ورزش

پاکستان سري لنکا ماته کړه او د ټيسټ لوبو سیریز يې وګټلو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۱۶مه ۱۳۹۴ل): پاکستان نن د درې ټېسټ لوبو په وروستۍ سیالۍ کې سري لنکا ته ماتې ورکړه او د درې لوبو سیریز یې په خپل نوم کړ.

په وروستۍ لوبه کې د پاکستان له لوري یونس خان او شان مسعود سلیزې ووهلې او د همدې سلیزو پر مټ پاکستان بریا ترلاسه کړه.

د پاکستان کرکټ لوبډلې په تاریخ کې دا لومړی ځل و چې په ټيسټ لوبه کې تر ۳۵۰ پورته هدف پوره کړ.

د پنځمې ورځې لوبې پیل پر مهال پاکستان ۲۳۰ منډې کړې وې خو په لومړیو څو اورونو کې شان مسعود په ۱۲۵ منډو وسوځېد.

د شان مسعود تر سوځېدو وروسته د پاکستان کرکټ لوبډلې کپتان مصباح الحق د یونس خان سره مسوولانه لوبه پیل کړه او لوبه یې وګټله.

د پاکستان له لوري پښتون لوبغاړي یونس خان د تېر په څېر ښه لوبه وکړه او په ټيسټ سیالیو کې یې ۳۰مه سلیزه ووهله.

تر دې وړاندې د سري لنکا لوبډله په ۳۱۳ منډو سوځېدله وه خو په لومړي پاڼه کې پر پاکستان د ۶۵ منډو د زیاتېدو له کبله يې دغه هېواد ته ۳۷۷ منډې هدف وټاکه.

د پاکستان له لوري عمران خان پنځه ویکټې او یاسر شاه او راحت علي ۲-۲ ویکټې واخېستلې.

پاکستان ددغه هدف د پوره کولو په تکل کې خپلې لومړۍ ۲ مهمې ویکټې اظهر علي او احمد شهزاد په یواځې ۱۳ منډو د لاسه ورکړې.

داسې اټکل کېده چې پاکستان به دغه سیالي هم وبایلي خو تکړه لوبغاړي یونس خان د شان مسعود سره یوځای مسوولانه لوبه پیل کړه او تر ۲۳۰ يې منډې وروسولې.

وروسته کپتان مصباح الحق او یونس خان بیا د سري لنکا لخوا ورکړل شوی د ۳۷۷ منډو هدف ژر او په اسانه پوره کړ.

د لوبې او سیریز ښه لوبغاړی یونس خان وټاکل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x