نظــر

په لوګر کې دبشریت ددښمنانو یو بل جنایت!

دا څه لومړی ځل نه دی، څو څو ځله دبشریت دښمنانو په خپلو ړندو بمباریو دافغان ولس په ګڼو کورونو کې دویر او غم ټغر غوړلی دی، په تېره بیا دواده دخوښیو او خوشحالیو په شپو او ورځو کې، څو کاله وړاندې دننګرهار په هسکه مینه باندې دیو بشري جنایت په ترڅ کې چې اشغالګرو نه یوازې دا چې عام او بې غرضه ولسي خلک، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان بلکې خپله ناوې چې دخپل ژوند تر ټولو خوږو شپو ورځو ته یې له ډېر وخت راهیسي انتظار کړی و، او په دې وخت کې دخپل نوي ژوند له شریک سره دتودې او خوږې مینې دغوټۍ دټوکېدو په هیله په ډولۍ کې خپل نوي کور ته تلله، په داسې حالت کې په شهادت ورسوله چې په نېکريزو سره لاسونه یې په خپلو وینو ورسره کړل!

دغه دخوشحالۍ او خوښۍ محفل چې په افغانانو کې دځانګړو تودو او خوږو مراسمو په ترڅ کې لمانځل کېږي، یو په یو دجنازو په محفل چې ژړاګانې او غمونه ترینه چاپير وي بدل کړ! دناوې او زوم دراتلونکي ژوند تاندې او نازکې هیلې او ژوندي نوي ماشوم امیدونه یې دتل لپاره تر تورو خاورو لاندې کړل.

   دفراه په بالا بلوک، عزیز آباد، او له هغه مخکې په کندوز، او په کراتو مراتو په هلمند او څه وخت مخکې په کندهار  کې دزنګاوت، او دا اوس څو ورځې وړاندې دپکتیا په ګرده څېړۍ کې او بیګاه شپه دلوګر په بره کې برک کې بیګانۍ غمیزه چې دواده دابتدايي خوښیو او خوشحالیو په شپو ورځو کې تر سره شوه، او نورې دېته ورته خونړۍ بشري غمېزې په دغو لسو کلونو کې نړیوالو او ولس ته دبشریت ددښمنانو تورې او بدنامه څېرې ښې په ډاګه کړې.

    که څه هم چې دکابل دفاسدې ادارې فاسد مشر څو څو ځله هسې په خوله دا خبره کړې چې له امریکایانو او ناټویانو سره دشپینو عملیاتو پر سره جنجال لري، او دستراتېژیک تړون په لاسلیکولو سره یې دغه ستونزه حل کړې، مګر حقیقت بیا بل څه وايي، نوموړي دستراتېژيک تړون دلاسلیکولو لپاره چې په حقیقت کې دافغانستان رسمي پلورل دي دا شرط وړاندې کولو چې باید شپني عملیات ودرول شي، او یا دوی ته یو څه برخه پکې ور کړل شي، هو!  په ظاهر خو هسې په رسنیو کې راغلل چې نور به شپني عملیات ددوی په ژبه دافغان ځواکونو تر مشرۍ لاندې کېږي، تر څو دملکي تلفاتو مخه ونیول شي، مګر دا دی هره ورځ داسې څه پېښېږي چې دغه درواغزنې آوازې بالکل ردوي، دځينو رسنیو په قول: (د لوګر د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رييس خان وايي، دغه عمليات د برکي برک ولسوالۍ د سجاوند په سيمه کې شوي دي, نوموړى زياتوي، چې عمليات له باګرام څخه د بهرنيو ځواکونو له خوا شوي او افغان ځواکونو په کې برخه نه درلوده ) تاند ویب پاڼه.

 دا نو اوس څه رنګه دشپنیو عملیاتو مسولیت او اختیار افغان ګوډاګیو ځواکونو ته سپارل شوی، چې خپله دګوډاګۍ ادارې چارواکی په خپله خوله وايي چې عملیات مستقیما له باګرام نه په داسې حالت کې تر سره شوي چې ګوډاګیان پکې برخه نه لري؟
 که حقیقت همداسې وي نو بیا دفاسدې مافیايي ادارې فاسد مشر دڅه لپاره په درواغو لګیا دی چې دشپینو عملیاتو واک دده لنډغرو ته سپارل شوی؟ که څه هم چې لنډغر یې له اشغالګرو نه په جنایت کې که زیات نه وي نو کم خو په هېڅ صورت نه دي، چې تر ټولو ښکاره بیلګه یې په هلمند کې د۲۷ دکانونو سوځول دي.

 کرزی غواړي په دغه رنګه درواغو سره دخلکو په منځ کې خپل بایللی حیثیت بیرته را ژوندی کړي، مګر خبر نه دی چې الله تعالی یې داسې شرموي چې په ډېر لږ وخت کې يې هر څه را بربنډ شي، که ده په رښتیا دستراتیژیک تړون لپاره دشپنیو علمیاتو بندول او یا يې افغان ځواکونو ته سپارل شرط بللی وای نو بیا ولې له  همغه تړون نه څو وورځې وروسته سمدستي بیرته شپینې عملیات په همغه پخواني ډول پیل شول، او یوځل خو ده دړکه هم وکوله چې که داسې کېږي نو بیا خو ستراتيژیک تړون خپل حیثیت له لاسه ورکوي، خو عاجزګی په دې نه پوهېږي چې ستراتېژیک تړون له چا سره؟

ستراتيژیک تړون به هغه وخت خپل حیثیت له لاسه ورکولو چې ددوو جهتو تر منځ لاسلیک شوی وای، دا چې تړون دبادار او غلام تر منځ لاسلیک شو نو څه رنګه ديته تړون ویل کېدای شي، او څه رنګه بادار دتړون مادوته په ژمنتیا ملزم کېدای شي؟

   تر ټولو دخندا او تعجب ځای لا پسې دا چې وحشي اشغالګر تر اوسه پورې دا نه مني چې ګواکي عام ولسي خلک یې بمبار کړي، بلکې لا هم وايي چې ولسي خلکو ته کوم زیان نه دی اوښتی، او حال دا چې هم دسیمې خلک او هم خپله دګوډاګۍ ادارې سیمه ایز چارواکي په کلکه سره وايي چې شهید کړای شوي کسان ټول ولسي عام وګړي دي، چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي!

   کوم چې عامو خلکو دلاریون په ترڅ کې جنازې دولسوالۍ په لوري روانې کړې دي، او ټول خلک یې ګوري، باید ټول په دې خبره ځان پوه کړي چې دبشریت قسم خوړلي دښمنان هېڅ رنګه اصولو، تړونونو او وعدو ته ژمنتیا نه لري، هېڅ انساني ارزښتونه او بشري اخلاق نه پېژني، په هېڅ ډول په سمه خبره نه پوهېږي، ځکه خو دوی یوازې او یوازې دتورې په زور لارې ته راتلی شي او بس.

   له همدې کبله په ټولو باندې لازمه ده  په هر ډول چې کولای شي باید داشغالګرو وحشت او بربریت ته نور دپای ټکي په اېښودلو کې خپل انساني، اسلامي او افغاني مسولیت ادا کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x