افغانستان

ولسي جرګې انيسه رسولي ته د باور رايه ورنه کړه

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، چنګاښ ۱۷مه ۱۳۹۴ل): ولسي جرګې د خپلې نننۍ غونډې په ترڅ کې د ګډ حکومت د مشر اشرف غني له لوري د سترې محکمې  د عالي شورا د غړيتوب لپاره لومړنۍ نوماندې انيسه رسولي ته د باور رايه ورنه کړه.

آغلې رسولي ۹۴ مثبتو رايو ته اړتيا درلوده، مګر نوموړې يوازې ۸۸ رايې ترلاسه کړای شوې، چې له امله يې نوموړې د ولسي جرګې له لوري رد شوه.

ولسمشر اشرف غني نږدې دوه مياشتې وړاندې د خپلې ځانګړې پرېکړې له مخې اغلې رسولي د سترې محکمې د لومړنۍ ښځينه غړې په توګه ولسي جرګې ته معرفي کړې وه.

اشرف غني د خپل ټاکنيز کمپاين پر مهال ژمنه کړې وه، چې خپل حکومت کې به ښځو ته ډېره ونډه ورکوي او يوه ښځينه غړې به د سترې محکمې د عالي شورا د غړې په توګه ټاکي.

په عين حال کې ولسي جرګې ښاغلی خليل الله صديق ته د افغانستان بانک د رييس او سيد يوسف حليم ته د سترې محکمې د غړي په توګه د باور رايه ورکړه.

ښاغلي صديق د نننۍ رايې شمېرنې پر مهال سل او سيد يوسف حليم ۱۰۳ مثبتې رايې تر لاسه کړې.

د روانې اونۍ په پيل کې د ولسمشر اشرف غني له لوري د دفاع وزارت نوماند معصوم ستانکزي له ولسي جرګې د باور رايه تر لاسه نه شوه کړای.

ښاغلي ستانکزي ۱۰۷ مثبتو رايو  ته اړتيا درلوده، مګر نوموړي يوازې ۸۴ رايې تر لاسه کړای شوې.

د سترې محکمې عالي شوار نهه تنه غړي لري چې د هېواد په تاريخ کې اشرف غني د لومړي ځل لپاره يوه مېرمن د دې شورا غړې په توګه ولسي جرګې ته معرفي کړه.

انیسه رسولي تر دې وړاندې د افغان ښځينه قاضيانو د ټولنې مشره او بنسټګره پاتې شوې ده.

د سترې محکمې د غړي په توګه نوی بريالی شوی سيد يوسف حليم د عدليه وزارت پخوانی مسلکي مرستيال و.

د يادونې وړ ده، چې د لويې څارنوالۍ په ګډون ګڼ نور مهم پوسټونه لا هم خالي دي او ويل کيږي، چې د لويې څارنوالۍ لپاره د ډاکټر عبدالله قوي ملاتړ او ملګری فضل احمد معنوي په نظر کې نيول شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x