نظــر

د اسلام آباد خبرې ولې سوله نشي راوستلای؟

اجمل شمس

وړمه ورځ د جولای په شپږمه د افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین، حکمت کرزی د سولې شوری له څو اعضاو سره اسلام اباد ته ورسېد. ویل کېدل چې له طالبانو څخه د ملا عباس اخوند په نامه څوک له کرزي سره په خبرو کې اشتراک کوي. د دې ناستې له پای سره سم ټولو رسنیو داسې راپورونه ورکړل چې دا د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د پاکستان په کوربه توب د سولې لومړنۍ خبرې وې. افغانان چې سولې ته تږي دي، هره ورځ جګړه او چاودنې يې ژوند تهدیدوي، نو ځکه یې د دغې ناستې ډېر تود هرکلی وکړ.

مګر دا خبره ټولو هېره کړې وه چې سوله خو پاکستان سره نه کېږي. د سولې جهت خو پاکستان نه دی. مقابل جهت څوک دی؟ له چا سره خبرې روانې دي؟ دا ټول مبهم او بې جوابه سوالونه همداسې بې جوابه پاتې شول. د خبرونو پر اساس په دې ناسته کې درې هغه پخواني طالبان اشتراک کوي چې تېره میاشت د چین په اورمچي کې د پاکستان استخباراتو له معصوم ستانکزي سره کښېنول. پاکستان غوښتل چې دا خلک یو ځل بیا کښېنوي او د اشرف غني له حکومت څخه نور امتیازات هم واخلي، چې طالبانو د رسمي اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د سیاسي مسئلو ټول صلاحیت او واک په قطر کې له سیاسي دفتر سره دی. په حقیقت کې طالبانو وغوښتل په اشاره سره چین او نور لوبغاړي پوه کړي چې په دې ناستې خپل وخت ضایع او حیثیت ته ضربه ونه رسوي. ځکه چین په منطقه کې یو مهم هېواد دی او طالبان ورسره ښه روابط هم لري. کله چې چین د طالبانو اعلامیه وکتله، پوه شو چې دا د پاکستان له خوا راپیل شوې لوبه ده او ګټه دومره ده چې پاکستان به د غني حکومت د یو څه نور وخت لپاره هم وغولوي. طالبانو د اسلام اباد د ناستې په اړه هم همداسې یوه بله خو د هغې په نسبت لنډه علامیه خپره کړه.

د طالبانو اعلامیه

طالبان چې لا یې هم د ځینو غړو کورنۍ په پاکستان کې د افغان مهاجرینو په توګه ژوند کوي، نه غواړي مخامخ له پاکستان سره ښکاره ټکر وکړي. د اسلام اباد د خبرو او ناستې په باره کې چې دوی کومه اعلامیه خپره کړې ده د دې حقیقت ښه بیانوونکی دی.

طالبانو په خپله اعلامیه کې لیکلي: « په همدې اساس له دې وروسته د اسلامي امارت د ټولو خارجي او داخلي سیاسی چارو مسولیت یوازې د اسلامي امارت سیاسي دفتر ته سپارل شوی، سیاسي دفتر پوره واک او صلاحیت لري چې له حالاتو او شرایطو سره سم، کله او په کوم ځای کې چې وغواړي، له خارجي او داخلی اړخونو سره د اسلامي اصولو او ملي ګټو په نظر کی نیولو سره مذاکرات وکړي او یا یې هم متوقف کړي» .

