نظــر

مړى چې خداى شرموي نو په پتارۍ …. وكړي

له تېرې يوې نيمې مياشتې راهيسې د غزني، اندړو ولسوالۍ څخه په رسنيو كې داسې راپورونه خپرېږي چې ګنې د طالبانو پر وړاندې ولس پاڅون كړى دى او له هغوى سره يې وسله والې نښتې كړې دي او له خپلو كليو يې پسې اخيستي دي.
دا چې ولې، حقيقت تر تور غلاف لاندې ساتل كېږي او يو شمېر مشهورې او نړيوالې رسنۍ مو هم په افواهاتو او د اجتماعي شبكو لكه (فيسبوك او ….) پر مخ د څو بې مسووليته كسانو په ګمراه كوونكو تبلغاتو او كنځاوو اكتفا كوي؟
څو ورځې مخكې مې په نن آسيا ويبپاڼه كې د همدغې موضوع په اړه يوه ليكنه ولوستله چې روان جريان يې په ډېره ښه توګه واضيح كړى و، او په ياده سيمه كې يې د ټولو شته حقايقو له مخه هغه توره پرده پورته كړې وه چې غربي او داخلي رسنۍ يې اوس هم غواړې پټ يې وساتي.

په هغې ليكنه كې ليكوال ليكلي و چې په سيمه كې روان جنجال د حزب اسلامي د پاتې شونو له خوا رامنځ ته شو، د ولسي پاڅون رنګ يې وركړ خلكو ته يې داسې ښودله چې ګوندې عام خلك د طالبانو د هغه اقدام پر وړاندې مبارزه كوي چې مكتبونه يې د زده كوونكو پر مخ تړلي دي.
څو ورځې مخكې د يادې سيمې له يوتن سره په دوبۍ كې چې نوى له يادې سيمې راغلى و، مخ شوم، په خبرو خبرو كې مې په سيمه كې د روانې وضعې په اړه وپوښتل، نومړي لومړى خپل ځان غلى ونيو ويل يې څه يې كوي داسې څه روان دي چې سړى يې نشې ويلاى، خو زما په بيا بيا ټينګار نوموړي كيسه داسې راته پيل كړه:
د تېر كال له منې راهيسې د حزب اسلامي څو هغه كسان چې پخوا يې د طالبانو په ليكو كې كار كاوه له طالبانو سره د كومو ملحوظاتو پر سر كومه شخصي لانجه را منځ ته شوه، طالبانو هغوى ته وويل چې وسله دې كېږدي نور دې د دوى په ليكو كې كار نه كوي، خو تر څه وخت وروسته دغو كسانو بيا وسله راوخيسته خو دا ځل يې وسله د دې لپاره نه ده په اوږه كړه چې د مشترك د ښمن (امريكايانو او نورو غربيانو) پر وړاندې وجنګيږي بلكې له طالبانو سره يې راوخيسته، د دوى دغه كار د خلكو په مشكلاتو څو برابره نور هم ور زيات كړل، اوس مهال خبره دې اندازې ته رسيدلې ده چې خلك له يوه كلې بل كلې ته آرام نشې تلاى هره لحظه د جګړې وېره وي.
ما ورنه وپوښتل چې خلك خو دلته وايي عامو خلكو د طالبانو پر وړاندې قيام كړى، او تر لسو له زياتو كليو يې طالبان شړلې دي، دا څومره حقيقت لري، نوموړي وويل: نه عام خلك را پورته شوي دي او نه هم څوك غواړي چې خپل كلى او كور دې د يوه نامعلوم هدف لپاره په خطر كې واچوي، كوم كسان چې راپورته شوي دي ټول حزبيان دي، او د هغوى اولادونه دي يوڅو داسې نور كسان به يې هم غولولې وي چې له حزب سره تړاو نه لري.
