نظــر

امریکایان او اربکیان!

دا یوه لسیزه افغان مظلوم ولس داشغالګرو امریکایانو له لاسه په سره اور کې وسوځېد، او لا پسې سوځي، په دې وروستیو کې چې کله ددوی دوتلو خبرې او آوازې یو څه ګرمې شوې، دافغان ولس په زړونو کې یو رنګه دخوشحالۍ احساس را په ټوکېدو شو، ځکه غالب ګومان دا دی چې ددوی له وتلو سره به نور افغان ولس دآرام ساه واخلي، مګر له نښو نښانو نه داسې ښکاري چې لا دامریکایانو زړونه نه دي یخ شوي! په کلیو او کورونو، په ودونو او ختمونو، په ښارونو او جوماتونو، په مدرسو او مکتبونو ړندې بمبارۍ چې هر څه یې په بل مخ واړول، دانسانانو غوښې دحیواناتو له غوښو سره ګډې وډې شوې!

دمظلومو انسانانو او بې ژبې حیواناتو وینې په یوه ویاله کې ګډې سره وبهول شوې! دشهیدانو جسدونو ته له شهادت نه وروسته اور واچول شو، عام افغانان لومړی په خورا بې دردۍ سره شهیدان، او بیا يې دبدن غړي دیادګار په توګه له ځانونو سره وساتل شول! دشهېدانو پر پاکو جسدونو بولې وشوې، پر ماشومانو، ترجمانانو، صاحب منصبانو جنسي تیري تر سره شول، دشپې لخوا په کورونو چاپې، اوسیدونکي يې په خورا بې دردۍ سره شهېدان او بیا اور ورته ور کړل شو! له دې ټولو سره سره بیا هم دخونخوارو سړي خورو زړونه یخ نه شول! دوی که هر څو د وږو شرمښانو په څېر دبې وزلانو او مظلومانو ویني وڅښلې مګر بیا یې هم دظلم او وحشت تنده ما ته نشوه!

 ځکه خو یې له خپل تګ نه وروسته دلته داسې یو څوک پرېښودل ضرور وګڼل چې هغوی په وحشت او بربریت کې ددوی استازیتوب وکوي! اوپه داسې توګه یې ورزول چې له دوی نه په ظلم او وحشت کې یو څو ګامه وړاندې وي، اربکیان یادوم، دغه بوین او کرغېړن وایروس امریکایي وحشیانو زمونږ په ولس کې را پیدا او وروزل، بلکې لا په لومړي سر کې يې لوی لوی جنایتکار اربکیان په وچ زور دولس پر اوږو سپاره کړل! دا چې اربکیان څوک دي، څه کوي او دڅه لپاره رامنځ ته کړل شول؟ ټول پرې پوهېږي او ټول یې پېژني، خو بیا هم دومره ویل په کار دي چې په حقیقت کې اربکیان په وحشت او بربریت کې دامریکایانو ځای ناستي دي، امریکایان غواړي ددوی وحشت او ځناورتوب له دوی نه وروسته اربکیان پر مخ بوزي، دوی کټ مټ همدغه کار دعراقي مسلمان ولس دټکولو او ځورولو لپاره هم وکړ.

  اربکیان دولس هغه بد کاره، ناکاره او رټل شوې څېرې دي چې په هېڅ چوکاټ کې نه برابرېږي، نه اخلاق لري، نه انسانیت پېژني او نه په سړیتوب پوهېږي، یوازې او یوازې په دې پوهېږي چې څه رنګه وژل وکړي، څه رنګه دخلکو په مال، آبرو او عزت تېری وکړي، څه رنګه خلک وځوروي، دا دي ټول ګوري چې په ډېر کم وخت کې اربکیان دداسې ګڼو جنایتونو مرتکبین وپېژندل شول چې ولس ترېنه پزې ته راغلی، په افغانانو کې دیو چا په عزت تیری کول څه آسانه خبره نه ده، که یو کس هر څومره بې حیا او بې شرمه شي بیا هم دافغاني اجتماعي ژوند عادات او عرفونه چاته اجازه نه ورکوي چې دیو چا په آبرو او عزت تیری وکړي، مګر دغو ځناورو دا دي داسې لوبو ته مخه کړې چې په هېڅ بند او خلاص نه دي! نه اسلامي ارشادات پېژني، نه انساني کرامت او اخلاقو ته ژمن دي او نه  د افغاني عرف او دود احترام ساتي، په داسې ډول چې دانسانیت او افغانیت ټول بریدونه او پولې يې له یوې مخې نړولي.

