دیني، سیرت او تاریخ

شهید او شهادت – نولسمه برخه

م. محمد نعيم

دوهم: د جګړې له مخې د شهیدانو ډولونه

د وچې جګړه
سمندري جګړه
هوايي جګړه
۱ – یو هغه شهید دی چې د وچې په جګړه کې شهید شوی وي، ۲- بل هغه دی چې په سمندري جګړه کې شهید شوی وي، دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم، صحابهء کرامو، تابعینو او تبع تابعینو… په وخت کې. خو اوسنيو حالاتو او جګړو ته په کتو سره یو بل نوی ډول جګړه هم شته، چې تر ټولو اغېزناکه، ارزښتناکه، ګواښمنه او پرېکنده بلل کېدی شي، دا جګړه هوايي جګړه ده، چې په مخکنیو وختونو کې نه وه؛ ځکه نوموړې جګړه د وسلو، وسیلو او ژوند د پرمختګ زېږنده ده، په طیارو جګړه کول د جګړې نوی ډول دی، په مخکې وختونو کې طیارې نه وې.

د سمندري جګړې شهیدانو د غوره والي په اړه ګڼ احادیث راغلي، د سمندري جګړې شهیدانو اجر د وچې شهیدانو دوه برابره ګڼل شوی. علمای کرام وايي دا ځکه چې سمندري جګړه د وچې جګړې په پرتله ډېره ګرانه او ګواښمنه ده، په سمندري جګړه کې مجاهد د تېښتې او خلاصي ډېر کم فرصت لري، چې په نشت حساب دی، همدارنګه د اوبو په منځ کې په کښتۍ کې ګرځېدلو سره ډار او ترهه تړلې ده. په سمندر کې په طبیعي ډول هر انسان یرېږي، د ځینو سر ګرځي، د ځینو سترګې تورېږي، نو له همدې کبله یې اجر هم دوه برابره دی.

( قال صاحب المغني وغيره من أصحاب الإمام أحمد: غزو البحر أفضل من غزو البر لأن البحر أعظم خطرا ومشقة فإنه بين خطر العدو وخطر الغرق ولا يتمكن من الفرار إلا مع أصحابه فكان أفضل من غيره ) [1].

ژباړه: د حنبلي فقهې د مشهور فقهي کتاب ( المغني ) مولف ابن قدامه المقدسي او د امام احمد بن حنبل رحمه الله نور ملګري وايي: د سمندر جګړه د وچې له جګړې څخه ځکه غوره ده چې د سمندر ګواښ او سختي زیاته ده؛ مجاهد د دښمن او ډوبېدو تر منځ را ګير وي، له ملګرو پرته نشي تښتېدای – ځکه ټول په یوه کښتۍ کې وي، که تښتي ټول به یو ځای تښتي که نه یو کس یوازې نشي تښتېدی – نو له همدې کبله سمندري جګړه د وچې له جګړې څخه د اجر او ثواب له مخې غوره ده.

دې ټکي ته په کتو سره ځینې علمای کرام وايي چې هوايي جګړه بیا تر سمندري جګړې لا پسې ګرانه او خطرناکه ده، که څه هم په سمندري جګړه کې مجاهد د څپو له ګواښ سره مخېږي، د ډوبېدو شونتیا یې ډېره وي، ددې تر څنګ د تېښتې هېڅ کومه لاره نه وي، یوازې په یو صورت کې چې کښتۍ د سمندر څنډې ته شي، خو هغه ګواښونه چې په سمندر کې مجاهد ور سره مخېږي، په هوايي جګړه کې دوه بلکې څو برابره دي، په هوا کې د طیارې یوې او بلې خوا ته کږېدل، او د باد له څپو سره مخېدل، له وریځو، بارانونو او نورو ګواښونو سره لاس او ګرېوانېدل، د سمندر له سفر او جګړې نه څو برابره زیات خطرناک دي.

د سمندري شهیدانو په اړه په یو حدیث شریف کې داسې راځي، عَنْ أَبِى الدَّرْدَاءِ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « غَزْوَةٌ فِى الْبَحْرِ مِثْلُ عَشْرِ غَزَوَاتٍ فِى الْبَرِّ وَالَّذِى يَسْدَرُ فِى الْبَحْرِ كَالْمُتَشَحِّطِ فِى دَمِهِ فِى سَبِيلِ اللَّهِ سُبْحَانَهُ ».[2]

ژباړه: له حضرت ابو درداء رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په سمندر کې یوه غزا د وچې د لسو غزاګانو په څېر ده، او هغه چې په سمندر کې یې سرګرځي، داسې دی لکه د الله جل جلاله په لاره کې چې په خپلو وینو کې رغړي.

