نادري ناولده

د اوباما الوتکه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۱۷مه، ۱۳۹۴ل):  د امریکي د ولسمشر الوتکه چې (ایرفورس ون) په نامه سره یادیږي یواځې د امریکي نه بلکه د ټولې نړۍ په کچه ډېره مستریح او مصؤنه الوتکه ده.

دغه الوتکه چی یواځي د دې له پاره جوړه شوې چې د امریکې ولسمشر په امریکا کې دننه او له امریکي څخه بهر انتقالوي د دوی په ګمان ډیره مصؤنه او مستریح ده.

دا چې دغي الوتکي باندي ډیر زیات مصرف شوی دی خو بیا داسي خصوصیات هم لري چې د دغه هېواد ولسمشر په ډیره اسانۍ او بیغمۍ سره له یو ځای څخه بل ځای ته انتقال کړي.

که څه هم دغه الوتکه نور هم ډیر ښه خصوصیات لري خو تر ټولو مهم او ښه خاصیت یی دا دی که چېرې پر ځمکه باندي کوم کمیاوي یا ایټمي برید ترسره شي دغه الوتکه د دغه برید په وړاندي مقاومت کولای شي یعنې دغه برید الوتکه باندې کوم منفي اثر نه شي کولای.

د دغې الوتکې ټولې کړکۍ د مرمیو او چاودنو په وړاندي د مقاومت توان لري یعني ډزي او چاودنې ورباندې اثر نشي کولای.

له دي څخه علاوه دغه الوتکه کې ۸۵ ټلفونونه موجود دي چي د اړتیا پر وخت ورڅخه کار اخیستلای شي.

د دغې الوتکي ټول داخلي مساحت تر څلور زره متره مربع پورې رسیږي چې تر سلو پوري مسافر نقلولی شي او دالوتکي دننه د بیړڼیو غونډو لپاره یو جلا خاص دفتر هم جوړ شوي دي چي د ضرورت په وخت کي په الوتکه کي د ننه جمهور رییس له خپلو لوړ پوړو چارواکو او سلاکارانو سره یوځای بیړنۍ غونډه هم کولای شي او همدارنګه د پیلوټانو په شمول دغه الوتکه کي ټول ۲۶ کسان کارکوي.

یو بلي امریکي خبري شبکي ( رینکر ۱۰ ) لیکلي چي دغه الوتکه درې پوړه لري چي یو پوړ کې د جمهور رییس او ملګرو لپاره یو وړوکی روغتون هم جوړ شوی چې ولسمشر او ملګري یی د اړتیا په وخت کي کولای شي دغه روغتون کي درملنه وکړي.

همدارنګه په الوتکه کې د ننه دوه پخلنځي جوړشوي چې په یوه وخت کي د سلو ۱۰۰ کسانو لپاره په ډیره لوړه سویه ډوډۍ تیارولای شي.

دغه الوتکه په یوه ساعت کې ۶۵۰ کیلومتره سفر کوي د الوتکې پر جوړولو باندي ټول ټال ۶۶۰ شپږ سوه شپیته ملیونه ډالره مصرف شوی، په هوا کې له بلې الوتکې څخه تیل هم اخیستلای شي او په یوه ساعت کي ۵۶ زره ډالره مصرف لري.

یعنې کله چی د امریکي ولسمشر له ا امریکی څخه و افغانستان ته راځي یواځې دالوتکي مصرف یی څه کم یو میلون ډالرو ته رسېږي.

بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابوعبدالله کندهاری

بخت صیب له معلوماتو مومننه

اسلم

بخت صیب ! خبره دې ورسره کړي وای ، که یی خرڅولای ، ځینی را بي نیسو . تاوان نه کوي ښه شی دی زما په خیال . ته خبر ورسره وکه . بیا به سره په حال کې سو . مننه

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x