پکتیا: زرمت کې د پوليسو او اربکيانو پر ګډ مرکز موټر بم بريد شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): تېره مازیګر د پکتیا په زرمت ولسوالي کې د اربکيانو او پوليسو پر ګډ مرکز موټر بم بريد شوی چې دروند زيان يې اړولی دی.

د پکتیا چارواکي وايي چې تېر مازيګر شاوخوا شپږ نیمې بجې د ملي او محلي پوليسو په ګډ مرکز بريد وشو، چې يو نیم ساعت يې دوام وکړ.

د پکتیا امنیه قومندان زلمی اورياخېل وايي چې لومړی يوه سرتيري بريدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر له یاد مرکز سره وجنګاوه او ورپسې نښته پیل شوه.

نوموړي په دې جګړه کې يوازې د څلورو پولیسو ټپي کېدل منلي دي او ويلي يې دي چې نهه تنه طالبان يې وژلي دي.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه د امنیه قومندان د څرګندونو پر خلاف لیکلي چې په دې بريد کې يې لسګونه اربکيان او پولیس وژلي دي.

مجاهد وايي چې د دوی ملګرو د زرمت په هستوګنه سیمه کې د اربکيانو او پولیسو پر دې ګډ مرکز لومړی بريد وکړ او ور پسې يې نښته پيل کړه، چې د ولسوالي له لوري مرستندوی کتار يې هم ځپلی دی.

مجاهد د تر ماښام پورې د جګړې پخلی کړی دی او تازه جزييات يې لا رسنیو سره نه دي شریک کړي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې طالبانو دغه مرکز سخت زیانمن کړی دی او ګڼ پولیس او اربکيان يې وژلي دي.

د هستوګنې یو تن قومي مشر د نن ټکی اسیا سیمه ییز همکار ته د نوم نه ښودو په شرط وویل چې دوی د دې مرکز پر ویجاړېدو خوښ دي او په خبره يې د اربکيانو له شره يې له ژونده زړونه تور شوي.

دغه مشر وايي چې د هستوګنې ټول اوسېدونکي د اربکيانو له وحشت او بد اخلاقي سخت په تنګ دي، څو ځلې د ولایت مرکزته شکایتونه وړي دي، خو د دې پر ځای چې ملاتړ يې وشي پر بېلابېلو نومونو تورن شوي دي.

ياده دې وي د اربکيانو پر وړاندې د طالبانو په همکارۍ د ولسي قيامونو په پایله کې د کندوز چهاردره او دشت ارچي او د ميدان ودرګو په جلريز کې اربکيانو خونړۍ ماتې وخوړلې او ګڼې سیمې يې له واکه ووتې.

تبصرې (2)