طالبانو خو له پخوا څخه د سیاسي چارو مسئولیت په قطر کې سیاسي دفتر ته سپارلی و، ولې اوس بیا د یوې اعلامیې په نشرولو سره دا خبره تکراروي؟ د دې سوال جواب کولای شي د اسلام اباد د خبرو په اړه د طالبانو دریځ معلوم کړي. سربېره پر دې د طالبانو د سیاسي دفتر نمایندګان چې کله کوم خارجي هېواد کې کومې ناستې ته وینا وکړي او یا کوم بهرني جهت سره خبرې وکړي، د وینا متن او د خبرو اجندا د طالبانو د رسمي سایټ، الامارة له خوا نشرېږي. د مثال په ډول په مۍ میاشت کې د طالبانو د قطر دفتر رئیس سید محمد طیب آغا د اسلو نړیوال فورم ته وینا وکړه. د هغه د وینا متن د الامارة ویب پاڼې له خوا نشر شو. اوس طالبان ولې د سیاسي چارو صلاحیت او د ملاقاتو واک یوازې او یوازې سیاسي دفتر ته سپاري او همدا یوازنۍ دفتر مسئول بولي؟

طالبانو ځکه په دې نوې اعلامیې کې دا خبره بیا تکرار کړه چې په پاکستان کې ځینې پخواني طالبان شته چې په افغانستان کې یې ژوند له تهدید سره مخ دی، هلته مېشت دي. د دغو کسانو اکثر د طالبانو په تشکیلاتو کې هم څه خاصه دنده او مسئولیت نه لري. اوس پاکستان دغه کسان د خپلو خاصو مشکلاتو په اساس د خبرو مېز ته راولي او داسې ښيي چې دوی د طالبانو اصلي غړي دي. په دې کار سره په کابل کې خوشباوره غني نور هم د پاکستان په دام کې کېوزي. او دنیاوالو ته هم ښيي چې طالبان یوازې او یوازې زه خبرو ته کښينولای شم. طالبانو ځکه په علامیه کې دغو خبرو ته مشخصه اشاره نه ده کړې چې اوس هم په پاکستاني زندانونو کې ډېر طالبان بندیان دي او د ځینو طالبانو کورنۍ په پاکستان کې اوسېږي، د دې لپاره چې د دغو طالبانو ژوند پاکستان تهدید نه کړي، طالبانو په اعلامیه کې اشاره کړې چې د سیاسي ملاقاتو صلاحیت یوازې سیاسي دفتر سره دی. د اسلام اباد په خبرو کې د طالبانو له سیاسي دفتر څخه هېچا اشتراک نه دی کړی. بلکه د سیاسي دفتر ویاند دکتور محمد نعیم وردګ دا خبره بلکل رد کړې ده چې د سیاسي دفتر کوم غړی دې په مذاکراتو کې حضور ولري. کله چې ذبیح الله مجاهد وايي چې د سیاسي ملاقاتونو او سفرونو صلاحیت یوازې او یوازې له سیاسي دفتر سره دی او دکتور محمد نعیم وردګ وايي چې د اسلام اباد په خبرو کې د سیاسي دفتر کوم غړي حضور نه لري دا خبره واضح کېږي چې د اسلام اباد خبرو لړۍ د پاکستان لوبه ده چې له یوه طرف نه په دې کار سره د قطر دفتر کم رنګه ښيي او له بل طرف نه د اشرف غني له حکومت نه امتیاز اخلي. د غني حکومت چې د پاکستان په اړه سم شناخت نه لري، د پاکستان په هر عادي دام کې نښلي او غولېږی.

«که سوله غواړې، له پاکستان نه لرې شه»

تیره هفته د سبا فکر د بحثونو سلسله کي په پاکستان کې د طالبانو د حکومت سفیر ملا عبدالسلام ضعیف صاحب بلل شوی و. ضعیف صاحب له ولسمشر اشرف غني سره د سولې په اړه د خپلې لیدنې خبره وکړه. ملا ضعیف ویل، غني ته مې وویل که واقعي او حقیقي سوله غواړې، نو له پاکستان څخه لرې شه.

ضعیف صاحب واقعا دپلمات دی. پاکستان کې يې کار کړی. د پاکستان او طالبانو اړیکې ورته معلومې دي. د غني او اتمر په نسبت پاکستان ډير ښه په جزیاتو سره پېژني. ضعیف تر هر څه مخکې اشرف غني ته دا خبره ښه واضحه او صریحه کړې وه چې که رښتیا هم سوله غواړې د پاکستان پر ځای یو ملي محور تشکیل کړه چې په رښتیا سره ازاد او بې طرف وي. یو ملي محور کولای شي طالبانو سره د سولې خبرې وکړي. که غواړي خپله خوښه وتپې، سوله په دې رقم سره نه راځي.

