نظــر

طالبان، امريکا او مذاکرات؛ سوله او که د طالبانو د وېش هڅې؟!

پوهندوی هوسا غلجی

کېدای شي، يو شمېر درانه لوستونکي نيوکه وکړي، چې طالبان او امريکا ياديږي، نو ولې طالبان او افغان دولت ياد نه شي، نو د دې خبرې بيخي لنډ ګنډ ځواب همدا تېرې ديارلس کلنې پېښې دي، چې له امله يې موږ ويلی شو، چې د جګړې بنسټيز لامل يوازې او يوازې د امريکا شتون دی او تر څو پورې، چې امريکا په سيمه او افغانستان همداسې پاتې وي، نو د سولې او جګړې طرف به هم امریکا او طالبان وي.
د کرزي له واکمنۍ رانيولې د اشرف غني د حکومت تر جوړېدو، د جان کيري يو «ابتکار» سره اشرف غني او عبدالله دواړه په پنځوس پنځوس فيصده حکومت سره جوړ شول او تر اوسه هم د ګډ حکومت ټولې چارې په څرګنده د امريکا له لوري په مستقيمه توګه اداره کيږي، نو داسې وخت کې بايد هر عاقل دا ومني، چې د قضيې اصلي لوری امريکا ده!

د سپټمبر له پېښو وروسته د امريکا پخواني ولسمشر جورج بوش په يوه خوله ټينګار کاوه، چې يا به د امريکا سره يئ او يا هم دښمن سره.
هغه مهال امريکايي عسکر له خپلو سيمه ييزو او نړيوالو اشرباڼو سره د هغه چا د نيولو او وژلو په لټه کې وو، چې د امريکا د دښمنۍ فکر ورسره و، مګر له دوو کالو امريکايي اشغال وروسته، چې هېواد کې د طالبانو له لوري وسله وال مقاومت مخ پر زياتېدو شو، دغه مقاومت ورځ تر بلې قوي کېده، چې بالاخره امريکايي جنرالانو د جګړې له ډګره رسنيو سره په خپلو خبرو کې ومنله، چې د افغانستان ستونزه د جګړې له لارې نه حل کيږي او د دې لپاره بايد له سوله ييزې لارې کار واخيستل شي.

مذاکرات د څه لپاره؟

امريکا د دې لپاره د سولې پروسه نه ده پيل کړې، چې ګواکې دوی د افغانستان له غمه مړه دي، بلکې دا ټولو ته څرګنده ده، چې امريکا ته، د بل هر هېواد په څېر، يوازې او يوازې خپلې ګټې مهمې دي، هغه که په سوله کې وي او که د ټول افغان ولس په وژنه کې.

امريکا چې د خپل يرغل په پيل کې هڅه وکړه، چې طالبان له صحنې وباسي، مګر ډېر ژر پر دې خبره پوه شول، چې دا هڅې يې بې ځايه دي، نو بيا يې د طالبانو د کمزوري کولو او خپلمنځي شخړو اخته کولو لپاره مټې رابډ وهلې، دا هڅې يې هم د نورو په څېر بې ګټې شوې او د طالبانو بريدونه او چاودنې د خپل متحد قيادت تر مشرۍ لاندې ورځ تر بلې نور هم قوي کيږي او اوس هم روان دي.

د امريکا په مقابل کې ۲۰۰۱ز کال راهيسې د طالبانو په دريځ کې هېڅ ډول بدلون نه دی راغلی او تر اوسه همدا خبره کوي، چې تر څو افغانستان کې يو بهرنی هم وي، نو هېڅ ډول سوله دوی ته د منلو وړ نه ده.

سوله څوک نه غواړي؟

داسې هم نه ده، چې طالبان سوله نه غواړي يا يې پر خپل ولس خوږې او ارامه شپې ورځې نه دي پېرزو، بلکې طالبان همدا وايي، چې ټولې هڅې او قربانۍ يې د خپل ولس د ښېرازه او روڼ راتلونکي لپاره دي او دوی به د خپل ولس پر ازادۍ او روښانه راتلونکي د نړۍ له هېڅ ځواک سره کامپرومایز ونه کړي او تر اوسه هم په خپله خبره ټينګار کوي، چې امريکايان د افغانانو د بدبختۍ ستر لامل دي او که امريکايان ووځي، نو دوی له خپلو افغانانو سره هر ډول خبرو ته تيار دي او دوی هېڅکله د واک د انحصار په فکر کې نه دي.

د سولې شورا لوړپوړي مشر او د پارلمان وکيل مولوي شهزاده څو ورځې وړاندې کابل کې د سولې په اړه يوې غونډې ته وويل، چې د سولې پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ بهرني واکمن لاسونه او په حکومت کې دننه د چارواکو تر منځ فکري او سليقوي اختلافات دي.

