fbpx

د صحابه وو ژوند: د عمر فاروق رضي الله عنه عدل

شعبي رحمه الله  وايي: د عمرفاروق رضي الله عنه  او ابي بن کعب رضي الله عنه  تر منځ د خرما يوې وني پر سرشخړه راغله، عمرفاروق رضي الله عنه  کعب ته وويل : راځه چې درېمګړي ته کښينو! هغه وويل سمه ده !
دواړه زيد بن ثابت ته ورغلل، عمر فاروق رضي الله عنه  زيد رضي الله عنه  ته وويل: مونږ دواړه تاته د يوې پريکړي لپاره راغلي يو، زيد رضي الله عنه  له عمر رضي الله عنه  څخه وغوښتل چې پورته کښيني؛ نو عمرفاروق رضي الله عنه  ورته وويل: دادې په پرېکړه کې اول ظلم وکړ، زه تاته د پرېکړي لپاره راغلى يم؛

نو مونږ به ښکته ناست يو او ته به پورته کښينې! ابى بن کعب رضي الله عنه  خپله دعوه وړاندې کړه او عمرفاروق رضي الله عنه  ترې انکار وکړ (قاعده داده چې مدعي دعوه وکړي او مدعى عليه انکار وکړي نو که له مدعي سره ګواهان نه وي انکار کونکى به قسم کوي) زيد رضي الله عنه  ابى بن کعب رضي الله عنه  ته وويل : په دې پرېکړه کې له تاسره ګواهان نشته؛ نو عمر رضي الله عنه  به قسم خوري؛ خو زه تاته عذر کوم چې امير المؤمنين ته قسم مه ورکوه ! خو عمر فاروق رضي الله عنه  دا لحاظ ونه کړ او قسم يې وکړ اوبيايې وويل: زيد رضي الله عنه  به هله رښتونى قاضي وي چې عمر او يو عام مسلمان ورته يو برابر وي
زيد بن اسلم رحمه الله  وايي: د نبوي جومات تر څنګ د حضرت عباس رضي الله عنه  يو کور و  عمر فاروق رضي الله عنه  غوښتل چې هغه په جومات کې را ګډکړي؛ نوعباس رضي الله عنه  ته يې وويل: دا کور پر ما خرڅ کړه! هغه انکار وکړ، بيا يې ورته وويل: په هديه کې يې راکړه ، هغه بيا انکار وکړ، بيايې ورته وويل: پخپله يې دجوما ت برخه کړه؛ خو هغه له دې څخه هم انکار وکړ؛ نوعمر فاروق رضي الله عنه  ورته وويل : په دې دريو کې به هرو مرو يو کار کوي؛ خوحضرت عباس رضي الله عنه  نټه وکړه چې يوې ته هم تيار نه يم ، عمر فاروق رضي الله عنه  ورته وويل: سمه ده ! نوبيا را ځه چې زه او ته درېم ګړي ته ورشو ، هغه وويل: سمه ده! دواړه ابى بن کعب رضي الله عنه  ته ورغلل ، هغه عمر فاروق رضي الله عنه  ته وويل : زما پرېکړه داده چې ته د حضرت عباس رضي الله عنه  له خوښې پرته داکور نشې اخيستلاى، عمر فاروق رضي الله عنه  ورته وويل: دا پرېکړه دې د قرآن کريم يا حديث سره سمه وکړه؟ هغه وويل: هو ! ما له پيغمبر رضي الله عنه  څخه حديث اوريدلى چې ويل يې: سليمان بن داؤد عليه السلام  د بيت المقدس ودانۍ جوړوله اوچې هرځل به يې ديوال سرته ورساوه په سبابه هغه بيرته ړنګ و، اخر الله جل جلاله  وحي ورته وکړه چې که تاسو بيت المقدس جوړول غواړئ نو لومړى د ځمکي له څښتن څخه اجازه واخلئ! د دې حديث په اورېدو عمر فاروق رضي الله عنه  له پرېکړي په شاشو او څه وخت وروسته هغه کور عباس رضي الله عنه  په خپله خوښه جومات ته وقف کړ.
