نظــر

ولسي او که سیاسي پاڅون؟

یو دوه لیکنې مې تر سترګو شوې چې په غزني کې دښوونځيو دتړولو او خلاصولو ته پکې اشارې شوې وي، دا چې ښوونځي څه رنګه او چا وتړل، او بیا بیرته څه رنګه او چا خلاص کړل تر اوسه پورې يې په اړه کره شواهد نه دي وړاندې شوي، له یوې خوا دکرزي اداره او خواخوږي یې وايي چې ښوونځي طالبانو وتړل او مونږ خلاص کړل، او له بلې خوا طالبان وايي چې دښوونځيو دتړلو لامل خپله دکرزي اداره ده، هغوی ښار ته په بې نمبر پلېټه موټر سایکلونو بندیز ولګاوه خلک دتګ راتګ له ستونزو سره مخ شول، نو یې احتجاجا ښوونځي بند کړل، ددې تر څنګ دکابل امنیتي اداره او ورسره ځینې خواخوږې رسنۍ بیا وخت پر وخت طالبان دښوونځيو په تړولو تورنوي،

او بالمقابل طالبان بیا وخت پر وخت دغه تورونه په کلکه ردوي، تر دې چې په دې وروستیو کې یې د دوه اعلامیو په خپرولو سره په ښکاره او ډاګیزه توګه وویل چې دوی نه زده کوونکي له ښوونځيو نه منع کوي او نه ښوونځوي نړوي، بلکې لا دتعلیم په خپرولو کې تر خپله وسه هڅې کوي.

  خو یوه خبره په څرګند ډول کوي هغه دا چې دوی هغه مضامین چې په هغه کې داسلام دمبارک دین له اساساتو سره مخالف شيان زده کوونکو ته ښودل کېږي، او یا دتعلیم په نامه دنصرانیت او یهودیت لپاره دعوت چلول کېږي نو بیا دوی حق لري چې دخپل اسلامي او ملي مسولیت پر اساس ددغه رنګه چارو مخه ونیسي، او هغه باید څوک په دې معنی وانه خلي چې ګواکي طالبان دتعلیم مخالف دي.

  دا خو هسې په عام ډول دتعلیم دمخالفت اونه مخالفت په اړه ددواړو طرفونو دریځونه او دلایل وو، خو یوه خبره چې نوې راته ښکاره شوه هغه دا چې په غزني کې چې په کومه سیمه کې ښوونځي تړل شوي دهغې سیمې عام خلک دطالبانو په مقابل کې راپورته شوي ‎! ددې خبرې له لوستو سره زه په شک کې شوم، ځکه افغان ولس مسلمان ولس دی، په هېڅ ډول که څه هم چې له ګڼو ستونزو سره مخ شي داسې نه کوي چې دمجاهد په مقابل کې راپورته شي، او بیا په داسې حال کې چې دکرزي دادارې تر څنګ شپه او ورځ سره امریکایان دسر په سترګو ګوري، مګر دغه خبر بیا هم وهڅولم چې په دې اړه دځينو رسنیو له لارې یو څه پیدا کړم، په همدې هوډ مې دآزادۍ رادیو ویب پاڼه را خلاصه کړه هلته هم داسې واضحه او څرګنده کره خبره نه وه چې ټینګ باور دې پرې وشي، که څه هم چې داندړو ولسوال شیرخان یوسفزي دښوونځيو دبندیدو پړه پر طالبانو ور اچولې وه، خو ددې تر څنګ دویب پاڼې  له خولې آزادۍ راديو له والي او دپوهنې له رئیس سره دمسلسو تلیفوني تماسونه با وجود نه ده توانېدلې چې په دې اړه دهغوی نظر واخلي.

په پای کې ویب پاڼه لیکي: ( خو له دې وړاندې د غزني ولایت یو شمیر زده کوونکو ازادي راډیو ته ویلي وو چې په غزني کې د پوهنې بهیر د سیاسي او ګوندي جګړو قربانی شوی دی, دغو زده کوونکو وویل چې په سیمه کې یو شمیر ګوندونه واک ته د رسیدو هڅه کوي چې د پوهنې بهیر یې ګډ وډ کړی دی.
له دې وړاندي د غزني اوسیدونکو هم ویلي وو چې د وسله والو کسانو په وړاندې پاڅون کوونکي، د حزب اسلامي، وحدت، حرکت او ځینو نورو ګوندونو کسان دي. )

 دخبر ددغه وروستنۍ برخې له لوستلو وروسته پوه شوم او هر کس یې چې ولولي پوهېږي چې خبره په اصل کې بل څه ده، په حقیقت کې دکرزي اداره ددغه پېښې په سیورې کې خپل سیاسي اهداف پوره کول غواړي، هغوی غواړي هلته خپل موجودیت ثابت کړي، او ددې لپاره نو بیا تر ټولو ښه لار همدا په نظر ورغلې چې راشه له دې فرصت نه استفاده وکوه، خپل سیاسي غرض ته دولسي پاڅون پاکه جامه ور واغونده ګوندې وي چې دیو څه وخت لپاره که ډېر نه وي دیو څو کسانو په ذهنونو دخپل تت محبوبیت پرده وغوړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x