د روژې څلیرویشتمه تحفه

لیکوال : نثار احمد صمد

د روژې هدف او پیغام د انسان متقی کېدل او د ایمان ټینګېدل دي . روژه د بدن زکات دی ، د ګناهونو سوځول دي ، د روح پیاوړتیا ده ، د الهی امر مراعاتول او منل دي ، له شیطانی وسوسو څخه ژغورنه او د الهی عذاب څخه ساتنه ده ، د نفسانی حاکمیت ځپنه ده ، د الهی رحمت حاصلوَنه ده ، د مغفرت ګټنه ده ، د توبې قبلېدنه ده ، او د جنت ژمنه ده . نو ښه دا دی چی د الله تعالی او رسول الله ارشادات عملأ تعمیل او تسجیل کړو او دا په اثبات ورسوو چی نور نو د خولې څخه علاوه د زړه مسلمانان هم یو . بس یوه صادقانه اراده او فیصله غواړي .

په همدې هیله څلیرویشتمه تحفه درته وړاندی کوم او ستاسو د ځوابونو په امید ، خو د ټولو برخو ځوابونه به انشاالله تر روژې وروسته اعلان سی . والسلام ، ( ن . صمد [email protected] ).

 

پوښتنی :

۱ ـ په کوم غیر اسلامی مشهور دینی کتاب کی د قرآن نوم څو څو واره ذکر سوی دی ؟

۲ ـ کوم سورت د میوې په نوم دی ، او کوم سورت د یو حکومت یا هیواد په نوم دی ؟

۳ ـ الصف څه معنی ؟

۴ ـ فاطر څه معنی ؟

۵ ـ په سورهً لقمان کی د حضرت لقمان نوم څو واره ذکر سوی دی ؟

۶ ـ که څوک په روژه کی خپلی خولې تر ستونی تیری کړی نو ؟

الف : روژه یې نه ماتیږی ؛

ب : روژه یې ماتیږی او قضایی به نیسی ؛

ج : قضایی او کفاره به دواړه ادا کوي ؛

د : روژه یې مکروه کیږی .

۷ ـ نارینه چی په روژه کی په زوره د ښځی سره نږدېکت وکړی د هغې ښځی روژه څنګه ده ؟

الف : روژه یې نه ماتیږی ؛

ب : روژه یې مکروه کیږی ؛

ج : روژه یې ماتیږی او قضایی باید راوګرځوي ؛

د : قضایی او کفاره دواړه به ادا کوي .

۸ ـ په اسلام کی د رشوت په هکله څه وعید ( خبردارئ ) دی ؟

الف : دا ناپاکه عمل دی ؛

ب : دا ام الخبایًث دی ؛

ج : رشوت ورکونکی او رشوت اخیستونکی دواړه دوږخیان دي ؛

د : په قیامت به دواړه ګوډ او شل وی .

۹ ـ د احد په غزا کی د مسلمانانو قوماندان څوک و ؟

الف : معصب بن عمیر (رض) ؛

ب : اسامه بن زید (رض) ؛

ج : عبدالرحمن بن عوف (رض) ؛

د : خالد بن ولید (رض) .

۱۰ ـ الله تعالی په کومو آیتونو کی د عایشې (رضي الله عنه) برایًت ثابت کړ ؟

الف : د سورهً نور لس آیتونه ؛

ب : د سورهً نسأ لس آیتونه ؛

ج : د سورهً انفال لس آیتونه ؛

د : د سورهً مریم لس آیتونه .

او دا هم د نن زرین اصل : ابن زیدون (رح) ویلی دي : د خپل دوست عیبونه د هغه څخه پټول خیانت دی او نورو ته یې بیانول غیبت دی .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د