افغانستانخبرونه

ډاکټر نعیم وردګ: د اسلام اباد په خبرو کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي ګډون نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): تېره میاشت د چین په ارومچي کې د پاکستان په منځګړیتوب د ځینو پخوانیو طالبانو او افغان حکومت ترمنځ له خبرو وروسته تمه وه چې د دغو خبرو دویم پړاو هم په یاد ځای کې ترسره شي؛ خو داسې ښکاري چې له خبرو څخه د طالبانو بې خبرۍ چین دې ته اړوېست چې د دغو ناستو له کوربه توبه لاس پر سر شي.

پرون د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې راپور ورکړی و چې په اسلام اباد کې د طالبانو د مشرانو او د حکومت د استازو تر منځ مذاکرات شوي او زیاته کړې وه چې د اسلام اباد په دغو خبرو کې ګواکې د قطر دفتر دوه لوړپوړي غړي، قاري دین محمد حنیف او شیرمحمد عباس ستانکزی هم ګډون لري. خو د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم له نن ټکي اسیا سره په اړیکه کې دا خبرونه رد کړل چې ګواکي د دوی دوه تنه سیاسي غړي دي هم په غونډه کې ګډون لري.

بلخوا د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره څرګنده کړې ده چې د سیاسي فعالیتونو او لیدنو کتنو واک یوازې او یوازې له سیاسي دفتر سره دی. اعلامیه لیکي: «له دې وروسته د اسلامي امارت د ټولو خارجي او داخلي سیاسی چارو مسولیت یوازې د اسلامي امارت سیاسي دفتر ته سپارل شوی، سیاسي دفتر پوره واک او صلاحیت لري چې له حالاتو او شرایطو سره سم، کله او په کوم ځای کې چې وغواړي، له خارجي او داخلی اړخونو سره د اسلامي اصولو او ملي ګټو په نظر کی نیولو سره مذاکرات وکړي او یا یې هم متوقف کړي».

د پاکستانۍ ورځپاڼي ایکسپریس ټریبیون په تایید د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) ویاند هم ویلي چې د سولې د شورا څلور کسیزه پلاوی اسلام اباد ته د طالبانو سره د خبرو لپاره لیږل شوی.

که څه هم ایکسپریس ورځپاڼي په خبر کې ویل شوي چې د طالب مشرانو او افغان حکومت د استازو تر منځ دا لومړی رسمي ملاقات دی، او په دغه ملاقات کې د طالبانو رسمي سیاسي نمایندګان هم ګډون لري، خو نن ټکي اسیا ته د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند دا خبر په بشپړ ډول رد کړی دی چې د دوی کوم غړی دې په خبرو کې برخه واخلي.

باید وویل شي چې پاکستان تل هڅه کړې چې د طالبانو په نمایندګي د افغان حکومت سره مذاکرات وکړي، او یا هم د دوی تر سرپرستي لاندي باید دا پروسه پر مخ ولاړه شي، خو داسي ښکاري چې طالبان نه غواړي خپل په خپلو بهرنیو او کورنیو اړیکو کې پاکستان دخیل کړي او له همدې وجي یې تل هغه غونډي چې د طالبانو په استازيتوب د دوی ځیني اوسني او پخواني مشران د بهرنیو هیوادونو او افغاني جهتونه سره کوي، هغه شخصي مجالس وبولي چې دغه کسان یوازي خپل د ځان نمایندګي کوي.

نیویارک ټایمز هم نن په یوه راپور کې لیکلي چې د قطر له سیاسي دفتر غړي څخه یې داسې برېښنالیک ترلاسه کړی چې د اسلام اباد ناسته کې ګډونوال د مذاکراتو واک نه لري. د قطر دفتر غړي زیاته کړې وه چې دغه کسان د پاکستان د ځواکمنې استخباراتي ادارې له خوا «یرغمل» شوي دي. نیویارک ټایمز د دغه طالب چارواکي له قوله لیکي: «دا یو غلط مسیر ګڼو او د پاکستان په مشرۍ د سولې بهیر د حل پر ځای نورې ستونزې راولاړوي». د قطر دفتر غړی وړاندې وايي: «موږ به د افغان جګړې د سوله ییز حل لپاره خپلو سیاسي هلو ځلو ته دوام ورکوو».

