افغانستان

فاریاب: د اربکیانو قومندان له خپلو ۲۰ ملګرو سره طالبانو ته تسلیم شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۱۶مه ۱۳۹۴ل): د فاریاب ولایت چارواکي وايي چې په پښتونکوټ ولسوالۍ کې یو اربکی قومندان له ۲۰ نورو ملګرو سره د طالبانو لیکو ته واوښت.

د پښتون کوټ ولسوال عبدالقدیر قادري ویلي چې نن له سهار وروسته د یادې ولسوالۍ په خواجه زیارتګاه سیمه کې دغه اربکیان طالبانو ته تسلیم شوي.

هغه زیاته کړې چې محمد رسول په دغه سیمه کې «ولسي پاڅون» رهبري کاوه چې دوه ورځې وړاندې د طالبانو په برید کې د خواجه زیارتګاه له سیمې وتښېده او په قرايي سیمه کې یې پناه واخېستله.

قادري ویلي چې د اربکیانو دغه قومندان نن د ځايي طالبانو مشر قاري پریم سره اړیکه نیولې او د ټولو ملګرو سره یوځای یې په لیکو کې داخل شوی دی.

یوې بلې امنیتي سرچېنې د نوم نه ښودلو په شرط پژواک خبري اژانس ته ویلي چې قومندان محمد رسول له ۲۰ نورو اربکیانو سره د طالبانو لخوا دغه ولایت ته نومول شوي والي قاري صلاح الدین سره یوځای شوي دي.

هغه ویلي چې د اربکیانو قومندان تېره ورځ د خواجه زیارتګاه سیمه د طالبانو سره تر جګړې وروسته د لاسه ورکړه او قرايي سیمې ته چېرې چې اربکیان مېشت دي، وتښتېدل خو وروسته نوموړی په دې پلمه چې په طالبانو برید کوي، له سیمې ووت او له طالبانو سره یې د وفادرارۍ لوړه وکړه.

طالبان په خپلو لیکو کې د دولتي ملکی او نظامي کارکوونکو د جلب و جذب لپاره د دعوت و ارشاد په نوم کمېسیون لري. دغه کمېسیون دنده لري څو دولتي ملکي او نظامي مامورین له دندو زړه توري او دې ته اړ کړي چې یا د دوی له صفونو سره یوځای شي یا دندې پریږدي.

طالبانو ددغه اربکي قومندان او د هغه د ملګرو تسلیمیدو په اړه لا تر دې دمه څه نه دي ویلي.

د بل لوري طالبان ددغه ولایت د شیرین تګاب ولسوالۍ په شور بازار کې هم درنې نښتې کړي دي.

د شیرین تګاب ولسوالۍ د تلفاتو په اړه لا تر دې دمه راپور نه دی ورکړل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x