ما بيا هم ټينګار وكړ چې ته په څه دليل وايي چې ولس يې پر وړاندې نه دى را پورته شوى؟ نوموړي وويل: كه ولس راپورته شواى واى، نو د روضې، غزني د مركز، وردګو او داسې نورو سيمو وسلا والو ته هلته څه اړتيا وه، آيا څوك غواړې چې د خپل كور پر بام دې د خپل قوم او سيمې دباندې پردى سړى ودروي؟
ما ورنه بله پوښتنه وكړه، چې ستا په نظر دغه كسان چې اوس راپورته شوي دي او د طالبانو پر وړاندې جګړه كوي څوك دي؟ نوموړي بيا هم زړه نا زړه وويل، خير چې نه مې پرېږدې په يوه شرط به هغه ټوله كيسه درته بيان كړم چې ريښتيا په سيمه كې څه روان دي، ما هم ورسره ومنله او ورته ومې ويل چې شرط دې ووايه، نوموړې وويل شرط دا دى چې كه بل چاته دا كيسه كوې زما نوم به ورته نه اخلې ما هم قبوله كړه نو ځكه يې دلته د نوم له ويلو تېرېږم، نوموړې كيسه داسې پيل كړه:
له تېر منې راهيسې په كابل كې د فيضان الله فيضان، مامور جبار او يو شمير نورو پخوانيو جهادي قوماندانانو له امريكايانو او دولت سره د پيسو په بدل كې ژمنه كړې وه چې د اندړو او څو نورې ولسواليانې به د طالبانو له منګلو باسي، نو د همدې پروژې د عملې كولو لپاره يې په سيمه كې پټې غونډې پيل كړې، او كله كله به يې خپل ارتباطي كسان كابل او غزني ته ورغوښتل، خو بيا هم دا ډېره سخته خبره وه چې د طالبانو پر وړاندې په سيمه كې داسې يو وسله وال حركت پيل كړي.
له څه وخت وروسته يې د دغې پروژې د پيل لپاره همدا كسان چې پخوا يې په طالبانو كې فعاليت كاوه وګمارل، ځكه د هغوى پر وړاندې په طالبانو كې دومره بد بينې نه وه موجوده چې هغوى به د دوى پر خلاف جګړې ته چمتو كېږي، طالبان هم له دې جرياناتو خبر وو، خو دومره سخته يې نه ګڼله او په دې يې باور هم نه كاوه چې داسې كسان به د دوى پر وړاندې خنډ جوړوي چې تر وروستيو پورې د دوى په ليكو كې وو، خو كله چې دوى په سيمه كې د طالبانو پر وړاندې تبليغات پيل كړل، طالبان هم متوجه شول، څو ځله يې ورنه غوښتنه وكړه چې وسله دې پر ځمكه كېږدي، د دغه كار عواقب به بيا ډېر سخت وي، خو دوى په دې خبره غوږ ونه ګراوه، خپل فعاليت يې همداسې جاري وساتل،  په پاى كې طالبانو له نوموړو كسانو څخه يو كس ونيو او له ځان سره يې بندي كړ، ترڅو په دوى فشار واچوي چې له فعاليته تير شي.
خو داسې ونه شول، نوموړو كسانو خپل فعاليت په څرګند ډول د طالبانو پر خلاف پيل كړ او د پايندي په نوم كلى يې د خپل دغه فعاليت مركز وټاكه، د طالبانو له بيا بيا غوښتنو سره سره هم دوى حاضر نه شول چې وسله دې پر ځمكه كېږدي.
تر دې وروسته د دواړو ډلو تر منځ په ياد كلي كې لومړنۍ جګړه وشوه چې د څو تنه طالبانو او د حزب اسلامي ډلې د يو تن په وژل كيدو پاى ته ورسيده.
او تر هغه وروسته يې بيا هم تر منځ څو وړې او لويې جګړې رامنځ ته شوې چې يوه اوږده نښته يې د قدم خيلو په كلې كې وه، هلته هم د حزب اسلامي ډلې او طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.
