نظــر

يوه امريکايي محصل دخپل ټولګيوال زړه او ماغزه وخوړل

( يوه امريکايي محصل په (مريلنډ) ايالت کې اعتراف وکړ، چې د خپل ټولګيوال زړه او ماغزه يې د هغه تر وژلو او ټوټه ټوټه کولو وروسته وخوړل. (الکساندر کينيوا) چې يو ويشت کلن تور پوستی محصل دی، تېره اونۍ خپل يو ټولګيوال چې كوجو بونسافو آجي كود نومېده، وواژه او بيا يې ټوټه ټوټه کړ. کله چې د الکساندر ورور د ده په کور کې د مړي ټوټې ولېدې، پوليسو ته يې د جنايت په اړه خبر ورکړ. دا خبر پر داسې مهال خپرېږي، چې تېره شنبه هم پوليسو يو کس په داسې حالت کې وواژه چې د يوه بې کوره کس مخ يې خوړلو  )

نوموړی خبر نن روهي ویب پاڼې خپور کړی، په لومړي ځل مې چې سترګې پرې ولګېدې، یقینا حیران شوم؟ که څه هم چې دا دهر عاقل انسان لپاره دحیرانتیا ځای دی، ځکه انساني فطرت دانسان دغوښې خوړل په هېڅ صورت نشي زغملی، هو ډېر ځله داسې پېښېږي چې کوم داړونکې ځناور لکه سپی، شرمښ، پړانګ، زمری او داسې نور پر انسان حمله وکړي او ویې خوري، مګر دا چې انسان را ولاړ شي دانسان دبدن غړي وخوري بالکل له انساني فطرت سره اړخ نه لګوي.

   کېدای شي په لنډو ټکو کې یو څوک ووايي چې دا یو شاذ فرد دی او دا کرغېړن کار یې کړی، مګر خبره دا ده چې څه رنګه داسې یو کس چې په یوه آزاده دیموکراته ټولنه کې را لوی شوي وي داسې ناوړه عمل ته مخه کوي، او هغه هم بیا دیو علمي مرکز محصل کوي؟!

   په عام ډول دخلکو تر منځ مشهوره دا ده چې تشدد، افراط او سخت زړيتوب دهغو سیمو په افرادو کې ملموس کېدی شي چې په اصطلاح له نړیوال ظاهري تمدن او ترقۍ نه لیري پاتې وي، اوس دا دي دلته ګورو چې په داسې یوه ټولنه کې چې دنړۍ په کچه دټولې نړۍ دپرمختګ، ترقۍ او تمدن مرکز بلل کېږي، بلکې دوی ځان له دېنه هم لوړ بولي، دوی غواړي خپل کلتور دنړۍ ټولو پرګنو او خلکو ته دتحفې په توګه وړاندې کړي، هغوی پرې ونازوي، په داسې یوه ټولنه کې دا رنګه کرغېړن او غیر انساني عمل تر سره کېدل په ډېر څه باندې دلالت کولی شي.

   یوازې دا یوه پېښه نه ده بلکې دیته ورته او له دینه هم پورته ډېرې نورې داسې پېښې وخت پر وخت پېښېږي او پېښې شوې دي چې ددیموکراسۍ اصول او اساسات تر ټینګې پوښتنې لاندې راولي! له بیزوګانو، سپیانو، پړانګانو، خرو، اسونو، غویانو او نورو ځناورو او حیواناتو سره ددیموکراسۍ تر سیوري لاندې دځينو پست فطرته انسانانو جنسي اړیکې ساتل، او یا دنورو انسانانو داندامونو خوړل، او یا خپل اندامونه پخول او پر نورو خوړل په ښکاره توګه ددیموکراسۍ پر تندي داسې تور داغ دی چې دتل لپاره انسانیت او بشریت لعنت پرې وايي.

   دپوښتنې ځای دا دی چې له دا رنګه ناوړه او غیر انساني پېښو سره سره چې ددیموکراسۍ تر سیوري بلکې په غېږ کې تر سره کېږي بیا هم ددیموکراسۍ موسسین، پلویان او ډنډوره چیان ولې او دڅه لپاره دیموکراسي دانساني ژوند لپاره ګټوره نسخه بولي!

  داسې ښکاري بلکې حقیقت همدا دی چې ددوی فطرت هم بدل شوی، دوی ته هم تور سپین او سپین تور ښکاري، دوی هم ددیموکراسۍ له برکته له انساني بریدونو پښې ور اړولې دي، دا چې ددیموکراسۍ مخکښان په ګڼو بانو مانو په خورا بې پروايۍ سره دمظلومو ولسونو پرستونو پښې ږدي، په خورا بې پروايۍ سره یې وینې تویوي، او ملامت هم بیا همدغه مظلومان بولي، نو ددوی په لاس له تربیه شویو څخه پرته له دې دبل څه تمه نه شي کېدای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x