نظــر

بهرنیو ځواکونو ته افغانانو هر کلی ووایه که کرزي او یارانو یې؟

( افغانانو په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره بهرنیو ځواکونو ته هرکلی ووایه!! ) تاند ویب پاڼه.

  که څه هم چې پر خپل جرم اعتراف یو لوی زړه، کلکه او ټينګه اراده، او آزاد ضمیر غواړي مګر کله کله داسې پېښېږي چې یو پلورل شوی، غولیدلی او  تېروتلی انسان پر خپل جرم اعتراف وکوي، پورتني ټکي دکابل دفاسدې ادارې تش په نامه فاسد مشر حامد کرزي دڅرګندونو یوه برخه ده کومې یې چې دګارډين ورځپاڼې دخبر په اساس له امریکايي ټایم مجلې سره کړې دي.

   په عام ډول کرزي په خپلو څرګندونو کې له خپلو مشرانو نه له دې کبله ګیله کړې چې هغوی داسې څه ورسره ونه کول کوم چې ده غوښتل، او یا په بله معنی کوم څه چې دوی ده ته ور کړل په نسبت هغه څه ته چې ده هغوی ته ورکړل خورا ډېر کم او بې ارزښته وو، او حقیقت هم همداسې دی، په دې کې شک نشته چې دا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې افغانستان په داسې شرمناکه توګه پر امریکایانو پلورل کېږي، کرزی ښه، رښتیا او حقیقت وايي، صرف توپير په دې کې دی چې ده دافغانستان پلورل دټولو افغانانو کار بللی مګر په حقیقت کې دی او دده یو څو نور ډالرمست یاران ددغه تاریخي جرم مرتکبین دي.

   که حقیقت ته وکتل شي وطن، خاوره او هېواد دمور حیثیت لري، لکه څه رنګه چې له مور سره مینه او محبت یوه فطري او طبیعیي غریزه ده همداسې له وطن، خاورې اوهېواد سره مینه، محبت یوه فطري او طبیعي غریزه ده، له همدې کبله کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دکفارو دظلم او وحشت له وجې له خپل وطن مکې مکرمې نه مدینې منورې ته په هجرت کولو مجبور شو نو دتلو پر وخت یې مکې ته مخ راواړولو او ویې ویل: په الله مې دې قسم وي چې ته له ټولو وطنونو نه ما ته ډېره ګرانه يې، که ستا خلکو زه نه ایستلی نو زه به کله هم نه وای وتلی! له دې پرته هر انسان بلکې حیوان هم له خپل ځای، ټاټوبي او هستوګنځي سره یوه طبیعي او فطري مینه لري، که هر څو په نورو هېوادونو کې په مجللو قصرونو او لوړو، لوړو قیمتي ماڼیو کې اوسي  بیا هم دخپل وطن سپېرې خاورې یې په زړه کې یو خاص ځای لري، همدا سبب دی چې احمد شاه بابا وايي:
دډهلي تخت هیرومه چه را یاد کړم
ستا د ښکلي پښتونخوا دغرو سرونه

    ځکه خو دوطن اصیل بچیان دخپلې خاورې او خپل وطن بې حرمتي او بې احترامي نه کوي، دخپل سر په قیمت یې له دښمنانو څخه ساتي، ددې خو تصور هم نشي کولی چې په حیثیت او آبرو یې سودا بازي وکړي، مګر کرزي خان دا کار وکړ، په لوی لاس او خورا ویاړ سره یې آزاد او خپلواک افغانستان داشغالګرو په منګولو کې ور کړ، خپله خاوره چې دمور حیثیت لري هغه یې پر اشغالګرو خرڅه کړه، ده فکر کولو چې په دې سره به یو څه ددنیا ساټ او باټ تر لاسه کړي، مګر دا دی  لس کاله وروسته پوه شو چې په دې مهمه سودا کې یې تاوان کړی، یو څه وخت  نور هم چې تېر شي بیا به سم پوه شي چې څه یې کړي؟

او دا به په تاریخ کې دده پر تندي یو تور داغ وي، داسې داغ چې تر ننه پورې بل چا پر تندي نه دی ایښی، دافغانستان په تاریخ کې تر ټولو بدنامه څېره شاه شجاع بلل کېږي، مګر کرزی له هغه هم بېکاره او بدنامه څېره شوه، دا خبره که اوس بل چا کولی نوکېدای شوای چې ډېرو به ویلی چې له کرزي سره ظلم او زیاتی کېږي، خو دا دي دی په خپله خوله وايي چې ما امریکایانو ته ډېر څه ورکړل، دافغان غیرتي او مېړني ولس حریت او آزادي مې پرې وپلورله، مګر هغوی له دې سره سره له ماسره داسې څه ونه کول کوم چې مناسب وو.

    کرزی خان دګیلې په توګه وروسته پسې وايي: (  خو دوی د هغو افغان کلیوالو د کورونو پروا ونه کړه چې د امریکا او ناټو ځواکونو ته یې هرکلی ویلی و )

    دلته نوموړی یو ځل بیا هڅه کړې تر څو وښيي چې امریکایان کلیوالي افغانانو راوستل! دی په دې ښه پوهېږي چې افغان کلیوال له همغه اولې ورځې نه بیا دا دي تر ننه پورې دامریکایانو په مقابل کې جنګېږي، خپل کورونه، مالونه او اولادونه یې ټول په همدې لاره کې قربان کړل، مګر کرزی شرمېږي، داسې نه شي ویلی چې ما دافغان کلیوالو کورونه پر امریکايي او ناټويي ځواکونو باندې بمبار کړل، ما خپل افغانان پر امریکایانو او ناټویانو باندې وځپل، بلکې دخپل ځان دپاک او بې ګناه ثابتولو هڅې کوي، که نه دی هم ښه پوهېږي چې غوا توره او پۍ یې سپېنې.

   نوموړی بل ځای ددې لپاره چې مشران یې خپه نشي داسې څه وايي چې سر او بر يې یو له بل سره سر نه خوري: ( د امریکا رسنۍ داسي فکر کوي چې دا د امریکا پرخلاف د افغانانو مخالفت دی. خو په اصل کې دا له هغو شیوو او میتودونو سره مخالفت دی چې په افغانستان کې عملي کېږي.)

   جنابه! یوازې دامریکا رسنۍ نه، بلکې دولس زیاتره برخه یې، او خپله هغه سرتېري يې چې دلته په افغانستان کې جنګېږي هغوی له تا نه ښه پوهېږي چې افغانان له امریکایانو سره مخالفت لري او که نه؟ او له دې ور وړاندې خپله ستا مشران ( امریکايي چارواکي ) له ټولو نه ښه پوهېږي چې ددوی په مقابل کې څوک جنګېږي، او افغان ولس له دوی سره څومره مینه لري! زه ټینګ باور لرم چې کرزي په دې خبرې سره نه یوازې افغان ولس او امریکايي چارواکي په ځان پورې خندولي بلکې ټوله نړۍ يې په ځان پورې خندولې ده!! ځکه دا څه رنګه امکان لري چې یو کس دې وژل بد وبولي خو وژونکی دې خپل دوست وبولي! دشپې پر کورونو چاپې اچول دې بد وبولي خو هغه څوک چې دشپې په کورونو چاپې اچوي هغه دې خپل دوست وبولي؟ غلا دې بده وګڼي خو غل دې خپل دوست وبولي! دا څه رنګه دمنلو ده چې افغان ولس دې دخپل مقدس کتاب قرآن کریم توهین بد وګڼي خو هغه څوک چې ددوی دمقدس او سپېڅلي کتاب سپکاوی او توهین کوي هغه دې خپل او دوست وبولي؟

   دا نو دکرزي منطق دی، چې قتل بد بولي خو قاتل خپل یار بولي! غلا بده بولې خو غل خپل دوست بولي! فساد بد بولي خو فاسد او مفسد خپل ملګری بولي! دا منطق به یوازې دی او ورسره یو څو ډالر مست یاران یې کېدای شي هسې دخلکو او ولس دغولولو او تېر ایستلو لپاره ومني، که څه هم چې په زړه کې یې دوی هم نشي منلی، مګر ولس، نړیوال او خصوصا دده مشران دومره نه دي ساده چې دده په مداریتوب پوه نشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x