fbpx
فیصل د نړۍ تر ټولو اوږدمهاله د بهرنیو چارو وزیر و

د سعودي د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مړ شو

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): د الجزیره شبکې خبر ورکړی چې د سعودي د بهرنیو چارو پخوانی وزیر، سعود الفیصل وفات شوی دی. فیصل دوه میاشتې مخکې له بهرنیو چارو وزارت څخه له څلوېښتو کلونو کار وروسته ګوښه شو.

د سعودي لوړپوړیو چارواکیو منلې چې شهزاده سعود الفیصل په حق رسېدلی او رسمي دولتي اعلامیه به ژر خپره شي.

فیصل د نړۍ تر ټولو اوږدمهاله د بهرنیو چارو وزیر و. دی په ۱۹۷۵م کال کې د سعودي د پاچاهۍ د بهرنیو چارو وزیر په توګه وګومار شو. مرحوم فیصل تېر اپرېل کې خپله څوکۍ په واشنګټن کې د سعودي سفیر، عادل الجبیر ته پرېښوده.

د سعود الفیصل د کار پر مهال په سیمه کې ډېرې مهمې پېښې وشوې. د بېلګې په ډول په ۱۹۷۸، ۱۹۸۲ او ۲۰۰۶ کلونو کې اسراییلو پر لبنان نظامي تېري کړي دي. د ده کار پر مهال د فلسطین او اسراییل اړیکې ډېرې خړې پړې وې. په ۱۹۹۰م کال عراق پر کویټ یرغل وکړ او په ۲۰۰۳م کال کې بیا امریکایانو پر عراق نظامي تېری وکړ.

سعود الفیصل څوک و؟

سعود الفیصل د سعودي د نومیالي پاچا، شهید ملک فیصل زوی و چې په ۱۹۴۰م کال کې مکې مکرمې ته څېرمه د طایف په ښار کې

زوی فیصل هغه مهال د خپل تره، ملک خالد له خوا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وګومارل شو چې پلار یې، ملک فیصل د تره زوی له خوا ووژل شو

زوی فیصل هغه مهال د خپل تره، ملک خالد له خوا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وګومارل شو چې پلار یې، ملک فیصل د تره زوی له خوا ووژل شو

زېږېدلی. سعود الفیصل په ۱۹۸۹ کې د کامیابو مذاکراتو په پایله کې د لبنان پنځلس کلنې کورنۍ جګړې ته د پای ټکی کېښود.

زوی فیصل هغه مهال د خپل تره، ملک خالد له خوا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وګومارل شو چې پلار یې، ملک فیصل د تره زوی له خوا ووژل شو. ملک فیصل په اسلامي نړۍ کې د وتلو او مخکښو څېرو څخه ګڼل کېده. ملک فیصل د فلسطینیانو د ازادۍ د داعیې له ټینګو پلویانو څخه و.

ویل کېږي سعود الفیصل په دیپلوماتیکو کړیو کې د یوه قدرمن او ځواکمن دیپلومات په توګه پېژندل کېده. د سعود الفیصل د مرګ د خبر په اورېدو سره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، جان کېري په خپل ټویټر کې لیکلي: «سعود یوازې تر ټولو اوږدمهاله د بهرنیو چارو وزیر نه و، بلکې تر ټولو هوښيار او په خبره پوه هم و».

سره له دې چې سعود الفیصل په وروستیو کلونو کې د ملا تکلیف درلود؛ خو لا یې هم خپله دنده پرمخ وړه. سعود الفیصل داسې مهال له ژوند سره مخه ښه کوي، چې سیمه یې له کم سارو ننګونو سره مخ ده. د فیصل مرګ له دې امله شاید پر سیمه ډېره اغېز ونه لري چې دی اوس له خپلې دندې ګوښه شوی و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د