عطاء رحمه الله  وايي: حضرت عمر رضي الله عنه  به هر کال د حج پر وخت د ټولو سيمو واليان راوغوښتل او بيا به يې خلکو ته وينا وکړه اوداسې به يې وويل :
اى خلکو! دغه واليان ماتاسو ته د دې لپاره نه دي درليږلي چې ستاسو څرمنې اوباسي يا درڅخه ځمکې واخلي يا مو سپکاوى وکړي، دوى ما يوازې د دې لپاره درلېږلي چې تاسو په يو بل باندې تيري کولوته پرينږدي او د غنيمت مالونه در وويشي؛ نو که څوک د دوى په هکله څه خبره لري ودې دريږي .
يو ځل يو سړى پاڅيد او ويې ويل: ستا فلاني والي زه ناحقه سل دورې وهلى يم، حضرت عمر رضي الله عنه  هغه والي ته وويل: دی دې ولي نا حقه وهلى؟ او بيايې هغه سړي ته وويل: راشه او خپله بدله ترې واخله! عمرو بن العاص رضي الله عنه  پاڅيد او ويې ويل: اى امير المؤمنين! که تاسو له واليانو څخه همداسې بدلې اخلئ بيا به دا دوسيې دومره ډېرې شي چې له امير څخه بدله اخيستل به يوه تګلاره جوړه شي، حضرت عمر رضي الله عنه  وويل: ماچې پخپله پيغمبر صلى الله عليه وسلم  دبدلې ورکولو په حال کې ليدلى نوزه به ولي له خپل والي څخه بدله نه اخلم؟
عمرو رضي الله عنه  وويل: تاسو لږ وخت راکړئ  مونږ به داسړى خوشحاله کړو ، حضرت عمر رضي الله عنه  وويل: سمه ده! والي ديوې دورې په بدل کې دوه (ټول سل) دينار ورکړل او هغه سړى يې خوشحاله کړ.
حضرت انس رضي الله عنه  وايي : له مصر نه يو سړى راغى حضرت عمر رضي الله عنه  ته يې شکايت وکړ ويل اى د مسلمانانو اميره ! ما د عمرو بن العاص رضي الله عنه  له زوى (محمد) سره په منډو کې سيالي کوله؛ نو چې زه ترې وړاندي شوم هغه په دوره و وهلم او راته ويې ويل : زه د لويې او درندې کورنۍ غړى يم  ته ولي له مانه وړاندي کيږې؟
په دې خبره عمرفاروق رضي الله عنه  عمرو بن العاص رضي الله عنه  ته په ليک کې وليکل: ته اوزوى دې دواړه مدينې ته راشئ!
هغوی چې راغلل عمرفاروق رضي الله عنه  مصرى را وغوښت او ورته ويې ويل: دوره واخله او ويې وهه! هغه دوره را واخيسته او د عمرو رضي الله عنه  زوى يې وواهه، کله به چې مصري سړي وار کاوه عمر فاروق رضي الله عنه  به ورته ويل:  داسپک او رذيل ووهه ! مصري چې په وهلو زړه يخ کړ حضرت عمر رضي الله عنه  ورته وويل : اوس يې پلار هم يوه دوره ووهه  ځکه چې ده ولې زوى ته سمه روزنه نده ورکړي، مصري وويل: اى امير المؤمينين ! زه خو يې زوى وهلى وم او له هغه نه مې خپله بدله واخيسته.
 عمرفاروق رضي الله عنه  عمرو رضي الله عنه  ته مخ ورواړو او ورته ويې ويل: دوى دې له کله د ځان غلامان کړي دي؟ دوى خو خپلو ميندو ازاد زيږولي دي، عمرو رضي الله عنه  وويل: زه بيخي له دې پيښي خبر نه وم او نه هم مصري راته څه ويلي و، که نه مابه هرو مرو خپل زوى ته جزا ورکړې وه .
