غښتلې او پیاوړې توپ وهنې ملي لوبډلې ته دوهمه بریا په برخه کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۱۹مه ۱۳۹۴ل): د غوراوی جام سیالیو شپږمه لوبه د افغانستان او متحده عربي اماراتو لوبډلو تر منځ وه چې دغې لوبې کې ملي لوبډلې د غوره او پیاوړې توپ وهنې په پایله سیالې لوبډلې ته په اتو ویکټو په داسې حال کې چې د لوبې ۱۶ توپونه لا هم پاتي ول ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د متحده عربي اماراتو لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پریکړه يي وکړه. دغې لوبې کې د اماراتو لوبډلې توپ وهوونکو غوره لوبه وکړه او د ملي لوبډلې لپاره د یو ستر هدف په ټاکلو بریالي شول.

متحده عربي اماراتو لوبډلې ټاکل شوي شلو اورونو کې د محمد شهزاد او شیمان انور غوره توپ وهنې په مرسته شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۶۴ منډې جوړې کړې او ملي لوبډلې ته يي د ۱۶۵ منډو ستر هدف وټاکه.

دغې لوبې کې د اماراتو لوبډلې لپاره محمد شهزاد په ۲۸ توپونو د دریو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۴۳، شیمان انور په ۲۵ توپونو د یوې څلوریزې او دریو شپږیزو په مرسته ۳۵ او فیضان اصف په ۱۹ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۲۸ منډې جوړې کړې.

نننۍ لوبې کې د ملي لوبډلې توپ اچوونکي د تیرې لوبډې په څیر غوره لوبه ونکړه او سیالې لوبډلې ته يي د زیاتو منډو جوړولو چانس ورکړ. دغې لوبې کې د ملي لوبډلې لپاره دولت ځدران تر ټولو زیاتې منډې ورکوونکی توپ اچوونکی شو. دولت ځدران خپل څلورو اورونو کې ۴۶ منډې ورکړې او یوه ویکټه واخیسته.

دغې لوبې کې حمید حسن خپل څلورو اورنو کې ۲۹ منډې او دوه ویکټې او میرویس اشرف خپل څلورو اورونو کې ۲۱ منډې او دوه ویکټې واخیستې. نننۍ لوبې کې شرف الدین اشرف څلورو اورونو کې ۳۰ منډې ورکړې او د ویکټې په اخیستو بریالی نه شو.

د ملي لوبډلې لپاره میرویس اشرف تر ټولو لږې منډې ورکوونکی توپ اچوونکی شو. میرویس اشرف خپل څلورو اورونو کې یوازې ۲۱ منډې ورکړې چې په دې ډول دغې لوبې کې د نوموړی د منډو ورکولو اوسط ۵.۲۵ منډې پر اوور و. میرویس اشرف دغې لوبې کې د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي هم له مخې لرې کړ.

په ځوابي توپ وهنې کې د ملي لوبډلې توپ وهوونکو غوره، پیاوړې او غښتلې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او وتوانیدل د متحده عربي اماراتو لخوا ټاکل شوی ستر هدف په اسانۍ سره پوره کړي.

د ملي لوبډلې توپ وهنې پیل د محمد شهزاد له څلوریزو او شپږیزو سره وشوه. که څه هم ملي لوبډلې په ۴۳ منډو خپل لومړی لوبغاړی نوروز منګل له لاسه ورکړ خو بیا هم د لوبډلې لوبډل مشر اصغر ستانکزی له محمد شهزاد سره ښه ملګرتیا وکړه.

ملي لوبډلې د محمد شهزاد، اصغر ستانکزی او سمیع الله شینواري غوره او پیاوړې توپ وهنې په مرسته ټاکل شوی هدف یوازې دوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره په ۱۷.۲ اورونو کې پوره او سیالې لوبډلې ته يي په اتو ویکټو سخته ماتې ورکړه.

محمد شهزاد په نننۍ لوبې کې خپل غوره، پیاوړې او چټکې توپ وهنې له امله د لوبې اتل ګڼلی شو. محمد شهزاد یوازې په ۳۷ توپونو د ۷ څلوریزو او ۵ شپږیزو په مرسته ۷۴ منډې جوړې کړې چې وروسته بیا د عمیر علي په بال يي خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

دغې لوبې کې له محمد شهزاد وروسته اصغر ستانکزی او سمیع الله شینواري هم غوره ملګرتیا وکړه. اصغر ستانکزی په ۳۳ توپونو د دوو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۴۴ او سمیع الله شینواري په ۲۳ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۳۰ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلي پاتې شول. نوروز منګل هم دغې لوبې کې د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته په ۱۳ توپونو ۱۵ منډې جوړې کړې.

د متحده عربي امارتو لوبډلې ټول توپ اچوونکي د ملي لوبډلې پیاوړې توپ وهنې په وړاندې پاتې راغلل خو بیا هم امجد جاوید او عمیر علي یوې یوې ویکټې اخیستلو سره دغې لوبډلې لپاره غوره توپ اچوونکي ثابت شول.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د