افغانستان

اشرف غني روسيې ته ولاړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت اول مشر اشرف غني د يو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ نن د روس پلازمېنې مسکو ته ولاړ.

ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر اشرف غني د يو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني سفر مسکو ته روان شو او هلته به د سيمې امنيت، ستونزو او چېلجنونو په اړه غونډه کې ګډون کوي.

دغه غونډه مسکو کې د شانګهايي او برېکس همکارو هېوادونو له لوري جوړيږي.
ويل کيږي، چې سيمې او افغانستان کې د داعش پراختيا او فعاليتونه به هم په دغه غونډه کې وڅېړل شي.

د ګډ حکومت له پيله دا لومړی ځل دی، چې اشرف غني د ولسمشر په توګه مسکو ته سفر کوي.

ولسمشر سره په دغه سفر کې د بهرنيو وزير صلاح الدين رباني، د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر، منځنۍ اسيا لپاره د ولسمشر سلاکار شاکر کارګر او نور لوړپوړي دولتي چارواکي ملګري دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x