانزی

امریکا د افغانانو د حقارت او نړی د حیرانتیا د پاره زمونږ په ګران هیواد کی د هرزه ګیاهو هغه ( ارداوه ) حکومت جوړ کړی انسانان خو پریږده حیواناتو ته هم بی له تاوانه بله ګټه نه لری . یا هغه د ماشومانو د ګوډی ګکانو حکومت دی چه امریکا ورباندی لوبی کوی کله یی حوړوی او کله یی ورانوی ، کله ورکی دوه ، کله دری او کله لایتناهی جمهور ریسان مقرروی ، ډیر والیان په خپله ساحه کی جمهور ریسان دی ، نه یی څوک بدلولی او نه یی څوک مقررولی شی د یو هیواد له خوا… نور لوستل »

habib amin

محقق يو جاسوس او بي پدره شهواني خداي وهلي شخص ده دده اوباشن او دده لندغران او ….. ميداياگاني لكه همدا …….. ميديا چه د ايراني بي فرهنگه او بي …… اخندانو او سپا ه پاسدارانو په جاسوسي او مردگاوي په زور چليزي او د طالب په نو م په درواغو په حمايت تبصري كوي زه نه پو هيزم چه دغه ميديا حو مره بي شرمه او بي حيا چلونكي لري فكر كوم چه دي او يا دده اولادونه د ايران اويا محقق دصيفه نا جايزه له اولادو نه به وي چه دغه احمقانه او رزيلانه تبصره نشروي كه چيري… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x