کینیا د کاناډا لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۱۹مه ۱۳۹۴ل): د غوراوی سیالیو څلورمه لوبه د کینیا او کاناډا لوبډلو تر منځ وه چې دغې لوبې کې کینیا د کاناډا لوبډلې ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه.

د کینیا لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د کاناډا لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه. کاناډايي لوبډلې ټاکل شوي شلو اورونو کې یوازې پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۴۳ منډې جوړې کړې.

د توپ وهنې په برخه کې د کاناډا لپاره ګوناسېکرا، چیما او پټېل غوره توپ وهنه وکړه. ګوناسېکرا په ۳۸ توپونو د دریو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۵۱، چیما په ۲۵ توپونو د دوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۳۵ او پټېل په ۲۹ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۲۵ منډې جوړې کړې.

د کینیا لوبډلې توپ اچوونکي دغې لوبې کې د زیاتو ویکټو ترلاسه کولو کې پاتې راغلل او وتوانیدل د سیالې لوبډلې یوازې پنځه لوبغاړي له مخې لرې کړي.

د کینیا لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې اینګوچي خپل څلورو اورونو کې دوه ویکټې، اودیامبو خپل څلورو اورونو کې دوه ویکټې او پټېل خپل دوو اورونو کې یوه ویکټه واخیسته.

کینیايي لوبډلې توپ وهوونکو غوره لوبه وکړه او د سیالې لوبډلې لخوا ټاکل شوی هدف يي په اسانۍ سره د کریم غوره توپ وهنې په مرسته پوره کړه.

کینیا د کاناډا لخوا ټاکل شوی هدف یوازې درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د لوبې په ۱۸.۳ اورونو کې پوره او کاناډايي لوبډلې ته يي په ۷ ویکټو ماتې ورکړه.

دغې لوبې کې د کینیا لوبډلې لپاره کریم په ۵۴ توپونو د ۷ څلوریزو او ۳ شپږیزو په مرسته ۷۴ او اوما په ۲۶ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۴ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلي پاتې شول.

د کاناډا لوبډلې لپاره ګورډن تر ټولو بریالی توپ اچوونکی ثابت شو. ګورډن خپل ۳.۳ اورونو کې ۲۳ منډې ورکولو سره د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي له مخې لرې کړ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د