طالبان: د خبرو اترو او لیدنو واک یوازې له سیاسي دفتر سره دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): په داسې حال کې چې ځينې رسنۍ د طالبانو او د افغانستان د حکومت تر منځ د پاکستاني سرچینو په حواله د مذاکراتو د پیلیدو خبر ورکوي، خو طالبانو پخپله اعلاميه کې یو ځل بيا پر دې ټينګار کړی، چې د دوی هر ډول سیاسي روابط د دوی د سیاسي دفتر په واک کې دي.

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له اړخه رسنیو ته په لیږل شوي اعلامیه کې ویل شوي چې د خبرواترو او لیدنو واک یوازې سیاسي دفتر سره دی.

په اعلاميه کې د رسنیو د تبلیغاتو اړوند اسلام اباد کې خبرو اترو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو پر دې ټينګار شوی، چې سیاسي اړیکي د سیاسي دفتر له لوري ټینګېږي.

طالبانو تر دې وړاندې په ورته اعلامیه کې د خپل سیاسي هلو ځلو لپاره د خپل دفتر دريځ رسمي دريځ بللی و.

نن ټکی اسیا ته هم د طالبانو د اعلامیې کاپي رارسېدلې، چې د ارزښت له مخې يې تاسې ته کټ مټ ږدو:

د سیاسي چارو په تړاوو د افغانستان اسلامي امارت اعلامیه

بسم الله الرحمن الرحیم
اسلامي امارت د خپلو چارو د ښه سمون، تنظیم او پرمختګ لپاره په خپلو چارو ، چارواکو او یا د هغوی په صلاحیتونو کې وخت په وخت تغیرات راولي، چې دا لړۍ د اسلامي تحریک له پیله بیا تر ننه د اسلامي امارت په ټولو ادارو کې روانه او معمول ده.

په همدې اساس له دې وروسته د اسلامي امارت د ټولو خارجي او داخلي سیاسی چارو مسولیت یوازې د اسلامي امارت سیاسي دفتر ته سپارل شوی، سیاسي دفتر پوره واک او صلاحیت لري چې له حالاتو او شرایطو سره سم، کله او په کوم ځای کې چې وغواړي، له خارجي او داخلی اړخونو سره د اسلامي اصولو او ملي ګټو په نظر کی نیولو سره مذاکرات وکړي او یا یې هم متوقف کړي .والسلام

د افغانستان اسلامی امارت
۱۴۳۶/۹/۲۱هـ ق
۱۳۹۴/۴/۱۷هـ ش ــ 2015/7/8م

تبصرې (5)

  • داخبره اوس په دي نه جل کیږی.چی دقطر طالبان دلاتعلقی اعلان وکړي،بلکی ترڅوچي ذبیح الله مجاهد او دامارت رسمي پاڼه خاموشه وي،نوتاثر به داوي چي هرڅه دطالبانو دمرکزیت په خوښه شوي

  • طالبان په سیاسی مواقفو په بیانولوکی هم دکنز الدقایق دمتن تقلید کوی او د (مسألة البئر جحطٌ) په څیر عبارات کاروی ، چی د خبرواترو او لیدنو واک یواځی دسیاسی دفتر سره دی نو دا جګپوړی چارواکه او په عین وخت کی بیواکه او بی صلاحیته ډله بیا ولی دغسی حساسو او راپارونکو غونډو کی دګډون لیواله ده، دوی دامارت څخه د بغاوت په صورت کی دی غونډه کی ګډون کړی ؟ او که دوۍ د امارت دګپ شپیان دی او چینایانو او امریکایانو ته د افغانی کپ شپ او چټنګ یو ه صحنه تقدیموی؟

