fbpx

طالبان: د خبرو اترو او لیدنو واک یوازې له سیاسي دفتر سره دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): په داسې حال کې چې ځينې رسنۍ د طالبانو او د افغانستان د حکومت تر منځ د پاکستاني سرچینو په حواله د مذاکراتو د پیلیدو خبر ورکوي، خو طالبانو پخپله اعلاميه کې یو ځل بيا پر دې ټينګار کړی، چې د دوی هر ډول سیاسي روابط د دوی د سیاسي دفتر په واک کې دي.

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له اړخه رسنیو ته په لیږل شوي اعلامیه کې ویل شوي چې د خبرواترو او لیدنو واک یوازې سیاسي دفتر سره دی.

په اعلاميه کې د رسنیو د تبلیغاتو اړوند اسلام اباد کې خبرو اترو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو پر دې ټينګار شوی، چې سیاسي اړیکي د سیاسي دفتر له لوري ټینګېږي.

طالبانو تر دې وړاندې په ورته اعلامیه کې د خپل سیاسي هلو ځلو لپاره د خپل دفتر دريځ رسمي دريځ بللی و.

نن ټکی اسیا ته هم د طالبانو د اعلامیې کاپي رارسېدلې، چې د ارزښت له مخې يې تاسې ته کټ مټ ږدو:

د سیاسي چارو په تړاوو د افغانستان اسلامي امارت اعلامیه

بسم الله الرحمن الرحیم
اسلامي امارت د خپلو چارو د ښه سمون، تنظیم او پرمختګ لپاره په خپلو چارو ، چارواکو او یا د هغوی په صلاحیتونو کې وخت په وخت تغیرات راولي، چې دا لړۍ د اسلامي تحریک له پیله بیا تر ننه د اسلامي امارت په ټولو ادارو کې روانه او معمول ده.

په همدې اساس له دې وروسته د اسلامي امارت د ټولو خارجي او داخلي سیاسی چارو مسولیت یوازې د اسلامي امارت سیاسي دفتر ته سپارل شوی، سیاسي دفتر پوره واک او صلاحیت لري چې له حالاتو او شرایطو سره سم، کله او په کوم ځای کې چې وغواړي، له خارجي او داخلی اړخونو سره د اسلامي اصولو او ملي ګټو په نظر کی نیولو سره مذاکرات وکړي او یا یې هم متوقف کړي .والسلام

د افغانستان اسلامی امارت
۱۴۳۶/۹/۲۱هـ ق
۱۳۹۴/۴/۱۷هـ ش ــ 2015/7/8م

avatar
4 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ګوربت
میلمه
ګوربت

داخبره اوس په دي نه جل کیږی.چی دقطر طالبان دلاتعلقی اعلان وکړي،بلکی ترڅوچي ذبیح الله مجاهد او دامارت رسمي پاڼه خاموشه وي،نوتاثر به داوي چي هرڅه دطالبانو دمرکزیت په خوښه شوي

حماد ابوبکر
میلمه
حماد ابوبکر

طالبان په سیاسی مواقفو په بیانولوکی هم دکنز الدقایق دمتن تقلید کوی او د (مسألة البئر جحطٌ) په څیر عبارات کاروی ، چی د خبرواترو او لیدنو واک یواځی دسیاسی دفتر سره دی نو دا جګپوړی چارواکه او په عین وخت کی بیواکه او بی صلاحیته ډله بیا ولی دغسی حساسو او راپارونکو غونډو کی دګډون لیواله ده، دوی دامارت څخه د بغاوت په صورت کی دی غونډه کی ګډون کړی ؟ او که دوۍ د امارت دګپ شپیان دی او چینایانو او امریکایانو ته د افغانی کپ شپ او چټنګ یو ه صحنه تقدیموی؟

khalid
میلمه
khalid

دا هسی د اوسنی لاسپوڅی افغان حکومت له خوا دامریکا په اشاره لکه دداعش په شان چی اوس یی ورته تبلیغاتو ته پخپلو ځینو مزدورو رسنیو کی زور ورکړی چی اصلا خو اوس مونږ جنګ دداعش په ضد کوو داده حکومت ډرون بریدونه اوس په داعش کوی طالبانو ته څه نه وایی داهم اصلا په ولس کی د طالبانو د بی اعتباره کولو، له صحنی نه د لیری کولو او ځان ته د تسلیمولو لپاره یوه ناکامه هڅه ده چی د پاکستان د حکومت په واسطه یی په زوره ځینی طالب مشران چی د پاکستان په توقیف او یرغمل کی… نور لوستل »

حقبال
میلمه
حقبال

خالد صاحب به كوتو او قلم مو بركت شه ديره شه تبصره او به حقايقو او واقعيتونو بناء تحليل مو كري . مونز دوه مليونه شهيدان ددي لبار ندي وركري جي ديموكراتان شو مونز د اسﻻمي نظام د حاكميت لبارة هر سه كري او كوو به يي نن د جهادي صف رهبري د امارت سره ده او مونز منلي خو خداي مكره درهبري د انحراف به صورت كي به الله تعالى بل سوك مسخر كري خبل دين د ساتني لباره او مونز كه زوندي وو ورسره مل به يو .نظامي مجاهدين د حق متابعت كوي د اشخاصو نه او كجيري… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

خالد صاحب ، ستاسی تبصره ډیره په ځآی او ښکلی تبصره وه ، الله ج دی اجرونه درکړی ، مګر دغه دوه نورو ته حیران پاتی شوم ، خیالونه خو څه کړی چه اسلامی او افغانی نه دی نومونه یی هم افغانی نه دی ، زه په دی هم باور لرم چه خپل نومونه یی د ا نه دی مګر د خپلو افکارو له مخی یی نیک نومونه غوره کړی دی ، که مونږ له حالاتو ځان خبر کړو ، زمونږ هیواد اشغال شوی او د کابل اداره هغوی څه له ځانه سره راوستل او څه هغه وحشی جنګ سالاران… نور لوستل »