د نن سرلیکنه

د اسلام آباد له وروستۍ ناستې څخه څه هیله کیدای شي؟ – سرلیکنه

وړمه ورځ اسلام آباد ته څیرمه د مري په تفریحي سیمه کې د پاکستان په کوربه توب د کابل حکومت او د طالبانو د یو شمیر غړیو ترمنځ د سولې د مخامخ خبرو په نوم غونډه ترسره شوه.

دا غونډه چې له سره په ابهاماتو پیل وه، موخې یې مبهمې او پایلې یې هم همداسې مبهمې اعلان شولې.
ټول هغه څه چې له دغې غونډې څخه معلوم دي هغه دا چې دا یوه داسې ناسته وه چې د کابل د ګډ حکومت د یوې برخې او د طالبانو په نوم د ځینو داسې غړیو له لوري چې د هغوی نومونه نه د طالبانو دسیاسي څانګې په غړوکې شتون لري او نه یې په دغه تر سره کړي ماموریت کې د مسؤلې څانګې تائید له ځان سره لرلی دی.


دغونډې له زماني او مکاني ظروفو او شرائطو څخه داسې ښکاري چې هغه هم د کابل د ګډ حکومت د یوه لوري او اسلام آباد ترمنځ د هغو مخفي سازشونو تسلسل وي کوم چې په دې وروستیو کې د کابل او آی ،اس آی ترمنځ د استخباراتي تفاهم نامي په بڼه لاسلیک شوې.


یاده تفاهمنامه هم د مبهمو جهاتو ، مبهمو موخو او په داسې مبهم ډول لاسلیک شوې چې کابل چارواکي یې له لاسلیکولو څخه هم منکر، خو پاکستاني لوري او یو شمیر رسنیو یې جزئیات افشاء کړل.


د اسلام آباد په کوربه توب دا غونډه هم دکم او کیف له لحاظه هماغې استخباراتي تفاهمنامي ته ورته ده چې له سره تر پایه له ابهاماتو ډکه او د هیواد د علیا مصالحو د تحقق ورکې هیڅ څرک نه تر سترګو کیږي.


دا ډول غونډې چې معمولا د ځینو جهاتو له لوري د سیاسي او مالي باج ګیري وو او د ځینو شخصي مفاداتو په غرض ترسره کیږي د افغان ولس د هیڅ مصلحت هیله نشي تري کیدلای او د افغاني لانجې د هواري پر ځای د هغې د لا بحراني کولو لامل ګرځي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوی دیوبندي

دپاکستان په لاس صلحه نشي راتلای. اوهغه خلګ به اوس څه جواب راکوی چي ویل بیی طالبان دپاکستان خلګ دي طالبان ازادمستقل دسرپه بایه ازادي غوشتونکي خلګ دي مه دپاکستان مکارپه پریبومه خطاوزي افغانانوورنړو.

مولوی دیوبندي

دپاکستان په لاس صلحه نشي راتلای. اوهغه خلګ به اوس څه جواب راکوی چي ویل بیی طالبان دپاکستان خلګ دي طالبان ازادمستقل دسرپه بایه ازادي غوشتونکي خلګ دي دپاکستان مکارپه پریبومه خطاوزي افغانانوورنړو.

عبدالرحمان حکیمی

د محترم بارکزی صاحب لیکنه ترډیره حده بوری حقیقت لری . ځکه چی داسلام آباد د ناستی اړوند د طالبانو د سیاسی دفترله خوا هیځ نوع اشاره وجود نلری . کله چی په قطر کی د طالبانو له خوا رسمی سیاسی ادرس معلوم شو نو پکارده چه د هغوی سره د ناستی او یا مفاهمی لپاره هره طرحه او هځه باید د همدغه مشخص ادرس له لوری تایید کړه شی . د طالبانو په هکله که افغانی طالبان دی او که د هغوی ملګری د نورو هیوادونو ځخه دی ، دغه حقیقت اوس بالکل ځرګند دی چه د هغوی تعلق… نور لوستل »

عبدالقهار

د سولی خبره د طالبانو مشرانو پوری تړلی ده چی کوی یی که نه خو دوی ته پکار ده چی پوره شفافیت نه کار واخلی کله وایی چی دا د قطر د دفتر غړی نه دی او بیا د رهبری شوری کسان پکی موجود دی دی ته یی فکر نه دی او ملت ته داسی وښیی چی ګویا دا هسی ډرامه ده او د طالبانو کار نه دی بیا د ملا عمر مجاهد په نامه اختر مبارکی کی د سولی د جواز او هغه ته د میلان خبری راشی . والله په ملت باندی خبره ډیر ه ګډه وډه شوی… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x