  • دا هسی د اوسنی لاسپوڅی افغان حکومت له خوا دامریکا په اشاره لکه دداعش په شان چی اوس یی ورته تبلیغاتو ته پخپلو ځینو مزدورو رسنیو کی زور ورکړی چی اصلا خو اوس مونږ جنګ دداعش په ضد کوو داده حکومت ډرون بریدونه اوس په داعش کوی طالبانو ته څه نه وایی داهم اصلا په ولس کی د طالبانو د بی اعتباره کولو، له صحنی نه د لیری کولو او ځان ته د تسلیمولو لپاره یوه ناکامه هڅه ده چی د پاکستان د حکومت په واسطه یی په زوره ځینی طالب مشران چی د پاکستان په توقیف او یرغمل کی دی له خپل ځان سره خبرو ته حاضر کړل چی که وکولای شی لدی لیاری خپل هدف ته ورسیږی ولی په مکمل ډول په خطا او اشتباه کی دی ځکه دا ټولو ته معلومه ده چی دا کسان بیواکه او د پاکستان په یرغمل کی دی د طالبانو اصل واک او اختیار په اوس وخت کی د طالبانو د هغو نظامی کسانو په لاس کی ده چی د کورنیو او بهرنیو قواو په ضد په داخل د هیواد کی قتال او جهاد رهبری کوی چی په راس کی یی امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد حفظه الله دی هغوی دی چی هر وخت وغواړی کولای شی چی چاته په خپلی نمایندګی له یوی خوا سره د خبرو صلاحیت ورکړی او یا یی ترینه سلب کړی په اصل کی اوسنی لاسپوڅی حکومت نه غواړی چی په افغانستان کی صلحه راشی که دوی رښتیا هم غواړی چی صلحه راشی باید دوه کاره وکړی له افغانستان نه د ټولو خارجی قوتونو وتل بی له قید وشرط نه او خپله هر ډول مداخله په افغانستان کی بندول او دوهم د اسلامی نظام قیام چی په هیواد کی عدالت قایم کړی شی بغیرددی دوه کارونو له انجام نه په افغانستان کی سوله نشی راتللای د طالبانو په بی اعتباره کولو ، له صحنی نه لری کولو او ځان ته په تسلیمولو باندی دا جنګ نه ختمیږی بلکه نور به هم په یو ډیر مخوف شکل کی په شدت دوام پیدا کوی افغانانو دا پنځه دیرشه کاله د ۲ میلیونه شهیدانو قربانی ددی لپاره ندی ورکړی چی بالاخره یی پای په دیموکراسی او د کفری نظام په حاکمولو منتج شی بلکه هدف یی په خپل ملک کی داسلامی نظام قایم ده بغیر لدینه په بل څه نه راضی کیږی په افغانستان کی اوسنی جګړه د طالب او امریکا جګړه نده بلکه د افغانستان دمسلمان ملت جګړه د امریکا له کفری طاغوتی او فرعونی لښکرو او نظام او ددوی د لاسپوڅی افغان نظام سره ده چی غواړی افغانان خپل غلامان وګرځوی او هر څه د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف د زور له لاری پری تحمیل کړی طالبان صرف ددی جګړی رهبری په لاس کی لری چی که چیری طالبان ددی رهبری په تول برابر ونه ختل نو ځای به یی بل څوک نیسی جګړه به نه ختمیږی بلکه نور به هم په ډیر شدت دوام پیداکوی او یو وخت به یی اور انشالله امریکا هم په ځان کی رانغاړی سالمه به ترینه پاتی نشی دادی یاد ساتی او د مسلمانانو د خطا ایستلو لپاره ددوی ټولی جعلی او تقلبی پروژی به له ماتی سره مخامخ کیږی ځکه آخر بری د حق ده انشالله و ما ذلک علی الله بعزیز
    ومكروا ومكر الله والله خير الماكرين سوره آل عمران آیت ۵۴

    • خالد صاحب
      به كوتو او قلم مو بركت شه ديره شه تبصره او به حقايقو او واقعيتونو بناء تحليل مو كري .
      مونز دوه مليونه شهيدان ددي لبار ندي وركري جي ديموكراتان شو مونز د اسﻻمي نظام د حاكميت لبارة هر سه كري او كوو به يي نن د جهادي صف رهبري د امارت سره ده او مونز منلي خو خداي مكره درهبري د انحراف به صورت كي به الله تعالى بل سوك مسخر كري خبل دين د ساتني لباره او مونز كه زوندي وو ورسره مل به يو .نظامي مجاهدين د حق متابعت كوي د اشخاصو نه او كجيري د اشخاصو كولي نو دير شخصيتونه شهيدان شول بنديان شول به نظاميانو يي هيس راز تاثير زكه ونكر جي دوي د اشخاصو نه بلكه د حق تابعدار دي .
      د اسﻻمي نظام د حاكميت به هيله

  • خالد صاحب ، ستاسی تبصره ډیره په ځآی او ښکلی تبصره وه ، الله ج دی اجرونه درکړی ، مګر دغه دوه نورو ته حیران پاتی شوم ، خیالونه خو څه کړی چه اسلامی او افغانی نه دی نومونه یی هم افغانی نه دی ، زه په دی هم باور لرم چه خپل نومونه یی د ا نه دی مګر د خپلو افکارو له مخی یی نیک نومونه غوره کړی دی ،
    که مونږ له حالاتو ځان خبر کړو ، زمونږ هیواد اشغال شوی او د کابل اداره هغوی څه له ځانه سره راوستل او څه هغه وحشی جنګ سالاران وو چه زمونږ د مظلوم اولس په وینو تویدولو او بی عزته کیدلو کی یی لاسونو او پښو دواړو ګډون درلود ، د فساد کچه چه دومره لوړه شوی دا تصادفی نه ده ، د فساد په اوږدو کی اشغلګر مونږ استثمارولی او غلامولی شی که فساد ختم شو استعمار ختم شو اسلام نظام به قایم او حاکم وی .
    یعنی د کابل اداری ته چه د دی خاروی د دشمنانو سره د ناوی په شکل راوړل شول ، دوی افغانی او انسانی هویت نه لری څوک چه افغانی او اسلامی هویت نه لری هغوی د خبرو کولو وړتیا هم نه لری . که دا ومنو چه طالبان ورسره د دی وینو تویولو د مخنیوی په خاطر خبرو کولو ته تیا ر هم شی د وی غلامان دی ، غلامان کله د خبرو کولو صلاحیت لری ، هغه څه به وایی او کوی چه د بادارانو له خوا ورته ویل کیږی نو بیا ولی دا خبری د هماغه بادارانو سره ونه شی ،
    دا چه نړیوال شیطانی نظام هڅی لری چه دخبرو کولو څخه هم د سطرنج تخته یا لوبه جوړه کړی ، یعنی د دی خبرو خپرو په واسطه هغه لاسته راوړنی تر لاسه کړی چه په جنګ کی یی نه وی تر لاسه کړی یا نشی تر لاسه کولی نو بیا د ا خو د روغی جوړی خبری نه دی اخلاص او اصلاح پکی نشته د چل او فریب کارو سره خبری نه کول ډیره ګته لری ، دوی په دی هڅو کی دی چه طالبان وویش او یا داعش په شان خلکو سره یی په جنګ واچوی نو د داسی انسانانو سره د چه د انسانانو په قیافه او جامه کی شیطانان دی خبری کول ورسره د وخت ضیاع ده .