   دادي اوس اوس يې په کندوز ولایت کې دیوې مظلومې او بې وسه پېغلې په آبرو او عزت تجاوز کړی، که څه هم چې دکابل مافیايي ادارې وزارت داخله پېښې ته دبل رنګ ورکولو هڅې کوي، مګر حقیقت نه پټېږي، او دا څه لومړۍ پېښه نه ده، دیته ورته وخت پر وخت په لسهاوو دنورو کرغېړنو جرمونو مرتکب شوي او کېږي، کوم چې په زیاتره یې نړیوال نه خبرېږي، او رسنۍ یې هم په اړه ډېر څه نه لري، او که یې لري هم نو کېدای شي دځینو ملحوظاتو له وجې به یې دنشرولو اجازه ونه لري، که څه هم چې څو څو ځله دتلویزیونو په پردو داسې بیچاره او مظلومې جینکۍ را ښکاره شوې دي چې آبرو او عزت یې د داړه مارانو له خوا لوټل شوی، مګر چا یې غږ  نه دی اورېدلی او نه یې اوري بلکې پروا یې هم نه لري!

 دغه اربکیان کټ مټ هغه دګلیم جم دملیشو په څېر دي، هغوی به هم دخلکو کورونه لوټل، دخلکو آبرو او عزت به یې تروړلو، دخلکو سر او مال یې خپل شخصي ملکیت ګڼلو، او وحشي امریکایان هم په دې ښه پوهېدلي چې ددوی جنایت پرته له همدغه وحشیانو نه بل څوک پر مخ نشي بیولی، ځکه خو يې ددې کار لپاره همدوی غوره کړي.

  ددیموکراسۍ تر سیوري لاندې ورځ تر بله دښځو په وړاندې تاوتریخوالی مخ په ډېرېدو دی دبي بي سي راډیو دراپور پر اساس چې څه باندې یوه میاشت مخکې خپور شوی داسې راځي: ( د افغانستان د څلورو ختيځو ولايتونو لپاره د بشري حقونو د خپواک کميسیون اداره وايي په دغو سيمو کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی د تير کال په پرتله ډیر شوی دی، د دغې ادارې مشر ډاکټر رفيع الله بيدار د بي بي سي له پښتو وېبپاڼې سره په يوه مرکه کې وويل چې په تير يوه کال کې ورسره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر ۵۰۰ ډيرې قضيې ثبت شوي دي… له ښځو سره ظلم کوونکي سرې سترگې گرځي او د بيلا بيلو دلايلو له امله څه نه ورته ويل کيږي. )

  دا خو یوازې د څلورو ختیځو ولایتونو خبره ده، په عام ډول دځينو راپورونو په اساس تېر کال له ښځو سره دتاوتریخوالي او ظلم تر ۳۵۰۰ زیاتې  پېښې ثبت شوې دي، چې تر ټولو خطرناکې یې دښځو ځان وژنه او ځان سوځونه ده، او بیا په خاص ډول هرات ولایت ددیموکراسۍ له ناولي برکته! تر بل هر ولایت زیات ددغه رنګه بوږنوونکو او دردوونکو پېښو له پراخ  سخاوتمندانه شتون نه برخمن دی!!

  اصل خبره دا ده چې دکابل تش په نامه مافیايي اداره ولې په دې اړه پټه خوله ده؟ نوموړې خو دخلکو دسر او مال ساتنه دځان لومړنۍ او وروستنۍ دنده بولي! په ځانګړي ډول بیا دښځو دحقوقو! دوی خو ددوی پر ګمان افغانستان ځکه پر امریکایانو وپلورلو تر څو ښځو ته دهغوی پوره پوره حقوق ور په برخه کړي!
   که په لنډ ډول یوازې دښځو حقوق دطالبانو او اوس دامریکایانو په وخت کې سره مقایسه کړو نو ټول به پوه شي چې دښځو دحقوقو حقیقي مدافعین څوک، او دښمنان یې څوک دي؟

  طالبانو له ښځو سره دځینو په ګومان یو لوی زیاتی دا وکړ چې هغوی یې یو په یو په بې بنده باره توګه مکتبونو ته پرې نښودې! هغوی ته یې ددې اجازه ور نه کړه چې ځانونه سینګار او خلکو ته یې وښيي، ددې اجازه یې ور نه کړه چې پتلونونه واغوندي، ددې اجازه یې ور نه کړه چې دتلویزیونونو پر پردو دنڅا په حالت کې را څرګندې شي! ددې اجازه یې ورنه کړه چې په دفترونو کې د هر نارینه تر څنګ یوه یوه دسکرتېرې په نامه کینې، ددې اجازه یې ور نه کړه چې په خارجي موسسو کې له خارجیانو سره څنګ پر څنګ کښېنې، له هغوی سره وخاندي، او هغوی یې پر افغاني، اسلامي او انساني کرامت او عزت لوبې وکړي! ددوی په اصطلاح حقوق یې و رکړي!