دغه كس وويل چې اوس هم هر ساعت د دې دواړو ډلو تر منځ په سيمه كې د جګړې امكان شته، له همدې امله يې خلك په سخت مشكل كې اخته كړې دي.
نوموړي زياته كړه، په دې وروستيو كې د يادې ولسوالۍ په څو نورو برخو كې هم د دغې پروژې روزل شوو كسانو چې پخواني قوماندانان ول، غوښتل يې ورته عمل وكړي، د طالبانو پر وړاندې راپورته شي، خو طالبانو وخت ورنه كړ له هغې جملې يې څلور قوماندانان ووژل، او پاتې كسان يې هم له سيمې څخه وتښتيدل.
ما ورنه وپوښتل چې خلك خو وايي، دا ولسي پاڅون دى يانې خلك د طالبانو پر وړاندې راپورته شوي دي، نوموړي وخندل او ويې ويل خلك دومره ساده ګان هم نه دې چې خپل كور ته دې په لوى لاس جګړه راوړي، را پورته شوې خلك ټول د يادې پروژې په حزب اسلامي پورې تړلي كسان دي چې غواړې ياده سيمه د دولت تر كنټرول لاندې كړي، حكومت په پوره توګه د دغې ډلې ملاتړ كوي، او له كله چې دوى په په كومو كليو كې پراته دي څو ځله هليكوپترې ورته كينستې دي، خداى خبر چې څه به يې ورته راوړې وي خو خلك داسې وايي چې وسلې او مهمات يې ورته راوړې ول.
له دغه كس سره مې خبرې په همدې ځاې پاى ته ورسولې، خو بيا مې هم څه ناڅه شك كاوه له ځانه سره به مې ويل چې ورځه دا به په ريښتيا عام خلك راپورته شوي وي، خو دا شك مې د تاندې ويبپاڼې دغه خبر لرې كړ او د هغه كس په خبرو مې پوره يقين شو چې ويل يې په اندړو كې راپورته شوې كسان د حزب اسلامي ډلې كسان دي، په تاند ويبپاڼه كې د يو خبر غنوان مې داسې تر سترګو شو: (په غزني کې د طالبانو او حزب اسلامي ترمنځ نښتې روانې دي)
دغه خبر په دغه لينك كتلى شئ:
http://taand.com/index.php?mod=article&;cat=taandd&article=33666
د تاند په خپاره شوې خبر كې د ولسي پاڅون دروغجنه داعيه پخپله د همدغې ډلې له لورې تكذيب شوې ده، په خبر كې راغلي دي: (په داسي حال کې چې د غزني له اندړ ولسوالۍ څخه ورکړای شوي راپورونه وايي چې د دولت د وسله والو مخالفانو پر ضد ولسي پاڅون دوام لري، د حکمتیار اسلامي حزب وايي چې په دې ولسوالۍ کې د دوی او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.)
د خبر په ادامه كې راغلي دي: (….د حزب اسلامي د غزني د ولایتي شورا له لوري په یوه خبرپاڼه کې هغه طالبان چې د دوی پرضد جنګېږي د طالب په نوم پلورل شوي عناصر بلل شوي دي.
په خبرپاڼه کې بیا بیا د حزب پرضد جنګېدونکو طالبانو ته په اشارې ویل شوي چې هغوی د امریکا خاص ځواکونه(سپېشل فورس) او یا هم اربکیان دي.)
د دغه خبر په لوستلو مې د هغو كسانو ګمراه كوونكي پروپاګند او تبليغات چې په اندړو ولسوالۍ كې يې د دولت او امريكايانو په پلوۍ يې له طالبانو سره د حزب اسلامي جګړه ولسي پاڅون باله، يو پخوانۍ سيمه ييز متل را ياد شو چې وايي (مړى چې خداى شرموي نو په پتارۍ ….. وكړي).#
پاى
په درنښت: ابو منصور

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x