ورزش

متحده عربي امارات د سکاټلینډ په وړاندې سخته ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۱۸مه ۱۳۹۴ل): د ټاکنیز پړاو سیالیو لومړۍ لوبه د متحده عربي اماراتو او سکاټلینډ لوبډلو تر منځ وه چې دغې لوبې کې سکاټلینډ د اماراتو لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه.

د سکاټلینډ لوبډلې د لوبې پچه وګټله خو د اماراتو لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. د سکاټلینډ لوبډلې توپ اچوونکو د خپلې لوبډلې پریکړه غوره پریکړه ثابته کړه.

د متحده عربي اماراتو لوبډلې توپ وهوونکو ډیره خرابه لوبه وکړه چې د اماراتو په توپ وهوونکو کې محمد نوید له ۱۹ منډو جوړولو سره د دغې لوبډلې لپاره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی شو.

متحده عربي امارات په ۱۸.۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۰۹ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته يي د ۱۱۰ منډو هدف وټاکه.

د سکاټلینډ لوبډلې لپاره واټ خپل څلورو اورونو کې ۲۸ منډې او درې ویکټې، لیسک خپل څلورو اورونو کې ۲۰ منډې او درې ویکټې، ایونس خپل څلورو اورونو کې ۲۴ منډې او یوه ویکټه او شریف خپل ۳.۱ اورونو کې ۲۲ منډې او یوه ویکټه واخیسته.

سکاټلینډ لوبډلې د مونسي او کوټزر غوره او پیاوړی توپ وهنې په مرسته ټاکل شوی هدف یوازې په لس اورونو کې یوه ویکټه له لاسه ورکولو سره پوره کړه.

دغې لوبې کې د سکاټلینډ لوبډلې لپاره کوټزر په ۱۶ توپونو د نهو څلوریزو په مرسته ۳۹ منډې جوړې کړې. مونسي په ۳۶ توپونو د ۱۱ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۲ مندې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د متحده عربي اماراتو لپاره یوازې محمد نوید د توپ اچوونې په برخه کې غوره لوبه وکړه. محمد نوید خپل ۴ اورونو کې ۲۶ منډې ورکړې او یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x