اوس چې د اشرف غنی خوشباوري ګورم د ضعیف صاحب نصیحتونه مې ذهن ته راځي. د اشرف غني نیت او اراده ښيي چې د سولې اراده نه ده. غني چې هر وخت تاکید کوي چې د قوي موقف نه به سوله کوي، دا پخپله د جنګ جنګړې په معنی دی.

د اسلام اباد خبرې ولې سوله نشي راوستلای؟

پورته چې کوم دلایل ذکر شول دا ټول ښيي چې د اسلام اباد خبرې د پاکستان له خوا نوې لوبه او د غني د خوشباورۍ په وجه پیل شوې ده. دا لوبه ځکه سوله نه شي راوستلای چې د مذاکراتو او اوربند صلاحیت له قطر دفتر سره دی او که چېرته ضرورت شي د قطر سیاسي دفتر دا صلاحیت لري چې اوربند اعلان کړي. ځکه موږ ولیدل چې تېر کال په مۍ میاشت کې د قطر دفتر له امریکایانو سره غیر مستقیمې خبرې وکړې چې په نتیجه کې يې د طالبانو پنځه لوړپوړي چارواکي له ګوانتانامو څخه ازاد شول او په مقابل کې يې امریکایي بندي طالبانو په خوست کې امریکایي سپېشل فورس ته وسپاره. له دې کامیابو مذاکراتو څخه دا خبره جوتېږي چې د مذاکراتو، اوربند، تبادلې ټول صلاحیت په قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره دي او که له دې ادرس نه بغیر څوک د سولې خبرې کوي یا چا سره کېني نتیجه هماغه راوځي چې د کرزي به دیارلس کلونو حکومت کې شول. کرزي هم د سولې کیلي پاکستان سره بلله، خو پاکستان هېڅ هم ونه شول کولای. پاکستان دومره وکړل چې د کوټې په دوکاندار یې د ارګ چکر وواهه.

که چېرته داسې فرض کړو چې همدا کسان چې پاکستان د کابل حکومت له استازو سره کښېنول، دوی په زور راوستل شوي دي. په زور به سړی مذاکراتو کې کښېنول شي، خو جنګ په زور کله ختمېږي. د طالبانو مقاومت که په زور ختم کېدای نو وختي به له منځ تللی و. همدا تېره شپه خبرې ترسره شوې طالبانو یې په سبا  مازیګر د پکتیا په زرمت کې د اربکیانو او پولیسو په ګډې پوستې د موټربم برید کړی. که چېرته د طالبانو له خوا رښتیا هم د اشرف غني له ګډ حکومت سره د سولې د خبرو کولو هیله وای بیا نو پاکستان ته هېڅ ضرورت نه و او مخامخ یې له غني سره خبرې کولې. بیا به څه ستونزه نه وه او مستقیم به کابل ته ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورغلي وای او هلته به یې غني سره کتلي وای.

