نظــر

جغرافيه نه ، ايډيالوژي مهمه ده ( غني او اردغان)

لیکوال: اسحاق اختر

دا مهمه نه ده چي يو کس پر څه ډول جغرافيه باندي امير او مشر دئ بلکه مهمه داده چي د کوم فکر او ايډيالوژي سړی دئ.
پورته جمله مي هغه وخت پر ذهن پرېوتل چي کله مي په ترکيه کي د جمهوري رياست په انګړ کي د امت په نوم ديو مسجد د افتتاح خبر واورېدئ چي په همدي لنډو ورځو کي د رجب طيب اردغان لخوا پرانستل شو.

څومره لوی تفاوت دئ! رجب طيب اردغان د يو داسي سيکولري ترکيې مشر دئ چي شراب څښل پکښي مباح دي ،په لويو لارو او لويو ښارونو کي د شرابو خرڅول او رانيول په عام ډول ترسره کېږي چي هيڅ جرم هم نه ګڼل کېږي.

ښځي بې حجابه اونيم لغړي ګرځي ؛ په عامو محضرونو کي ښځي رقصېږي ، همدارنګه هري خواته ښځي د خپلو انډيوالانو سره ګرځي او سفرونه کوي.

په لويو ښارونو کي په قانوني توګه زناخاني او لواطتخاني پرانيستي دي ، هيڅ ډول جرم نه بلل کيږي.

همدارنګه هغه ترکيه چي دغه لنډ څو کلونه مخکي په رسمي وخت کي د لمونځ يا جماعت کول جرم ګڼل کېدل .

خو دا چي نن ورځ ئې مشر داسلامي حرکت روزلی ، د اسلامي عقيدي او فکر څښتن، د اسلام مبارک دين ته قلباً وفادار دئ ، دادئ نن ورځ ئې د الله تعالی په فضل باندي ډېر سيکولر اصول مات کړي دي او د اسلامي اصولو رعايت ته ئې خلګ اړ ايستلي دي .

د يو داسي ترکيې مشر چي تر ډېره حده ئې لا افراد سيکولرنظام ته وفاداره دي ، دداسي يو نظام مشر نن ورځ د خپل هيواد په ارګ کي د الله تعالی کور (مسجد) ودانوي او د اُمت نوم پر ايږدي.

خو په مقابل کي د يو داسي هيواد مشر چي همېشه په نړی کي د قربانيو ، شهيدانو ، مسلمانانو او د اسلام دحقيقي بچيانو په نوم باندي شهرت لري،داسي يو هيواد چي افراد ئې ۹۹٪ مسلمانان دي، همېشه ئې ژوند د الله تعالی لپاره کړی دئ اوتل ئې د الله تعالی د دين لپاره قربانۍ ورکړي دي ، خپل ځانونه ، اولادونه ، مالونه ، کورونه او ښارونه ئې قربان کړي دي خو ددې دين ساتنه ئې په پوره مېړانه کړې ده او هيڅکله ئې پر ځان د کافر ، مشرک اومنافق نوم نه دئ زغملی ، نه ئې داسي مشر چي ذکر سوي ايډيالوژيانو ته وفادار وي زغملی دئ.

تل ئې د غلامۍ له طوق څخه په هر قيمت چي وي ځان ژغورلی دئ او دا تور داغ ئې هيڅکله پرخپله سپينه لمن نه دئ پرې ايښی.

د يو داسي غيرتي هيواد په ارګ کي نن ورځ د صليب عبادت کېږي په داسي حال کي چي ددې کار دمخنيوي لپاره دې امت په سلهاو او لکهاو شهيدان ، ټپيان ، کونډي او يتيمان ورکړي دي .

خو نن په رڼا ورځ او پراخه بې شرمي سره د يو اسلامي هيواد په ارګ کي د باچا مېرمن (رولا غنی چي د عيسائي مذهب پروان ده) د صليب عبادت کوي اولاخلګ هيلي اواميدونه ورته لري په پوهاند او مفکرورته وايي.

واقعاً چي خپله ماضي مو هېره کړې ده موږ خو هغه قوم وو چي د کافر په نوم مو په ارګ کي يو کس د اوسيدلولپاره نه سوای زغملای مکناټن اوکيوناري موپه همدې جرم (کفر) ووژل او وسوځول؛ خو نن ورځ مو په همدغه ارګ کي د صليب ستاينه او لمانځنه شروع ده اوهيڅوک پروا هم نه په کوي

ځکه نوکله چي د دغه دوه هيوادونو (ترکيې او افغانستان) مشران پرتله کوم دا جمله مي ذهن ته راسي چي؛ دا مهمه نه ده چي د څنګه جغرافيې مشري کوي بلکه مهمه داده چي د کومي ايډيالوژي سړی دئ.

تاسي خپله وګوری د اسلامي ايډيالوژۍ روزلی د سيکولر ترکيې په ارګ کي مسجد جوړوي.

ولي د غربي ايډيالوژۍ روزلی (چي د مفکرپه نامه پر اُمت وتپل شو)د يو اسلامي هيواد په ارګ کي د صليب لمانځني ته اجازه ورکوي. افسوس زموږ پر دغه حال چي مشرانو مو څه کول او موږ څه کوو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

ستاسی لیکنی او د اردګان او غنی مقایسه می ډيره خوښه شوه ، رښتیا هم هلته په ارګ کی د مسجد او دلته په ارګ کی د صلیب عبادت کیږی ، صلیب خو لا پریږده د رولا غنی ورور د لبنان د کمونست ګوند مشر او په هغه پوهنتونی کی استاد دی چیری چه غنی هلته شاګرد وو ، د غنی د کمونست بودن په خاطر یی ورسره د خور نکاح ( یا د سکس شریکوالی وکړو ( ځکه هغوی په نکاح باور نه لری ) چه ورور یی کمونست وی او په خور یی د ومره قومانده چلیږی چه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x