يزيد بن ابي منصور رحمه الله  وايي: دعمرفاروق رضي الله عنه  د خلافت په دور کې د بحرين والي  ابن ابى جارود  يا ابن جارود يو سړى چې نوم يې ادرياس و په دې تور ونيو چې  ګواکي د مسلمانانو دښمنانوته يې ليکونه استولي و او اراده يې وه چې له هغوى سره وويني، د هغه په دې تورونو ګواهان هم تير شول او پخپله يې هم دغه تورونه و منل ،  ابن جارود رضي الله عنه  هغه دجاسوسۍ په تور وواژه، هغه سړي د وژلکېدا پر وخت بيابيا دا توري تکرارول : اى عمره! زه بې ګناه يم زما مرستي ته راشه! اى عمره ! زه مظلوم يم زما مرستي ته راشه!
حضرت عمر رضي الله عنه  چې له دې پيښي څخه خبر شو ډېر خپه شو جارود رضي الله عنه  ته يې ليک واستاوه او راويې غوښت ، هغه چې راغى حضرت عمر رضي الله عنه  ورته انتظار و او يوه وړه نيزه يې په لاس کې وه، ابن جارود رضي الله عنه چې  دننه ورغى نوعمر فاروق رضي الله عنه  غوښتل چې په نيزه يې ووهي؛ خو دا چې دا يوه اجتهادي غلطي وه نو ويې نه واهه او له ځان سره ويل: ادرياس! زه ستا مرستي ته حاضر يم زه ستا مرستې ته حاضر يم !  ابن جارود رضي الله عنه  ورته وويل : اى امير المؤمنين! هغه د مسلمانانو پټې خبري دښمن ته ليکلې او غوښتل يې د مسلمانانو له دښمن سره وويني ، حضرت عمر رضي الله عنه  ورته وويل : يوازې د بدۍ په اراده کولو دې وواژه؟
په مونږ کې داسي څوک شته چې په زړه کې يې بدي ارادي نه راځي؟ بيا يې وويل : که دواليانو د وژنې تګلاره نه جوړېداى؛ نوما به ته  هرو مرو  د هغه په بدل کې وژلى وې.
 جرير رحمه الله  وايي: له  ابوموسى اشعري رضي الله عنه  سره په جهاد کې يو سړى ملګرى و، دوى يوه سيمه فتحه کړه او ډېر غنيمتونه يې ترلاسه کړل، ابوموسى رضي الله عنه  هغه کس ته د هغه له برخې څخه کم شى ورکړل، هغه انکار وکړ ويل: يا پوره برخه راکړه او ياداهم در واخله !
ابوموسى رضي الله عنه  هغه په دوره و واهه او بيايې سر وروخريلو، هغه خپل ويښته را ټول کړل سيده حضرت عمر رضي الله عنه  ته راغى اوهغه يې پر سينه په خپلو ويښتانو وويشت، حضرت عمر رضي الله عنه  پوښتنه ترې وکړه چې څه خبره ده؟ هغه ورته ټوله کيسه وکړه؛ نوحضرت عمر رضي الله عنه  ابوموسى رضي الله عنه  ته ليک واستاوه او داسې يې ورته وليکل:
 سلام عليک اما بعد! فلاني د فلاني زوى ماته ټوله کيسه وکړه ، زه تاته په کلکه وايم چې: که داسړى دې د خلکو په وړاندي وهلى وي؛ نو ته هم د خلکو تر مخ ورته کښينه چې بدله درڅخه واخلي!
ابوموسى رضي الله عنه  ته چې ليک ورغى نو د بدل ورکولو لپاره هغه سړي ته کښېناست، هغه ورته وويل: ځه! ما د خداى لپاره بخښلى يې.
حرمازي رضي الله عنه  وايي: عمر فاروق رضي الله عنه  فيروز ديلمي رضي الله عنه  ته دا ليک ليکلی و:
…اما بعد! زه خبر شوى يم چي ته له شاتو(ګبين) سره په ميده کړې ډوډۍ اموخته شوى يې، چې زما ليک درشي نو د الله نوم واخله او راروان شه د خداى په لار کې جهاد وکړه !
فيروز ديلمي رضي الله عنه  ته چې ليک ورغى سمدستي مدينې ته راغى، د حضرت عمر رضي الله عنه  کوټې ته چې را ورسيد اجازه يې وغوښته ،هغه اجازه ورکړه ، په دې منځ يو قريشي ځوان دديلمي رضي الله عنه  له اجازې څخه په ګټه اخيستنې له هغه مخکي شو او لاره يې بنده کړه، ديلمي رضي الله عنه  پرمخ څپېړه ورکړه، د هغه پزه وينې شوه او د شکايت لپاره حضرت عمر رضي الله عنه  ته ورغى، هغه چې وليد پوښتنه يې ترې وکړه چې دا ولې؟ ويل: فيروز رضي الله عنه  ووهلم، حضرت عمر رضي الله عنه  فيروز راوغوښت او پوښتنه يې ترې وکړه چې دا څه دي؟ هغه وويل: اى امير المؤمنين !  تاسو ماته ليک را ليږلى و او د راتلو غوښتنه مو کړې وه، زه چې راغلم په دروازه کې مې اجازه وغوښته ، تاسو اجازه را کړه نو دغه ځوان زما له اجازې څخه په ګټه اخيستنې غوښتل بې پوښتنې راننوځي ځکه مې و واهه،  حضرت عمر رضي الله عنه  ورته وويل : ته به هرو مرو بدله ورکوي! فيروز رضي الله عنه  پوښتنه وکړه چې هرو مرو به بدله ورکوم؟ عمر رضي الله عنه  وويل : هو ! هرو مرو به بدله ورکوئ! فيروز ديلمي رضي الله عنه   په ځنګنو کېناست او هغه ځوان ورته ودرېد، حضرت عمر رضي الله عنه  ځوان ته وويل : لږ و دريږه زه تاته دده په هکله د پيغمبر صلى الله عليه وسلم  يوه خبره کوم: يو ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم  وويل : نن يو دروغجن نبي (اسود عنسي) ديو نيک بنده (فيروز ديلمي رضي الله عنه  ) له لاسه وژل شوى، حضرت عمر رضي الله عنه  ځوان ته  وويل : تا چې د ديلمي رضي الله عنه  په هکله د رسول الله صلى الله عليه وسلم  خبره واوريده؛ نو اوس ستا خوښه ده چې بدله ترې اخلې او که بخښنه ورته کوي؟ ځوان وويل: چې رسو الله صلى الله عليه وسلم  دده په هکله داسې ويلي دي؛ نو له ماهم خلاص دى، ديلمي رضي الله عنه  عمر رضي الله عنه  نه پوښتنه وکړه چې ما پر خپلې ګناه اقرار وکړ او ده په خپله خوښه وبخښلم؛ نو ايازه به اوس په قيامت کې د الله  جل جلاله  له نيونې خلاص يم؟
حضرت عمر رضي الله عنه  ورته وويل: هو ! چې ده وبخښلې خداى  جل جلاله  دې هم بخښي، ديلمي رضي الله عنه  وويل: تاسو ګواه ياست چې ماله خپل مال څخه  دېرش زره  دې ځوان ته ډالۍ کړل.
حضرت عمر رضي الله عنه  ځوان ته وويل: په يوه بخښنه دې له ثوابوسره- سره دومره ډېره شتمني هم ترلاسه کړه!
