نظــر

دا یې لا پسې دملي اردو جنایت!

(هلمند: ملي اردو ۲۷دکانونه سوځولي دي، د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ د يخچال په سيمه کي د نوي پرانستل سوي بازار ټوله ۲۷ د مالونو ډک دکانونه د ملي اردو سرتېرو سوځولي دي ). لراوبر Larawbar.com 2012-06-05

    كه څه هم چې ولس خو له اربکیانو نه تر دوه سپږمو راغلی، دهغوی ظلمونه، وحشتونه او جنایتونه یي هره ورځ ځوروي، چې تر ټولو ځوروونکې او بوږنوونکې پېښه يې څور ورځې مخکې  په کندوز ولایت کې  دیوې عفیفې پیغلې په آبرو او عزت په دسته جمعي توګه تجاوز و، مګر ملي اردو ته یو څه خوشبین و, په دې معنی چې ګوندې ملي اردو به لكه څنګه چې په نړۍ کې معمول دی دولس تر څنګ ودرېږي،

له ولس نه به دفاع خپله لومړنۍ او وروستنۍ دنده او مسولیت وبولي، دولس داسلامي او ملي منافعو لپاره به ځانونه قربان کړي، او تر یو ځایه داسې نښې نښانې هم تر سترګو کېدې چې پر اساس یې دغه خوشبیني یو څه توجیه کېدای هم شي، ځکه وخت پر وخت په ملي اردو کې داسې با احساسه، پر دین او ولس دردېدلي ځوانان را پیدا کېږي چې دخپل اسلامي او ملي احساس له مخې په خپله خاوره کې داشغالګرو باداري او شتون نشي زغملی.

   اګر چې ددې کار اصلي او اساسي لامل خو په ملي اردو کې داسلامي امارت هغه تکتیکي ابتکار دی چې له مخې یې مجاهدین داشغالګرو دښه ځپلو لپاره په ملي اردو کې شاملېږي، او بیا له پلان سره سم پر اشغالګرو مرګوني ګوزارونه کوي، خو ددې تر څنګ کله کله داسې هم پېښ شوي چې ځینې ځينې غیرتي افغان ځوانانو دخپل افغاني غرور له وجې پر دښمن دټوپک شپېلۍ ور اړولې دي.

   دا دي اوس چې ورو ورو په اصطلاح واک له اشغالګرو نه افغان پوځ ته لېږدول کېږي، او په ځینو ولایتونو کې تر یو ځایه لېږدول شوی هم دی، له ولس سره داسې احساس دی چې ګوندې نور داشغالګرو له ړندو بمباریو، بې هدفه او پراګنده وېشتنو او دشپې له چاپو نه یو څه خلاص شي، نور به څوک پر دوی بمبارۍ نه کوي، نور به څوک دوی له دې کبله نه په نښه کوي چې ولې ددوی په سیمه کې یا سیمې ته نېږدې کوم اشغالګر او یایې کوم ملګری وژل شوی، او یا ولې ددوی په سیمه کې اشغالګرو او ملګرو ته یې تاوان ور اوښتی! لکه څنګه به چې امریکایانو کول او کوي یې، دوی ته چې په کومه سیمه ګوزار وخوري، نو پرته له دې چې پلټنه وکوي، په اصطلاح خپل دښمن پیدا کړي، سمدستي دټوپکو شپېلۍ پر هغه چا  ور اړوي چې په سیمه کې یې وویني، هغه نو که هر څوک وو، که ځوان و که زوړ، که ښځه وه که ماشوم، که انسان و که حیوان، او که انسان یا حیوان په ګوتو ورنشي بیا نو پر ونو او بوټو، کورونو، کلیو او دوکانونو مخ ور اړوي.

