fbpx

پکتیا: زرمت کې د پوليسو او اربکيانو پر ګډ مرکز موټر بم بريد شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): تېره مازیګر د پکتیا په زرمت ولسوالي کې د اربکيانو او پوليسو پر ګډ مرکز موټر بم بريد شوی چې دروند زيان يې اړولی دی.

د پکتیا چارواکي وايي چې تېر مازيګر شاوخوا شپږ نیمې بجې د ملي او محلي پوليسو په ګډ مرکز بريد وشو، چې يو نیم ساعت يې دوام وکړ.

د پکتیا امنیه قومندان زلمی اورياخېل وايي چې لومړی يوه سرتيري بريدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر له یاد مرکز سره وجنګاوه او ورپسې نښته پیل شوه.

نوموړي په دې جګړه کې يوازې د څلورو پولیسو ټپي کېدل منلي دي او ويلي يې دي چې نهه تنه طالبان يې وژلي دي.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه د امنیه قومندان د څرګندونو پر خلاف لیکلي چې په دې بريد کې يې لسګونه اربکيان او پولیس وژلي دي.

مجاهد وايي چې د دوی ملګرو د زرمت په هستوګنه سیمه کې د اربکيانو او پولیسو پر دې ګډ مرکز لومړی بريد وکړ او ور پسې يې نښته پيل کړه، چې د ولسوالي له لوري مرستندوی کتار يې هم ځپلی دی.

مجاهد د تر ماښام پورې د جګړې پخلی کړی دی او تازه جزييات يې لا رسنیو سره نه دي شریک کړي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې طالبانو دغه مرکز سخت زیانمن کړی دی او ګڼ پولیس او اربکيان يې وژلي دي.

د هستوګنې یو تن قومي مشر د نن ټکی اسیا سیمه ییز همکار ته د نوم نه ښودو په شرط وویل چې دوی د دې مرکز پر ویجاړېدو خوښ دي او په خبره يې د اربکيانو له شره يې له ژونده زړونه تور شوي.

دغه مشر وايي چې د هستوګنې ټول اوسېدونکي د اربکيانو له وحشت او بد اخلاقي سخت په تنګ دي، څو ځلې د ولایت مرکزته شکایتونه وړي دي، خو د دې پر ځای چې ملاتړ يې وشي پر بېلابېلو نومونو تورن شوي دي.

ياده دې وي د اربکيانو پر وړاندې د طالبانو په همکارۍ د ولسي قيامونو په پایله کې د کندوز چهاردره او دشت ارچي او د ميدان ودرګو په جلريز کې اربکيانو خونړۍ ماتې وخوړلې او ګڼې سیمې يې له واکه ووتې.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

زما په خیال چه د کابل غلامی اداری د مرګ د مخنیوی جامی له کومه ځآیه رانیولی ، هر کله چه مجاهدین ورباندی سرتیری یرغل وکړی نظام قراول یی ورله والوځوی ، نور دننه ننوځی او په هر ژوندی شی چه وربرابریږی وژنی یی ، هغوی د ځان سره داسی څه لری چه د مرګ سره نوره لویه ساحه هم تخریب کړی او سره د دی ټولو د کابل ښکرور دروغ بیا داوی چه د یرغلګرو په وژلو عملیات پاتی ته ورسیدل ، یا وایی چه یو ماشوم او یوه ښځه مړه ده ، یا وایی چه دری کسان سرسری… نور لوستل »

عبدالکریم
میلمه
عبدالکریم

دا بیشرمہ ادارہ دہ شرم حیاغیرت جرات ناموس نلری ھروقت پردوءی حملہ وسی دوی نمری جہاز یہ ولویژہ دوی نمری خنزرااربکیان یہ مڑسی دوی نمنی ھروقت طالبان شیراج وی داخبیثان بچوی داٹول دہ فرعون اودہ نمرود اولادہ دہ ولی فرعون بہ موسا علیہ وسلام تہ بی ویل تہ پہ زمکی فسادجوڑوی نو داخبیثان ھم وای طالیان پہ افغانستان کی فسادجوڑوی وسلام دہ نن ٹکی اسیا کارکونکو