سبحان الله! په دې مبارک حدیث کې ګورو چې هغه مجاهد چې په سمندري جګړه کې ګډون کوي او سر یې ګرځي، داسې دی لکه د وچې په جګړه کې چې په خپلو وینو کې رغړي.

په یو بل حدیث شریف کې راځي چې د سمندر د شهیدانو ارواح الله جل جلاله خپله اخلي، ( عَنْ سُلَيْمِ بْنِ عَامِرٍ قَالَ سَمِعْتُ أَبَا أُمَامَةَ يَقُولُ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَقُولُ « شَهِيدُ الْبَحْرِ مِثْلُ شَهِيدَىِ الْبَرِّ وَالْمَائِدُ فِى الْبَحْرِ كَالْمُتَشَحِّطِ فِى دَمِهِ فِى الْبَرِّ وَمَا بَيْنَ الْمَوْجَتَيْنِ كَقَاطِعِ الدُّنْيَا فِى طَاعَةِ اللَّهِ وَإِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ وَكَلَ مَلَكَ الْمَوْتِ بِقَبْضِ الأَرْوَاحِ إِلاَّ شَهِيدَ الْبَحْرِ فَإِنَّهُ يَتَوَلَّى قَبْضَ أَرْوَاحِهِمْ وَيَغْفِرُ لِشَهِيدِ الْبَرِّ الذُّنُوبَ كُلَّهَا إِلاَّ الدَّيْنَ وَلِشَهِيدِ الْبَحْرِ الذُّنُوبَ وَالدَّيْنَ )[3]

ژباړه: له سلیم بن عامر نه روایت دی، وايي له ابو امامه رضی الله عنه نه مې واورېدل چې ویل یې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه واورېدل چې ویل یې: ( د سمندر د شهید اجر د وچې ددوه شهیدانو هومره دی، او هغه مجاهد چې په سمندر کې یې سر ګرځي، د هغه مجاهد په څېر دی چې په وچه کې په خپلو وینو کې رغړي.

او دسمندر ددوه څپو تر منځ تېرېدو کې دومره اجر دی، لکه یو څوک چې خپل ټول عمر د الله جل جلاله په عبادت کې تېر کړي، الله جل جلاله د سمندر له شهید پرته د ارواحو د اخیستو دنده ملک الموت ته سپارلې، خو دسمندر د شهیدانو ارواح خپله اخلي،او د وچې شهید ته له پور نه پرته نورې ګناوې بښي، خو د سمندر شهید ته د نورو ګناهونو تر څنګ پور هم بښي.

ځیني علمای کرام وايي چې دا حدیث کمزوری دی، ځکه چې له هغه صریح او صحیح حدیث سره په ټکر کې دی چې له عبد الله بن عمرو بن العاص رضی الله عنهما څخه په صحیح مسلم اونورو کتابونو کې روایت شوی. په هغه کې راځي چې شهید ته له پور پرته ټولې ګناوې بښل کېږي، خو په دې روایت کې راغلي چې پور هم ورته وبښل کېږي. او تخصیص دعموم ځکه نشي کېدی چې دا حدیث کمزوری دی.

کمزوري یې دا ده چې په سند کې یې ( عُفَیْر بن مَعْدان ) دی، د نوموړي په اړه د جرح او تعدیل علمای کرام فرمايي چې ضعیف دی، په ځانګړي ډول په هغو روایاتو کې چې له سُلَیْم بن عامر نه یې کړي.

په هر صورت، دا جلا خبره ده چې حدیث ضعیف دی، خو که په عام ډول د هر شهید په ځانګړي ډول د سمندر د شهید غوره والي ته وکتل شي، چې الله جل جلاله په داسې پېرزوینو نازولي چې نور بنده ګان یې نه دي پرې نازولي، نو لیرې نه ده چې دا پېرزوینه یې دې هم پرې کړې وي؛ ځکه الله جل جلاله په هر څه قادر دی. او له عامو اصولو سره د مخالفت دلیل ځکه معقول نه دی، چې دا د استثناء او تخصیص ځای دی، الله جل جلاله چې یو ځل یو څوک استثناء کوي، تخصیص ور کوي، بیا هر ډول تخصیص ور کولی شي.

لکه دا چې د سمندر د شهید اجر د وچې د شهید دوه برابره دی….

نور بیا…

ماخذونه:

[1] المغني : 8/ 350 .
[2] – سنن ابن ماجه, باب فضل غزو البحر.
[3] – سنن ابن ماجه, باب فضل غزو البحر. المعجم الكبير للطبراني. حديث أبي أمامة. رضي الله عنه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x