پر همدې اساس طالبانو ته نژدې د نن ټکي اسیا سرچیني وايي چې د اسلام اباد په وروستیو کتنو کې عبد اللطیف منصور (د مولوي نصرالله منصور وراره)، حاجي ابراهیم (د جلال الدین حقاني ورور) او ملا عباس (د طالبانو د صحت کمیسون د بهرنیو اړیکو مسؤول) ګډون درلود.

باید وویل شي چې د دې ترمخه هم د اکسپریس ټریبیون له خوا ورته خبرونه خپاره شوي او په هغه کې هم تاکید شوی وو چې مذاکرات د پاکستان په ملاتړ او څارني لاندي ترسره شوي، خو طالبانو دغه مذاکرات په خپل وخت کې رد کړي.

طالبانو په خپل رسمي اعلامیه کې چې نن یې یو ځل بیا نشر کړې ټینګار کړی چې د دوی د سیاسي اړیکو رسمي جهت د طالبانو سیاسي دفتر دی او له دې پرته که څوک له چا سره ویني، نو هغه به په خپل شخصي مسؤولیت وي، نه د امارت په نمایندګي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

امارته الله دی پر ټوله جهان حاکم که چی موږ ته هر وخت شک راپیداشوی دی تاسو زموږ شک لیری کړی دی الله دی همیشه ژوندی لره

مولوی دیوبندي

دامارت یوه نمایندګي اویوږغ دي هیڅ کله به مونږدانورختاوتلي مونږنه خطا باسي خبري اتري دقطردسیاسي دفترکاردي نه دملاعباس اوترابي داټولي شخصي پریکړي دي ده امارت نمایندګي نکوي

حماد ابوبکر

چی دسیاسی کمیسون غړ ی پکی ګډون نلری او دافغانستان داسلامی امارت نماینده پکی شتون نلری نو بیا ددی جګپوړو امارتی مسؤولینو اشتراک دڅه لپاره؟ دوی دچا نمایندګی کوی؟

احمد خان

د طالبانو رهبریت او ویاندویان باید پدې حساس وخت کې مجاهدینو او نورو عامو افغانانو ته د داسې غونډو په اړه خپل دریځ په وار وار روښانه کړي. هلته په نظامی ډګر کې دولت تر فشار لاندې دی او هره ورځ سیمې له لاسه ورکوي. داسې بې مسئولیته ناستې د مجاهدینو په روحيي باندې ناوړه اغیزې لرلای شي. او بېله شکه چې د ددې ناستو یوه مهمه موخه همدا ده چې په نظامي ډګر کې د طالبانو روحیه کمزوې کړي.

ابو منیر عثمانی

امارت دقطر دفتر نازوي دمري او پښاور مشرانو ته کوم ارزښت نه ورکوي ځکه خو ددوی عزتونه للام هم کړل دامناسبه چې یوځل نامې اخلی نامې څه دپاره اخلی چې بیا پسې وایاست هم چې دامونږ ته اعتبار نه لري

قاري سعيدخوستى

د امارت مشرتابه ته په كار ده چي له پورته كسانو تحقیق وكڑي چي تاسي دچا په امر خبري كوئ ؟
خبري !بيا په اسلام اباد كي !
خاينانو دا خو سياسي زان وژنه ده چي تاسي دپنجاب په خوله خبرو ته حاضر شوئ

kadir mohmand

بسم الله الرحمن الرحیم مذاکرات هفتم جولای اسلام آباد یک مجلس تقلبی و دروغی بود نمایندگان آزادی خواهان امارت اسلامی افغانستان در این مذاکرات اشتراک نداشتن با گروگان های زندانی طالب تحت فشار مذاکرات غیر قانونی می باشد !؟ To the Honorable Daniel F. Feldman U.S. Special Representative for Afghanistan and Pakistan The U.S. Department of State 2201 C Street, NW Room 1517 Washington, DC 20520 Dear Mr. Feldman: The negotiations in Islamabad, Pakistan on July 7, 2015 between the Afghan puppet government, the Pakistan government and current prisoners of Pakistan, who were Taliban, are a sham. These negotiations will… نور لوستل »

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx