نادري ناولده

«پیشو بیرته راکړئ کنه له داعش سره یو ځای کیږم»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): که څه هم د غربي هیوادونو مشران د داعش ډله خپلو هیوادونو ته ګواښ بولي خو د همدغو هیوادونو اوسیدوونکي بیا په زیاته کچه له داعش سره یو ځای کیږي. امریکا، انګلستان او ځینې نور اروپايي هیوادونه هڅه کوي خپل د هیوادو اوسیدوونکي له دغې ډلې څخه لرې وساتي خو بیا هم هره ورځ د دغو هیوادونو اوسیدوونکي په شام او عراق کې د داعش له ډلې سره یو ځای کیږي.

د امریکايي او اروپايي هیوادونو اوسیدوونکي اوس دولتي ادارو ته ګواښ کوي چې که چیرې دولتي ادارې د دوي کار پر وخت او یا هم د دوي د خوښې کار عملي نه کړي نو دوي به د داعش له ډلې سره یو ځای شي.

په دې وروستیو کې د امریکا نبراسکا ایالت د اوماها نومې ښار یو اوسیدوونکی هم سیمه ییزې ادارې ته ګواښ کړی چې که چیرې دغه اداره د نوموړی پیشو بیرته ورنکړي نو نوموړی به د داعش له ډلې سره یو ځای شي او خپل د سیمې له دولتي چارواکو به غچ واخلي.

ایرک نومې دغه ۴۵ کلن سړی یو پیشو ساتلی و خو دغې پیشو ته يي ځانګړی پاملرنه نه کوله. د نبراسکا بشري ټولنې دوه ځلي ایرک ته ګواښ کړی و چې خپل پیشو ته ځانګړی پاملرنه وکړي خو ایرک د بشري ټولنې ګواښ ته هم کوم ارزښت نه و ورکړی.

دوه میاشتې وړاندې ایرک خپل پیشو په خپل اپارتمان کې بندي کړی و او خپله په څو ورځو سفر له ښاره بهر تلی و. د پیشو غږ د ګاونډیانو توجه جلب کړ او د ایرک ګانډیانو هم اړوندې برخې ته په دې اړه معلومات ورکړی و.

د بشري ټولنې کارکووونکي له پولیسو سره د ایرک د کور دروازه ماته کړه او د نوموړی پیشو يي له ځان سره د بشري ټولنې دفتر ته انتقال کړ.

له درې ورځو سفر او چکر وروسته چې ایرک بیرته خپل کور ته ستون شو نو د بشري حقونو ادارې له دغې کړنې څخه خبر شو او په ډیره غوصه يي ادارې مشر ته ټیلیفون وکړ او د پیشو بیرته استولو غوښتنه يي وکړه.

د بشري ټولنې مشر د ایرک په ځواب کې وویل چې پیشو به نوموړي ته بیرته نه سپارل کیږي او پر ځای به يي د نوموړی په خلاف پیشو ته ځانګړې پاملرنه نه کولو له امله به قانوني چلند کیږي. دغې ځواب له اوریدو سره ایرک غوصه شوه او د ادارې مشر ته يي اخطار ورکړ چې که چیرې د نوموړی پیشو بیرته ونه سپارل شي نو نوموړی به د داعش له ډلې سره یو ځای او د دولتي چارواکو څخه به خپل غچ واخلي.

د دغې ګوټڅنډنې په نتیجه کې ایرک د پولیسو لخوا زنداندي شو. پولیسو نوموړی د بشري ټولنې مشر ته د ګوټڅنډنې او له پیشو سره ناوړه چلند په تور بندي کړ. د قانون برخې کارپوهانو په وینا ایرک په پنځه کاله بند محکوم کیدی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابوعبدالله کندهاری

واه واه وګوری داغربیان غواړی چی زموږدولت او اولس هم دخپل ژوندمعیاردغه څه وټاکی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx