نظــر

آيا مسلمان ترهګر دی؟

سمسور زلمي

د امريکا بهرنۍ پاليسي پدې ولاړه ده چې سپين پوستي بايد د نورو قومونو څخه په لوړ موقف او د نړۍ ستر قوم وواوسي. دي هدف ته د رسيدو په خاطر د امريکا يو پخوانی ولسمشر وايي: پورتنۍ پاليسۍ ته د رسيدو او کاميابيدو لپاره بايد څو ميلونه افراد په قتل ورسوو .دامريکا بهرنۍ پاليسي که د تاريخ په اوږدو کې مطالعه کړو ثابته به شي چې دا په استعمار ولاړ ده. دوى د اعمار تر شعار لاندې يو هيواد ته ځي او د خپل استعمار پښي هلته غزوي. رښتيا هم د هر استعـــمــاري ځواک شــعار اعمــار وي. راځو دا ثابتوو چې ترهګر څوک دي مسلمان که امريکا ؟
د امــريکا په وړاندې ترهرګر هغه څوک دي چې د دوى غير انــساني، غيرقانوني او غير اخلاقي کړنو ته لاس ونيسي، ځکه دوى ځان ته نړۍوال ستر ځواک “Super Power” وايي راځئ چې د دوى څو مثالونه درته په ګوته کړم چې ترهګر څوک دی؟
د ١٩٤٥م کال د اګست په ٧نيټه امريکا د جاپان په هيروشيما او ناګاساکي ښارونو باندې اتوم بمونه واچوول په نتيجه کې دوه لکه افراد په قتل ورسيدل، دي ښارونو کې کومي پوځي اډي نه وې بلکې دا صرف ښاري سيمي وي. د امريکا نظامي جنرالان د دي کار مخالف وه ځکه هغوۍ ليده چې جاپان د ماتي سره مخ ده نو ولې ورباندې اتومي حمله وشي. په ځواب کې به دامريکا ولسمشر ټرومين وويل : ((مونږ په دغو موادو باندې تجربه کوو))
تاسو يې دي غیرانساني خبري ته وګورئ چې د دوى د تجروبو ښکار انسانان دي د امريکا فوځ نه يواځي دوى په قتل ورسول بلکې کورونه اوټوله هستي يې هم ورته د خاورو سره خاوري کړه ، اوس چې کله هم په دغو دوه ښارو کښي کوم ماشوم پېدا کېږي د هغه به حتما د بدن يوه عضوه فلج وي . تاسو قضاوت وکړئ په نړۍ کښې داسې د وحشت نه ډک قتل عام پېداکيږي، دا څوک وه مسلمان که امريکا؟
دامريکا د سمندري پوځ نماينده “روز ويلټ” د لا تيني امريکا په غريبو دولتونو حملي وکړي او ټولې طبیعي زيرمي يې تري لوټ کړي .
په ١٩١٥م کال چا د کارابين د بحيري په دوو هيوادونو Haiti اوDominican Republic باندې بحري حمله وکړه او خلک ېې په قتل ورسول . په ١٩٥٣م کال کې سې آۍ اي او اف بې آۍ خپل مزدور “نارمن شوار ګاف ” ته لس لکه ډالر ورکړه تر څو ايران ته لاړ او د ايران د جنرالانو په واسطه د ډاکټر مصدق د حکومت کاسه نسکوره کړي د مصدق حکومت او ټول وزيران يې په قتل ورسول د مصدق جانشين يې يو نااهله کس فضل الله وزير اعظم وټاکه په دي سره دوى د ايران په تيلو خيټه واچوله .
چا په ١٩٧٣م کال کې د چلي د حکـــومت کاســه نســـکوره کړه Pebula Neruda يې په بې رحمۍ سره قتل کړاو پر ځاى يې Pinoche ولسمشر کړ .
چا١٩٥٠-١٩٥٣مکالونو پورې شمالي کوريا تر حملو لاندې نيولى وه د شمالي کورېا او چېن افراد يې په الوتکو کې پورته او د لوړي فضا څخه يې را ګزار کړه د ځينو پوځيانو سرونه يې غوڅ کړل همدارنګه يې د کوريا ١٠ لکه افراد په قتل ورسول دا مسلمان که امريکا ؟
چا د ويتنام او لاؤس په هيوادونو کيمېاوي بمونه واچول چې په نتيجه کې د وېتنام ٢٠ لکه او د لاؤس ١٠ لس لکه افراد هلاک شول .
چا د سوډان حکومت په غير عادلانه توګه تجزيه کړ تر څو په دي کار سره د سوډان طبعي زيرمي تر لاسه کړي مسلمان که امريکا؟