خوشباوره غني او مکار پاکستان

ولسمشر محمد اشرف غني چې خپل ټول په عمر په درس او تدریس کې تېر کړی او په سیاست کې کم فعال پاتې شوی تر هر څه ړومبی پاکستان په پوره مانا سره نه پېژني. په اوسني حکومت کې غني او اتمر هر څه د پاکستان په لمن کې وروغورځول. له ای ایس ای سره د جنجالي امنیتي تفاهملیک امضا کول چې اول یې نه منل او بیا خبر رسوا شوه دا په ښکاره بیانوي چې غني له پاکستان سره په لوبه نه پوهېږي. غني د هند په څېر په سیمه کې خپل قوي متحد له لاسه ورکړ، خو په مقابل کې پاکستان څو تنه داسې کسان غني ته راوستل چې د هغو له لاس هېڅ نه کېږي. غني چې پاکستان ته ورځي او امتیازونه ورکوي او په نتیجه کې ورسره پخواني ټيټ رتبه طالبان کښېنول کېږي، ولې په کابل کې له مولوي وکیل احمد متوکل او مولوي عبدالسلام ضعیف سره نه کېني. که خبره د پخوانیو طالب مقاماتو وي، بیا خو تر متوکل او ضعیف پورته کسان پاکستان کې نه شته. د هغو مجهول الهویه کسانو په نسبت چې پاکستان يې اسلام اباد کې د غني له نمایندګانو سره کښېنوي، ضعیف او متوکل په طالبانو کې اوس هم ډېر مخلصین لري. تر هغو شاید دوی ډېر تاثیر ولري.

تر اوسه چې د غنی حکومت رامنځ ته شوی ایله پاکستان ته امتیاز ورکړ شوی، داسې امتیاز چې افغانستان پکې یو قوي متحده بایلود خو پاکستان هېڅ هم نه دي بایللي. څو تنه داسې کسان راولي، یوه نمایشي ناسته ترتیبوي او بیا له غني څخه پرې امتیاز اخلي او غني او د ده پلویان هم بیا خوشاله وي چې هلۍ سوله راغله.

متاسفانه چې اشرف غني د سولې په برخه کې د حامد کرزي پر پله پل ايښی دی. په داسې حال کې چې غنی د ډاکټر قیوم کوچي په څېر کاکا لري چې له ډېرې پخوا څخه له طالبانو سره شناخت لري او تګ راتګ یې ورسره درلود. کله چې غني سره داسې باوري کس په څنګ کې وي، څه ضرورت دی چې پاکستان ته منډه اخلي او پاکستان ته زارۍ کوي چې طالبان راسره کښېنوه. که چېرته غنی واقعاً غواړي چې د سولې په برخه کې طالبانو سره پرمختګ وشي، ډاکټر قیوم کوچی دې په یو مخفي سفر قطر ته ولېږي، خپل پیغام دې ورکړي، هغه هلته دې د طالبان نظر هم له ځان سره واخلي او تر غني به یې ورسوي. په دې لارې هر څه ډېر مطمئن، مخفي او مخلصانه ترسره کېدای شي. نه به د پاکستان د لوبو زمینه مساعده وي او نه به اشرف غني مجبور وي چې د پاکستان لپاره هند له لاسه ورکړي. که چېرته طالبانو سره مذاکرات کېږي، طالبان به کله هم داسې شرط کښېنږدي چې افغان حکومت دې هند سره خپلې اړیکې محدودې کړې. دا د غنی هغه ناسم شناخت دی چې له پاکستان څخه یې لري. هغه ګومان کوي چې د هر څه شاته د پاکستان لاس دی او پاکستان دومره پراخه صلاحیت او لاس لري.

مشکل دا دی چې اشرف غنی ګومان کوي چې پاکستان سره هر څه دي او پاکستان کولای شي ده ته د سولې مرغۍ ارګ کې والوزوي. کاش چې اشرف غنی خپله سیمه پېژندلای او د خپلو ملي ګټو په نظر کې نیولو سره یې لوبه مدیریت کړې وای. غني ازمویل شوې پرزې بیا ازمويي. پاکستان موږ افغانانو تکرار تکرار ازمویلی، د دغو تکراري ازموینو نتیجه یأس او ناهیلي راوځي. په دې امید چې ولسمشر اشرف غني یو ځل بیا د پاکستان په سُرابونو ونه غولول شي او خپله لار او مسیر وپېژني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوی دیوبندي

پرقلم دي برکت شه

jubair hamoodi

شمس صاحب مقاله مو ډیره په زړه پوری وه او ښکلی خبره پکی دا وه چی د ولس مشر له حماقت څخه مو یوه بله پرده اوچته کړه.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx