سلف او روژه (30/22)

سلف او د روژې وروستۍ لس شپې

حامد افغان

رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو غوره مربي او روزونکی و، د روژې لومړۍ شل شپې روژه او عبادت اسانه کار نه ده، په دې شلو شپو کې په عامه توګه خلک ستړي او یو څه کمزوري په کې پیدا شي، او په وروستیو لسو شپو کې هغومره خواري او عبادت نه شي کیدلی لکه د روژې په پیل کې، نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم دې لسو شپو ته په ځانګړې توګه زیاته پاملرنه کړې ده او په دې شپو کې اعتکاف کړی ده او په عبادت کې یې زیاتوالی راوستی ده، په دې اړه د بخاري او مسلم په یوه حدیث خبره غځوو.

ام المؤمنین عائشه رضي الله عنها وایي: کله به چې د روژې وروستۍ لس شپې راغلې، رسول الله صلى الله عليه وسلم به ټوله شپه روڼه تیروله، کوروال به یې ویښ کړل، کوښښ به یې کاوه او ملا به یې وتړله. عن عائشة ـ رضي الله عنها ـ أنها قالت : كان رسول الله صلى الله عليه وسلم إذا دخل العشر أحيا الليل ، وأيقظ أهله، وجد ، وشد المئزر. أخرجه البخاري ، كتاب فضل ليلة القدر ، باب العمل في العشر الأواخر من رمضان ، رقم ( 2024) ، ومسلم، كتاب الاعتكاف ، باب الاجتهاد في العشر الأواخر من شهر رمضان رقم (1174) .

په حدیث کې راغلي: و جد والمئزر، کوښښ به یې کاوه او ازاره به یې وتاړه، یعني د عبادت له پاره به یې ځان چمتو کړ، او مطلب دا دی چې له خپلو میرمنو به بیل شو. عرب وايي: شددت لهذا الأمر مئزري ، أي تشمرت ، وتفرغت له . یعني د دې کار له پاره مې څادر وتاړه یا مې ملا وتړله ، شارحین وایي: له دې جملې نه مراد له میرمنو بیلیدل دي، لکه د طبراني په یوه روایت کې صريح همدا خبره شوې ده: د روژې وروستۍ لس شپې به چې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم به بستره ټوله کړه او له خپلو میرمنو به بیل شو. رواه الطبراني

نو له دې حدیث نه دواړه معناوي مراد کیدلی شي یعني په عبادت کې زیات کوښښ کول او له خپلو میرمنو بیلیدل، او له میرمنو بیلیدل خو ځکه لازمي و چې په دې شپو کې به رسول الله صلی الله علیه وسلم معتکف و او معتکف د اعتکاف په موده کې خپلي ميرمني ته نه شي ورنږدې کیدلی، قرانکریم مومنانو ته لمر کړي ده چې کله تاسو په جوماتونو کې د اعتکاف په حالت کې وئ نو خپلو میرمنو ته مه ورنږدې کیږئ: وَلا تُبَاشِرُوهُنَّ وَأَنْتُمْ عَاكِفُونَ فِي الْمَسَاجِد ِ) (البقرة:187)

او په دې شپو کې د د دومره زیات کوښښ یوه موخه هغه وه چې موږ وویل په دې سره د امت بیدارول او له سستي نه ځان ساتل یې مطلب و او بله مهمه وجه یې دا وه چې په دې شپو کې د قدر شپه ده د هغې ثواب ترلاسه کول یې موخه وه، هغه چې عبادت یې له زرو میاشتو زیات ثواب لري: ( خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ) (القدر:3)، او بل په حدیث کې راغلي چې د ایمان په اعتبار او د ثواب په نیت څوک د قدر شپه په عبادت تیره کړي الله به یې مخکي ټول ګناهونه وبښي. ومن قام ليلة القدر إيماناً واحتساباً غفر الله له ما تقدم من ذنبه ). أخرجه البخاري ، كتاب الصوم ، باب من صام رمضان إيماناً واحتساباً ونية ،رقم (1901) ، ومسلم ،كتاب صلاة المسافرين ، باب الترغيب في قيام رمضان ، رقم (760).

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د