د نبې عليه السلام د لور(زينب رضي الله عنها) هجرت

ژباړه: حمد الله دانشمند

 کتاب : «حيات الصحابة»

طبراني په «کبير» کې له عائشې (رض) نه نقل فرمايي : کله نبي عليه السلام له مکې مکرمې نه لاړ، نو د ده مبارک لور (زينب رض) هم له «کنانه» – يا د هغه له زوی – سره يوځای له مکې نه د مدينې په لور وخوځېده ، د مکې اوسيدونکو يې د موندلو لټون پيل کړ، “هبار بن اسود” لومړی سړی وو، چې په موندلويې و توانيد، د هغې د سوارلۍ اوښ يې په نيزه وواهه تر دې چې هغه مبارکه راولوېده، او خپل حمل يې هم زيان کړ، دا مهال د هغې مبارکې پرسر د بنو هاشم او بنو اميه وو په مينځ کې لانجه را مينځ ته شوه، بنو اميه وو ويلې : مونږ يې په بيولو حقدار يو، دا زموږ د تره د زوی (ابوالعاص) مېرمن ده … . دا به له «هندې» د عتبه له لور سره اوسيده، هغې به ورته کړه : ياده ستونزه د خپل پلار له امله در ته و رسېده . نبي عليه اسلام
مبارک و “زيد بن حارثه” ته و فرمايل : « ته نه ځې چې «زينب» له ځان سره راولې ؟ » هغه ور ته کړه : ولي نه، اې د الله [ج] نبي، نبي عليه السلام مبارک ورته و فرمايل : «دا زماګوتمۍ (ګوتيې) در واخله و هغې (زينبې) ته به يې ورګړې » . زيد (رض) روان شو په ځانګړي تاکتيک خپل مزل لنډوي، يو وخت له يو شپون (چوپان) سره يوځای شو، و شپون ته يې کړه : د چا څاروي څروې ؟ هغه ور ته کړه : «دابوالعاص» . – څاروي دچا دې ؟

– د “زينب” د محمد (صلی الله عليه و سلم ) د لور دې، څه ور سره ولاړ، بيا يې ورته وويل : شپونکيه ! ځه به يو شی در کړم و”زينب (رض)” ته به يې ورکړې، بل چاته به دا راز نه څرګندوې؟هغه ور ته ويلې :

هوکې … . ګوتمۍ و”هغې مبارکې” ته ورکړه، زينب (رض) ګوتمۍ وپېژانده، ويلې : دا چا در کړه ؟ شپونکي ور غبرګه کړه : يو سړي راکړه، هغې ور ته وويل : سړی چېرې در نه پاتې شو ؟هغه وويل : په فلانۍ سيمه . هغې مبارکې نور څه و نه ويل . کله چې شپه شوه زينب (رض) هغې سيمې ته ورغله، چې شپونکي ورته په نښه کړې وه، کله چې ورغله (ويې موند) … نوموړي زيد (رض) ور ته وويل : ته تر مخ سپره شه – ته د کونينو د سردار لور يې . هغې ورته وويل : نه، ته مخ ته سوور شه ، هغه مبارک مخته زينب (رض) ور پسې – د هغه په اوښ – سپره شوه تر څو مدينې منورې ته راورسيده، د نوموړې بابک (نبي عليه السلام) به ويل : « دا (زينب ) زما غوره لور ده هغه زما له امله ځورېدلې کړېدلې ده » ياد خبر و علی بن حسين (رض) ته ورسيد، و عروة (رض) ته راغلی، ورته ويلې : دا څنګه حديث دی چې ته يې بيانوې، او د “فاطمې” (رض) ور کړل شوی حق ترې توږې ؟ عروة (رض) و فرمايل : د ختيځ او لوېديځ تر مينځ د واړه هستيو په بدله کې به د نوموړې حق کم نکړم، او له دې وروستو به دا حديث يو چاته هم بيان نکړم . روايت د “طبراني او بزار ” دی، او رجال يې واړه د صحيح رجال دي .

سېرت پوهان ليکي : چې نوموړې د نبي عليه السلام مبارک د ژوند پرمهال په (۸ ـ ه) کې، د هغې بيمارې له کبله د اجل و داعي ته لبيک ووايه، کوم چې د هجرت په سفر کې د کفارو له لوري له اوښ نه وغورزول شوه، ځکه نو دهجرت تر څنګ د شهادت وياړ هم لرې . ماخذ: (“البداية والنهاية” ۳/) (“حياة الصحابة” ۱ /۴۵۰) .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د