  • زما په خیال چه د کابل غلامی اداری د مرګ د مخنیوی جامی له کومه ځآیه رانیولی ، هر کله چه مجاهدین ورباندی سرتیری یرغل وکړی نظام قراول یی ورله والوځوی ، نور دننه ننوځی او په هر ژوندی شی چه وربرابریږی وژنی یی ، هغوی د ځان سره داسی څه لری چه د مرګ سره نوره لویه ساحه هم تخریب کړی او سره د دی ټولو د کابل ښکرور دروغ بیا داوی چه د یرغلګرو په وژلو عملیات پاتی ته ورسیدل ، یا وایی چه یو ماشوم او یوه ښځه مړه ده ، یا وایی چه دری کسان سرسری ټپیان شوی دی ، خو د کال په اخره کی چه دخپلو عسکرو ټول تلفات ښیوی کله وایی چه دا کال کی پنځلیس او یا شل زره کسان وژل شوی او څومره چه طالبانو ته تښلیم شوی او څومره د وسلو سره تښتیدلی هغه لا بیله احصایه ده چه شمیر د ټولو عسکرو او بولیسو دریمی برخی یا څلورمی برخی ته رسیږی ، مګر دوی یی اشغلګرو ته نه اعلانوی معاشونه یی ورله خپلو جیبونو کی اچوی .
    دروغ هم خپله کچه لری ، نه داسی دروغ چه دوی خپله پری هم پوهیږی چه خلک د دوی په دروغو پوهیږی دا خو د خلکو په سترګو کی خاوری دوړول دی ، د بادارانو الوتکی او یا ټانکونه چه به د طالبانو پواسطه منهدم شول هغوی به هم داسی ښکرور دروغ ویل چه تخنیکی عوارضو له امله الوتکی یا تانک سقوط وکړو ، د هوا د خرابوالی له امله ، د نامعلومو دلایلو له امله یی سقوط کړی مګر د طالبانو له خوا نه دی او دی ته ورته ګډی وډی به یی ویلی ، که فقیر سړی د لوږی یا تندی یا نورو ستونزږ د لرلو له امله دروغو ته مجبور شی ، اول خو هغوی کوچنی او ضروری دروغ وایی او داسی دروغ وایی چه مخاطب په ځان مهربانه کړی او څه مرسته ورسره وکړی یعنی دروغو کی یی وزن وی .
    فقیر کی دروغ وایی او خلک یی په دروغو پوه هم شی خلک فکر کوی چه دا یی د مجبوری له مخی ویلی یعنی دخلکو په نظر کی حقیر نه معلومیږی مګر یو موړ ، زوراور او ظالم سړی چه دروغ وایی د قدرت سره د هغو دروغ ویل د نړیوالو او هیوادوالو په نظر کی ډیر حقیر معلومیږی او دا ثابتوی چه دوی له فقیرانو هم ښکته او ذلیله دی ، چه د تول زور او توانایی سره بیا هم دروغ او هغه هم پرله پسی او ښکرور دروغ . دا معنی چه الله ج دوی سره د زوره ذلیله کړی ، بیا تاسی د طالبانو خبرونه او ویناوی تعقیب کړی په یوه خبره کی هم دروغ نه وی مګر په هغه څه کی چه اسلام ورته جنګی حالاتو کی د دروغو ویلو جواز ورکړی وی ، سره د دی چه د طالبانو شمیر ، د طالبانو بودیجه ، وسلی او وسایل د دوی سره حتی د مقایسی وړ هم نه دی ، مګر بیا هم طالبان بریاوی او دوی ماتی تر لاسه کوی که دا د طالبانو حقانیت او د دوی ظلم او وحشت نه به ډاګه کوی نور څه دی داچه د طالبانو په ځای دوی مهار شول دا که معجزه نه ده نو څه ده ، دوی ولی دا حالات نه سنجوی ، تر څو به دا دروغ او ګډی وډی وایی زمونږ هیواد والو ، خپلو هیوادوالو او نړیوالو ته خو یی پرټوګ په زمکه پروت دی د مورال خو یادونه هم مه کوه مګر د نړیوال شرمونو سره مخ شول مګر الله ج په دی معنوی ځانوزنو کی ساتلی دایی د دی ژوند د حقارت او سپکوالی سزا او دا چه هغه بل ژوند کی مونږ او دوی پوهیږو چه د وی به دایمی جهنم کی وی او د دی ژوند د وحشت او مظالمو بیه به پری کوی . الله ج دی سالم او در وغ عقل انسانان د دوی له برخه لیکه وساتی امین

  • دا بیشرمہ ادارہ دہ شرم حیاغیرت جرات ناموس نلری ھروقت پردوءی حملہ وسی دوی نمری جہاز یہ ولویژہ دوی نمری خنزرااربکیان یہ مڑسی دوی نمنی ھروقت طالبان شیراج وی داخبیثان بچوی داٹول دہ فرعون اودہ نمرود اولادہ دہ ولی فرعون بہ موسا علیہ وسلام تہ بی ویل تہ پہ زمکی فسادجوڑوی نو داخبیثان ھم وای طالیان پہ افغانستان کی فسادجوڑوی وسلام دہ نن ٹکی اسیا کارکونکو