 ډېر ځله داسې شوي، بلکې دا دامریکایانو یو معمول دی، ځکه دوی په دې توګه غواړي په سیمه او خلکو کې ویره او ترهه خوره کړي،  غواړي دسیمې خلکو ته ووايي چې تاسو هم زمونږ تر څنګ ودرېږي، له مونږ سره یو ځای زمونږ ددښمن په مقابل کې را سره ودرېږۍ، او که نه بیا مو نو داسې کوو!! او دا ددوی دسره بوش هغه مشهوره فارموله ده چې دسپتمبر دیوولسم له پېښو وروسته یې ټولې نړۍ ته په ډاګه وویل چې یا له مونږ سره او یا زمونږ پر ضد! دا هسې دسره، ځناور بوش دخولې تشه خبره نه وه او نه ده، بلکې دا دوی دجنګي پالیسۍ اساس دی، کوم چې په هېڅ توګه له انسانيت سره اړخ نه لګوي.

دا دي دوی اوس کټ مټ همغه فارموله خپلو شاګردانو ته ورښودلې ده، او هغوی یې هم پرته له دې چې فکر په کې وکوي په پټو سترګو عملي کوي، دا نو اوس کوم عقلانیت او منطق دی چې که له ماسره په هغه ناروا جګړه کې چې دمظلومانو دوهلو او ټکولو لپاره مې پیل کړې ده ونه درېږۍ نو بس مونږ کورونه ورانوو، کلي مو بمباروو، دوکانونه او شتمنۍ مو داور خوراک کوو.

 دا چې اوس دوی په داسې سیمو کې چې هلته ټول خلک غریبان او مسکینان دي، دخپلو لاسونو او پښو په تڼاکو یې یوه دوه روپۍ ګۍ را پیدا کړې دي، او هغه یې بیا دخپلو وړو او وږیو بچیانو لپاره دیوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره یوه ساده وسیله ګۍ ګرځولې ده، دکور ټول غړي، لویان او ماشومان، نارینه او ښځینه، خپل او خپلوان، کلیوال او ملګري ټول په همدې هیله چې ځه زمونږ یا دپلاني خو یو دوکانګی شته، یوه ورځ خو به یو پاو چای، یا یو کیلو غوړي، یا یو ګز رخت په پور را کړي، او په دې مونږ افغانان ښه پوهېږو چې په لیرې پرتو سیمو دیو دکانګي لرل څومره اهمیت لري.

  مګر افسوس چې دغه دامریکایي وحشیانو په لاس روزل شوي شاګردان دومره بې احساسه شول دومره یې ضمیر او وجدان مړ شو چې دخپل ولس دبې وزلانو او مظلومانو ددغه احساس درک یې ونشو کولی، دا خو يې ونه کول چې یو څه کومک یا مرسته ورسره وکوي، بلکې بر عکس دهغوی دکانونو ته یې دظالم اور سرې لمبې ور مرش کړې! دوی څه فکر کوې چې ددغو مظلومانو دزړونو سوي آهونه به ددغه سره اور په څېر سرې لمبې نشې چې بېرته دهمدغه ظالمانو دکبر او جبر دنګې ماڼۍ پکې لولپه شي! او دا په داسې حال کې چې دالله جل جلاله او دمظلوم دآه تر منځ هېڅ پرده نشته، الله تعالی خامخا دمظلوم سوی آه قبلوي!

دوی که امنیت ټینګوي، یا امنیت راولي نو آیا امنیت په دې توګه راځي، چې دسیمه ایزو بې وزلو او غریبو خلکو دکانونو او شتمنیو ته اور ورته کړي! دکانونه او بازارونه یې ړنګ کړي، کلې او ښارونه یې بمبار کړي! دوی څه فکر کوي چې په دې کار سره به یې په سیمه کې خپل خواخوږي زیات کړي وي او که به یې لا دځان لپاره په هره څو مترۍ کې یو کمین کیندلی وي! دغه جاهلان په حقیقت کې خپل ځان ته په خپله په خپل لاس کندې کيندي، ځکه خو به یې پایله هم ښه خوندوره وي هغه چې وايي: خپله لاسه ګله لاسه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x