افغانستانخبرونه

فاریاب کې درنې جګړې، د اربکیانو اته قومندانان وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): په تېرو څلوروېشتو ساعتونو کې د فاریاب په شیرین تګاب او شبرغان-میمنې پر لویې لارې د طالبانو او اربکیانو ترمنځ سختې نښتې شوې دي چې حکومتي ځواکونو ته یې ډېر تلفات اړولي دي.

په ولسي جرګه کې د فاریات د خلکو استازی، ډاکټر نقیب الله فایق وايي: «فاریاب په تېرو پنځوسو کلونو کې دا ډول تلفات نه و لیدلي. د ولسي جنګیالیو اته نومیالي قومندانان تېره شپه په خواجه سبزپوش سیمه کې د یوه ماین د چاودنې له امله په خپلې قرارګاه کې ووژل شول».

شېبه مخکې له فاریاب څخه د نن ټکي اسیا سرچینې وايي چې د عبدالرشید قرايي په نامه بل قومندان هم وژل شوی.

فایق وايي، له مرګوني چاودنې وروسته طالبانو خپلو پرمختګونو ته دوام ورکړی او تر جمعه بازار او پاخه سړک پورې رارسېدلي.

له بلې خوا طالبانو د اتو اربکي قومندانانو د وژنې د خبر په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي؛ خو د طالبانو رسمي وېب پاڼه لیکي: «د عزم د عملیاتو په لړ کې بېګا شپه لس بجې د شرین تګاب ولسوالۍ اړوند د تخت ایشان په سیمه کې د اسلامي امارت مجاهدینو د دښمن په مرکزونو وسله وال بریدونه ترسره کړل». طالبان د ځینو کلیو او د پوستو د نیونې خبره کوي.

مګر د ولسي جرګې غړی، فایق د جګړې وضعیت ډېر خونړی ښيي او ګواښ کوي که حکومت اربکیانو سره پر وخت مرسته ونه کړي طالبان به نور پرمختګ هم وکړي: «له څو ساعتونو راهیسې د طالبانو پر ضد د شبرغان-میمنې پر لویې لارې جګړه روانه ده تر څو طالبان میمنې ته ورسېږي».

فایق د دلاور ترین په نامه د یوه بل قومندان د وژنې خبره مني چې تېره شپه په خپله پوسته کې ووژل شو.

نقیب الله فایق د فارایاب د خونړۍ جګړې په اړه وايي: «په هرو څو ساعتونو کې د امنیتي ځواکونو د ډله ییزو وژنو خبرونه رارسېږي. طالبان له څلورو ولایتونو څخه فاریاب ته راغونډ شوي او له څلورو خواوو یې حملې پیل کړې دي». فایق د جګړې د وضعیت په اړه وايي: «د قیامت په څېر سخته جګړه روانه ده».

فایق وايي طالبانو ته هم تلفات اوښتي، خو تر اوسه په دې اړه کومې خپلواکې سرچینې څه نه دي ویلی.

د ولسي جرګې دغه غړی د تل په څېر له ګډحکومت څخه سرټکوي چې پر وخت مرستندویه ځواکونه نه لېږي تر څو په فاریاب کې د طالبانو پرمختګونه قابو کړي. فایق لیکي: «ګومان کېږي چې د شاهین قول اردو قومندان او دفاع وزارت قسم کړی وي چې فاریاب مخالفینو ته تسلیم کړي. د دفاع وزارت د نه پاملرنې له امله زموږ حوصله هم سر ته ختلې ده».

په فاریاب کې د طالبانو بریدونه له هغې وروسته زور اخلي چې د سولې خبرو په اړه هم رپوټونه ورکول کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mahmood haqqani

مننه.
زوانانو الله مو اباد او زوندي لره.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x