افغانستانخبرونه

ملي امنیت د شاهدالله شاهد د وژلو ادعا وکړه

 

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان د ملي امنیت ادارې ادعا کړې چې د پاکستاني طالبانو پخوانی ویاند او د داعش اوسنی قومندان یې په ننګرهار ولایت کې وژلی دی. ملي امنیت لیکي: «د ملي امنیت عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، په ننګرهار کې د هوايي حملې په نتیجه کې د داعش د دوهم جګپوړي کس ګل زمان او د هغه د محاربې د برخې مرستیال جهادیار د وژل کېدو ترڅنګ دا ثابته شوې، چې په اصطلاح د خراسان په ولایت کې د داعش د مشرتابه ډلې لوړ پوړی کس، شاهد الله شاهد هم وژل شوی دی».

شاهدالله شاهد چې اصلي نوم یې شیخ مقبول دی، تېر کال یې له داعش سره خپل بیعت رسماً اعلان کړ. ویل کېږي شاهد د پاکستان له استخباراتو سره نژدې اړیکې لرلې.

شاهد پخوا د پاکستاني طالبانو ویاند و.

ملي امنیت وړاندې لیکي: «شاهدالله شاهد غوښتل، یوه ستره جګړه په سیمه کې پیل کړی او د دغې تروریستي ډلې په یوه مرکزي غړي بدل شي».

ویل کېږي داعش په ننګرهار ولایت کې ځینې غړي موندلي وو. دا لومړی ځل دی چې د داعش په دې کچه پاکستانی قومندان وژل کېږي.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قاري سعيدخوستى

يره د خوارجو مشر ؤ توره سابقه يي لرله خو كافرته موپري د مرگ زڑه نه كيده

ابن شهید ين

ميجر
… كه كر نيل ……؟

حامد احمدی

پریده چی ملگری ترینه بی غمه شی – ځکه هر چا چی پیسی ورکړی ورپسی منډی وهی هیڅ فکر نکوی

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x