افغانستان

بسم الله شیر له ګډحکومت څخه د استعفا غوښتلو په تور امنیتي ځواکونو نیولی

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۱۹مه ۱۳۹۴ل): د وفاق ملي افغانستان ګوند مسوولین وايي چې ددغه ګوند مشر بسم الله شیر امنیتي ځواکونو په دې تور نیولی چې د ګډ حکومت څخه يې استعفا غوښتې ده.

ددغه ګوند یو شمېر غړو نن د جمعې په ورځ د کابل ښار د دوهمې امنیتي حوزې مخې ته د اعتراض په موخه راټول شوي وو او ویل یې چې اساسي قانون هر چاته د بیان د ازادۍ حق ورکړی او هېڅوک نشي کولای څوک ددغې حق څخه محروم کړي.

د دې ګوند رهبرې شورا نن په کابل کې خبریالانو ته ویلي چې د یاد ګوند مشر بسم الله شیر د افغانستان روان سیاسي او امنیتي وضعیت ته په کتو سره، د ملي یووالي حکومت د رهبرانو استعفاء غوښتې ده.

دوی ګواښ وکړ که حکومت يې مشر راخوشې نه کړی دوی په ټول افغانستان کې لاریونونه پیل کړي.

دوی نن هم په یوې تبلیغاتي پوستر د اشرف غني او عبدالله عبدالله څخه استعفا غوښتې وه.

بل لورې د کورنیو چارو وزارت وايي چې دغه ګوند یو شمېر غړو غوښتل چې د عامه ولس ذهنیت خراب کړي او له همدې کبله نیول شوي دي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند عبدالله کریمي ازادۍ رادیو ته ویلي چې « د تېرې شپې د دولسو بجو په شاوخوا کې د پولیسو ګزمه یو شمېر خلکو ته متوجه کیږي چې وسله وال دي او د حکومت ضد پوسترونه نصبوي او د دې ترڅنګ د پولیسو د پوښتنې پروړاندې، وسله کار کوي چې دا په خپله جرم دی.»

بسم الله شیر تېرو ټاکنو کې نوماند هم و خو کمېسیون رد کړ. اوسمهال وخت پر وخت په ګډ حکومت نېوکې کوي او له ولسمشر او اجراییه رییس استعفا غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
habib amin

بسم الله شير د ايراني جنايتكار اخندي فا شيست او سپاه پاسدار اوهم د شوراي نظار يو وفادار ### ده هغه وخت چي د گلم جمانو مشر او د شوراي نظار د غلو سر لشكر او لند غر عطاي نو سر اتحاد وكه همدغه بسم الله شير ددي اتحاد حمايت هم وكه وايي چه په همدغه شپه يو تعداد پو سترونه او شبنامي چه په اصل كي د اشرف غني په ضد د شوراي نظار او ### ايراني جاسوسانو چه په قم دغه د شيطاني او مشركيت او د اسلام ضد سيمي كه چاپ شوي وي او په ديوالونو نشلول… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x