ډیموکراسي ده///شاعر: عبدالاحد حماد
ښه بر بنډه فحاشي ډیموکراسي ده
پر بې وسو باداري ډیموکراسي ده
تبلیغات او دوروغونه ،بهتانونه
د بیان دا آزادي ډیموکراسي ده
له تیارو هم له رڼا وو سره مینه
بس دوه مخې پالیسي ډیموکراسي ده
په لس کته پر ملامات د زور په وړاندي
پر مظلومو بد ماشي ډیموکراسي ده
له شیطان سره ایتلاف د ځان په ګټه
له اسلام نه بېزاري ډیموکراسي ده
قرباني د اخوت تر خوائشاتو
په هرڅه کي خود خواهي ډیموکراسي ده
کبابونه، شرابونه ، ګډاګاني
اوسنی پارلماني ډیموکراسي ده
قناعت په بندګۍ د مادیاتو
له الله بې پروایي ډیموکراسي ده
تور پتلون، لنډه ګورتۍ، غرېيلې ږیره
او په غاړه نیکټايي ډیموکراسي ده
د پر هر پر ځای د سرو شونډو ستاینه
دا شیطانه شاعري ډیموکراسي ده
انسانیت ته دپای ټکی-ټکی – ټکی
نن سبا خو حیواني ډیموکراسي ده
حماد ځکه دجانان لمن نیولې
د اغیارو اشنایي ډیموکراسي ده