افغانستان

م.م: ۲۰۱۵ کې ۴۲ زره افغان مهاجرین هېواد ته ستانه شوي

نن ټکی اسیا (چنګاښ ۱۸مه ۱۳۹۴ل): د ملګرو ملتونو اړوند د مهاجرینو نړیوال سازمان وايي چې په روان کال کې د پاکستانه ۴۲زره افغان مهاجرین افغانستان ته ستانه شوي دي.

ددغه نړیوال سازمان یوه استازي رسنیو ته ویلي چې ۲۲زره مهاجرین د خیبرپښتونخوا ایالت څخه او پاتې نور د پاکستان د نورو سیمو ته څخه افغانستان ته ستانه شوي.

هغه ویلي چې پاکستان اوسمهال د ۱۶لکه ثبت افغان مهاجرینو کوربه هېواد دی.

په ۲۰۰۲ز کال وروسته د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان د ۳۸لکه افغان مهاجرینو بېرته افغانستان ته تګ لپاره زمینه مساعده کړې.

ملګرو ملتونو ویلي چې د مهاجرینو بېرته هېواد ستنېدنه به په څو پړاوونو کې بشپړه شي.

په وروستیو کې د پاکستان حکومت لخوا د افغان مهاجرینو سره بدسلوک پیل شو چې له کبله یې د افغان مهاجرینو بېرته ستنېدو بهیر ګړندی شو.

د ډیورنډ پر کرښه هره ورځ لسګونه کډې لېدل کیږي چې بېرته جګړه ځپلي هېواد ته ستانه کیږي.

په روان کال کې د جنورۍ څخه تر مارچ میاشتې پورې له ۳ تر ۴ زرو افغان مهاجرینو هېواد ته ستانه شوي وو چې تېر کال په همدې موده کې یواځې ۷۶۱ افغان مهاجرین هېواد ته بېرته تللي وو.

اوسمهال تر ټولو زیات افغان مهاجرین په خیبرپښتونخوا ایالت کې اوسیږي او تر دې وروسته زیات په کشمیر او پنجاب کې ژوند کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x