د ٢٠٠١م کال د اکتوبر د مياشتي په ٨ د شپي په نهه نيمو بجو امريکايې استعمار پر افغانستان باندې صليبي نظامي يرغل وکړ او زمونږ په زرګونو وګړي يې شهيدان کړه په زرګونو يې ټپيان او معيوب کړه او په لکونو يې هجرت کولو ته اړ ويستل په زرګونه کورونه، کلي، ښارونه، روغتونونه، ديني مدرسي، ښـوونځي، ليسي او جوماتونه يې په کلسټر بمونو، کروزونو او هاک ټو رهبري شويو توغنديو ويجاړ کړه، هوايي ډګرونه، د افغانستان د دولت سلاکوټونه، عسکري او ملي الوتکي او په زرګونو محاريبو موټري، درني او سپکي وسلي يې توري ايري وګرځول او د اسلام او بشر دښمنه امريکايي صليبي يرغلګر د ښکيلاک او د جنایتونو لړۍ تر اوسه پورې دوام لري .
کله چې دي صليبي ځواکونو په افغانستان باندې حمله وکړه نو په لومړيو دري مياشتو کې يعنې په ٨٠ لومړي ورځو کې افغانستان کې بشر د قوانينو په خلاف د قتل او تخريب جنايتونه کړي دي او د پاکستان د ملي امنيت يوي ادارې رپورټ بيان کړي دي او ويلي دي: امريکايي الوتکو، کروز او هاک ټو توغنديو په افغانستان کې په لومړيو ٨٠ ورځو کې ٥٩٧٥١ وګړي شهيدان کړي دي چې په دوى کې طالبان او عام وګړي ټول شامل دي .
په افغانستان کې امريکايې الوتکو او سمندري توغنديو په لومړيو اتياو ورځو کې يويشت جوماتونه شهيدان کړي يوسل اووه ديرش روغتونونه، څوارلس ديني مدرسي، يوسلو شپاړس ښوونځي، اووه شپيته کلي، پنځه هوايې ډګرونه او ولسي بلډنګونه او نولس الوتکي تباه او ويجاړي کړي دي. په افغانستان کې د امريکايې الوتکو په بمباريو کې اتلس زره بوډاګان او ماشومان او نولس زره ښځي او شل زره اووه سوه يو پنځوس ځوانان شهيدان کړي دي .امريکايې الوتکو په افغانستان کې له پنځه سوه پونډيزه تر پنځلس زره پونډيزه ډيزي کټربونو پورې استعمال کړي دي .
همدارنګه بين الملي تحقيقاتي ادارو لکه ايسوسي ايشن اف ريسپانسيبل ډينسډنټس او نورو ليکلي دي امريکا له ١٩٤٧م کال څخه تر ١٩٨٧م کال پورې په مجموعي توګه اتيا لکه يعنې اته ميلونه انسانان قتل کړي او همدارنګه په ٢٠١٠\٠٧\٢٧نيټه د وېکلېکس او شېبګل نومي مجلو ٩٢٠٠٠دوه نوي زره اسناد افشا کړل چې په دي اسنادو کې د امريکا لخوا د بې ګناه ولسي وګړو مرګ ژوبله هم شامله وه هغه مرګ ژوبله چې امريکا يې د افشاه کيدو څخه ډډه کوله . که په هر راپور کې کم تر کمه لس بې ګناه او معصومو وګړي وژل شوي فکر وکړي چې دا تعداد به څومره ته رسيدلي وي تاسو وواېې دهشت ګرد څوک مسلمان که امريکا؟
دغه بشر دښمنه لړي يې تر اوسه پورې هم روانه ده د تروريزم په نوم زيات عمليات اوس هم ددريمي نړۍ په اسلامي هيوادونو کې تر سره کيږي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x