عبدالمالک بن يعلى ليثي وايي: بکير بن شداخ رضي الله عنه  د رسول الله صلى الله عليه وسلم  د کور خدمت کاوه، يوه ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم  ته راغى او ويې ويل : يارسول الله ! تر اوسه به زه ستاسو کورته دننه تلم، خو زه اوس بالغ  شوى يم، رسول الله صلى الله عليه وسلم  ورته دعا وکړه : خدايه! د بکير خبره رښتيا کړې او بريالى يې لرې !
د حضرت عمر رضي الله عنه  د خلافت په وخت کې د يو يهودي مړى وموندل شو، حضرت عمر رضي الله عنه  دا خبره ډېره درنه وګڼله او خلکو ته يې اعلان وکړ: اى خلکو!  الله جل جلاله  زه ستاسو خليفه ټاکلى يم، نو اياز ما په خلافت کې به دغه رنګ نامعلومه مرګونه کيږي؟ چاته چې د دې وژل شوي يهودي په هکله معلومات وي زه ورته د الله نوم اخلم چې ماته دې ووايي  بکير رضي الله عنه  پاڅيد ويل: دا ما وژلى، حضرت عمر رضي الله عنه  وويل: الله اکبر! داکار تاکړى!! اوس نو پوره حال ووايه !
هغه وويل:  اشعب د خداى په لار کې جهاد ته تللى و او د خپل کور خدمت او څارنه يې ماته سپارلې وه، يوه ورځ زه د هغه کورته ورغلم ګورم چې دا يهودي هلته ناست دى او له ځان سره داشعرونه وايي :
واشعث غره الاسلام حتى  خلوت بعرسه ليل التمام…
اشعث اسلام په دوکه کې اچولى او له کوره وتلى ، تردې چې مايې له ناوې سره ټوله شپه تېره کړه.
ماچې دا حال وليد ضمير مي ونه منله چې د يو مسلمان مجاهد مېرمنې ته دي څوک په سپکه وګوري، نو ځکه مې وواژه، حضرت عمر رضي الله عنه  د نوموړي خبره ومنله او ديت يې ترې وانه خيست .
سعيد بن مسيب رحمه الله  وايي: د يو مسلمان او يهودي تر منځ شخړه وه، دواړه حضرت عمر رضي الله عنه  ته راغلل هغه له پلټنې وروسته د يهودي په حق کې پرېکړه وکړه؛ نوهغه وويل: په الله قسم ! تاسو په حقه پرېکړه وکړه، حضرت عمر رضي الله عنه  په دوره و واهه ويل: ته له حقه څه خبر يې؟ هغه وويل: په الله قسم ! په تورات کې راغلي چې کوم قاضي د حق پرېکړو هوډ ولري خداى پاک  يې مرستې ته دوه پرښتې را ليږي، هغه  ورته د نيکيو لارښوونه کوي او د حق الهام ورته کوي؛ خو کله چې هغه د حق اراده پرېږدي هغه دواړه فرښتې ترې ځي .
 اياس بن سلمه له خپل پلارڅخه روايت کوي چې: يوځل زه په بازار کې روان وم حضرت عمر رضي الله عنه  ورو غوندې په دوره و وهلم او را ته يې وويل : له لارې يوي خواته شه ، يو کال وروسته  چې بياورسره مخامخ شوم پوښتنه يې را نه وکړه چې سږ کال د حج اراده لرې؟ ماويل : هو! نو له لاسه يې ونيولم  کورته يې بوتلم شپږ سوه درهم يې راکړل او راته ويې ويل: دا ستا د لارې خرڅه ده او دا دهغه دورې په بدل کې دي چې تير کال مي ته وهلى وې،  ما وويل: اى امير المؤمنين ! زما خو هغه دوره پخوا لا هېره وه، ويل: که له تانه هيره وه ماته ياده وه .

ليکوال: د هند د نيمې وچې نوميالی عالم مولانا محمد يوسف کاندهلوي رحمه الله
ژباړه: حافظ عبدالحق حماد

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د