ورزش

افغانستان خپل پیاوړی سیال په ګونډو کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۱۸مه ۱۳۹۴ل): د ټاکنیز پړاو دوهمه لوبه د افغانستان او هالینډ لوبډلو تر منځ وه چې دغې لوبې کې ملي لوبډلې د غوره لوبې په پایله کې سیالې لوبډلې ته په ۳۲ منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د هالینډ لوبډلې وګټله خو ملي لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه چې ملي لوبغاړو هم د هالینډ دغه پریکړه غلطه ثابته کړه.

د ملي لوبډلې د توپ وهنې پیل دیر ښه نه او د لوبې په لومړیو شیبو کې يي خپل دوه لوبغاړي له لاسه ورکړ. ملي لوبډلې په ۳۹ منډو خپل درییمه ویکټه هم له لاسه ورکړه او داسې اټکل کیده چې ملي لوبډله به سیالې لوبډلې ته یوازې د ۱۴۰ منډو هدف وټاکي خو د محمد نبي او سمیع الله شینواري غوره توپ وهنه او ملګرتیا او له هغوي وروسته د نجیب الله ځدران چټکې توپ وهنې له افغانستان سره د یوه غوره هدف په ټاکلو کې ډیره زیاته مرسته وکړه.

دغې لوبې کې له محمد شهزاد او اصغر ستانکزی پرته چې په دوو منډو وسوځیدل نورو ټولو توپ وهوونکو غوره توپ وهنه وکړه. افغانستان په ټاکل شوي شل اورونو کې ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۶۲ منډې جوړې کړې.

نننۍ لوبې کې سمیع الله شینواري په ۴۲ توپونو د دریو څلوریزو او یوزې شپږیزې په مرسته ۴۴، محمد نبي په ۲۹ توپونو د یوې څلوريزې او دوو شپږیزو په مرسته ۳۳، نجیب الله ځدران یوازې په ۱۱ توپونو د څلورو شپږیزو په مرسته ۳۳ او نوروز منګل په ۲۳ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۲۹ منډې جوړې کړې.

د هالینډ لوبډلې لپاره د توپ اچوونې په برخه کې جمیل، ډېر میروي او بخاري ښه وځلیدل. جمیل خپل څلورو اورونو کې ۳۶ منډې او درې ویکټې، ډېر میروي خپل څلورو اورونو کې ۴۷ منډې او دوه ویکټې او بخاري خپل څلورو اورونو کې ۲۵ منډې او دوه ویکټې واخستې.

د ملي لوبډلې پیاوړې توپ اچوونه او غښتلی ډګر ساتنه سیالې لوبډلې ته د منډو جوړولو چانس ورنکړ. د هالینډ لوبډلې توپ وهوونکو له زیاتو منډو جوړولو پرته د ملي لوبډلو د پیاوړې توپ اچوونې ښکار شول.

هالینډ لوبډلې په ځوابي توپ وهنه کې په ۱۹.۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د کوپر غوره توپ وهنې په مرسته ۱۳۰ منډې جوړې کړې او د ۳۲ منډو په توپیر د ملي لوبډلې په وړاندې ماتې وخوړه.

دغې لوبې کې د هالینډ لوبډلې لپاره یوازې کوپر په منډو جوړولو بریالی شو. کوپر په ۲۳ توپونو د یوې څلوریزې او دریو شپږیزو په مرسته ۳۶ منډې جوړې کړې او د دولت ځدران په بال يي خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

د ملي لوبډلې ټول توپ اچوونکي هم د توپ وهوونکو په څیر غوره او پیاوړې لوبه وکړه. دغې لوبې کې دولت ځدران خپل ۳.۴ اورونو کې ۱۷ منډې او درې ویکټې، شرف الدین اشرف خپل څلورو اورونو کې ۲۷ منډې او درې ویکټې، محمد نبي خپل څلورو اورونو کې ۲۶ منډې او دوه ویکټې او حمید حسن خپل دریو اورونو کې ۲۶ منډې او یوه ویکټه واخیسته.

دغې لوبې کې د ملي لوبډلې ډګر ساتنه هم د ستایلو وړ وه او د کرکټ کارپوهانو په وینا په نننۍ لوبې کې د ملي لوبډلې توپ اچوونکو یوازینی کمزورتیا د نوبال او فري هېټ ورکول و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x