ایرلینډ د نمیبیا لوبډلې ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۱۹مه ۱۳۹۴ل): د ټاکنیز پړاو سیالیو درییمه لوبه د ایرلینډ او نمیبیا لوبډلو تر منځ وه چې دغې لوبې کې ایرلینډ د نمیبیا لوبډلې ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه.

ایرلینډ لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه. نمیبیا ټاکل شوي شلو اورونو کې خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۲۴ منډې جوړې کړې.

د نمیبیا لوبډلې لپاره سمیت تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی شو. سمیت په ۱۶ توپونو د دوو شپږیزو په مرسته ۲۱ منډې جوړې کړې.

د ایرلینډ لوبډلې لپاره کوسک خپل څلورو اورونو کې دوه، موني خپل څلورو اورونو کې درې، ډوکرېل خپل څلورو اورونو کې دوه او سټرلینګ خپل څلورو اورونو کې یوه ویکټه واخیسته.

د ایرلینډ لوبډلې توپ وهوونکو هم غوره لوبه وکړه او په اسانۍ سره يي د نمیبیا لخوا ټاکل شوی هدف د اوبراین او پورټر فیلډ غوره توپ وهنه په مرسته پوره کړه.

د ایرلینډ لوبډلې ټاکل شوی هدف یوازې دریو لوبغاړو له لاسه ورکولو سره د لوبې په ۱۷.۲ اورونو کې پوره او سیالې لوبډلې ته يي په ۷ ویکټو ماتې ورکړه.

نننۍ لوبې کې د ایرلینډ لوبډلې لپاره اوبراین په ۴۰ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۵ منډې جوړې کړې او د برګر په بال يي خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

پورټرفیلډ دغې لوبې کې په ۴۴ توپونو د ۷ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۶ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

نمیبیا لوبډلې توپ اچوونکو ونشو کولی د خپلې لوبډلې له لورې ټاکل شوی هدف څخه دفاع وکړي. دغې لوبې کې د نمیبیا لپاره ډیویډسن، شولټز او برګر یوه یوه ویکټه واخیسته.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د