  پاتې دې نه وي چې طالبانو بار بار دا خبره په ډاګه کوله چې مونږ دښځو دتعلیم او کار مخالف نه یو، مګر په اوسنیو شرایطو کې چې یو جنګي او جګړییز حالت دی، امارت دومره توان نه لري چې ددوی لپاره سملاسي دجلا او آبرومندانه تعلیم او کار زمینه مساعده کړي، او په دې هڅه کې دی چې ددوی دتعلیم او کار لپاره داسې شرایط برابر کړي چې هم یې آبرو او عزت ور سره خوندي وي او هم له تعلیم او کار نه مثبته ګټه پورته کړي، او په دې اړه یې ګڼو موسسو او اجنیو ګانو ته وخت پر وخت وړاندیزونه هم کول چې له دوی سره په دې برخه کې مرسته وکړي، مګر هغوی چېرته دا خبره منله؟ هغوی فکر کولو چې مونږ خو دښځو لپاره هغه وخت مصرف کوو چې دوی له مونږ سره څنګ پر څنګ ناستې وي، زمونږ سکرترانې وي، مونږ ورته ناست او دوی راته ښکته پورته شي! په لنډ ډول هغه وخت مرسته ورسره کوو چې دوی زمونږ غریزې اشباع کړي، او دا  کار خو په هېڅ صورت کې ممکن نه وو، ځکه دوی هم مرستې نه کوله، هسې په خوله به یې وعدې کولې مګر په عمل کې یې هېڅ نه کول.

  په عام ډول که داسلامي امارت پر وخت او داوسنۍ فاسدې ادارې او حامیانو پر وخت یې دښځو حقوق او ناخوالې سره پرتله کړو په ښکاره جوتېږي کومې ناخوالې چې اوس ښځې ددیموکرااسۍ تر سیورې بلکې په غېږ  کې ورسره لاس او ګرېوان دي له هغه نه لس چنده زیاتې دي کومې چې داسلامي امارت پر وخت ورسره لاس او ګرېوان وې.

 په هغه وخت کې له ښځو سره ددیموکراسۍ دډنډوره چیان په ګومان یو بل لوی زیاتی دا و چې هغوی بهر ته پرته له ضرورته او دسفر پر وخت پرته له شرعي محرم څخه نه پرېښودل کېدې، هغه هم یوازې په ځينو لویو ښارونو کې، اما په بانډو او کلیو کې بیا داوس او دهغه وخت تر منځ کوم لوی توپیر نه تر سترګو کېږي.

په هغه وخت کې چا پر ښځو جنسي تیری څه چې هسې بد یې هم نه شوای ورته کتلی، دامارت لخوا هغه بیکاره عرف چې ښځې به په بدو کې ورکول کېدې، په زور به نکاح کېدې، په یو فرمان سره هر څه بدل کړل، او دا دافغانستان په تاریخ کې لومړی ځل و چې دحکومت لخوا په رسمي ډول داسې یو عملي ګام پورته شو.

   ددې تر څنګ ښځو ته په ډېره درنه سترګه کتل کېدل، اما اوس دا دي ددغه لسو کلنو په جریان کې چې اشغالګر او ددیموکراسۍ ډنډوره چیان او ګوډاګیان یې راغلي ټول ګورو چې څومره ښځو خپلو ځانونو ته اور اچولی، په هرات کې په سلهاوو داسې پېښې تر سره شوې دي، په هره میاشت کې کم تر کمه دوه درې پېښې رامنځ ته کېږي، او حال دا چې دطالبانو په وخت کې یوه پېښه هم داسې نه ده رامنځ ته شوې.

   اوس ګورو چې سهار او بیګاه په ښځو جنسي تیري کېږي، نه یوازې دا چې مجرمین په سزا نه رسول کېږي بلکې لا امتیازات ورکول کېږي، هغه کسان چې دغه رنګه جرمونه کوي هغوی خپله ددولت کسان دي، ددولت لخوا اکمالېږي، بلکې دولت همدا رنګه خلک غواړي، ځکه خو دوی دافغاني ښځو آبرو او عزت پر اشغالګرو دیو څو ډالرو په مقابل کې خرڅوي، داشغالګرو اډو ته يې ور ولي! په دولتي ادارو او موسسو کې خو چې ددوی پر آبرو او عزت کومې لوبې روانې دي هغه خو پرېږده!!

   او حال دا چې همدغه دبشریت دښمنان او دانساني کرامت تروړونکي خپل ځانونه دښځو دحقوقو مدافعین، او اسلامي امارت او مجاهدین دهغوی دحقوقو ناقضین بولي! متاسفانه چې نړۍ هم په دې اړه په خوله دسکوت مهر لګولی، په خپل سکوت سره په لوی لاس دحقایقو په پټولو کې له مجرمینو او جنایتکارانو سره مرسته کوي.
   دوی او ګوډاګیان یې په دې ښه پوهېږي چې دغه اربکیان نه دولس په ګټه دي او نه دخاورې او هېواد، بلکې بر عکس هم دولس په زیان دي او هم دخاورې او هېواد، هو یوازې او یوازې ددوی ګټې دیو څه وخت لپاره خوندي کولی شي، او ددوی شخصي ګټې باید دولس او خاورې له ګټو نه لوړې وبلل شي؛ ځکه دوی له هر چانه ډېر ښاغلي او نازولي دي!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x