د مولوي شهزاده په وينا امريکايان هېڅکله داسې سوله نه غواړي، چې د دوی ګټې په کې خوندي نه وي او همدا رنګه په حکومت کې دننه چارواکي طالبانو سره د سولې په اړه يوه خوله نه دي.

د مولوي شهزاده د خبرو لنډ مطلب همدا کېدای شي، چې امريکا نه غواړي د خپل څوارلس کلن حضور لګښت او قرباني ضايع کړي او طالبانو ته په اسانه دغه دريځ خوشې کړي او بل پلو په حکومت کې دننه شمال ټلواله او يو شمېر نور زورواکان دا فکر کوي، که هېواد کې سوله راشي، نو د دوی واک او ځواک له ګواښ سره مخ کيږي او له همدې امله دوی په دې خوښ دي، چې جګړه همداسې روانه وي، ولس دې وژل کيږي، تر څو د دوی واک او ځواک همداسې روان وي.

بل پلو ډاکټر اشرف غني، چې ټول عمر يې په درس او تدريس کې تېر کړی، په خپلو ټاکنيزو وعدو کې له خلکو سره ژمنه کړې وه، که دی واک ته ورسېده، نو تر ټولو لومړی د سولې پروسه پيلوي، مګر نوموړي د خپل واک په دوهمه ورځ امريکا سره جنجالي تړون په داسې وخت کې لاسليک کړ، چې طالبانو په څرګندو ټکو اشرف غني ته ګواښ کړی و، که امريکا سره يې امنيتي تړون لاسليک کړ، نو د سولې دغه اوسنۍ هيلې به هم له منځه ولاړې شي.

که اشرف غني رښتيا سوله غواړي نو

اشرف غني اوس هم د کرزي په څېر بنګساره دی د سولې لپاره يې د طالبانو د سياسي دفتر مخ پرېښی او سوله له پاکستانه غواړي.
د کارپوهانو په اند اشرف غني که رښتيا سوله غواړي، نو اول بايد د سولې امريکايي شورا پر ځای يو ملي محور رامنځته کړي، چې د اشرف غني تر تاثير لاندې هم نه وي او يو خپلواک او بې پرې مجلس وي، چې دواړو لوريو ته د منلو وړ وي.

دوهم دا چې طالبان هېڅکله پر امريکا او اشرف غني هېڅ ډول باور کولو ته نه دي تيار او دی بايد د طالبانو لپاره په نړيواله کچه داسې ضمانت ورکړي، چې طالبان يې ومني او له هغې وروسته د اوږدمهالې سولې لپاره خبرې اترې پيل شي.

د څارونکو په وينا که اشرف غني رښتيا هم سوله غواړي، نو بايد په دې اړه له پاکستانه ځان لرې وساتي؛ ځکه پاکستان د دې توان نه لري، چې طالبان په خپل زور او اغېز سولې ته کينوي او که اشرف غني له پاکستانه سوله غواړي، نو طالبان به له ځانه نور هم لرې کړي، ځکه طالبان به هېڅکله د ځان لپاره دا تاريخي تور پرېنږدي، چې د پاکستان په غوښتنه دې خبرو اترو ته کيني او پاکستان يوازې دومره کولای شي، چې خپل ټر په پر پټ کړي، چې د طالب په نوم ځينې بې واکه او ځینې مجبور کسان د خبرو مېز ته کينوي او اشرف غني سره دغه لوبه تر يو وخته وغځوي او له هغې وروسته به د وخت مطابق د ځان په ګټه لوبه داسې راوڅرخوي، چې اشرف غني او نور افغان دولت تر ډېره په مغالطه کې وساتي.

که اشرف غني رښتیا هم سوله غواړي، نو د سولې په نوم، چې کوم بې خرته امتيازات يې پاکستان ته ورکړي او لا هم لګيا دی ورکوي يې، دغه امتياز بايد طالب ته ورکړي او ګټه به يې بالاخره بيا افغانستان ته راځي.

د طالبانو سياسي دفتر د سولې باوري ادرس

طالبان قطر کې د سيد طيب اغا په مشرۍ د سياسي چارو لپاره ځانګړی ادرس لري او بيا بيا يې د رسنيو له لارې اعلانونه کړي،چې د هر ډول خبرو اترو لپاره يوازينی ادرس د قطر دفتر دی.

له هغه وخته، چې طالبانو قطر کې خپل دفتر خلاص کړی، نړۍ ته يې دا وښوده، چې دوی د پاکستان او هغو هېوادونو له اغېزې خوندي دي، چې د افغانستان په اشغال کې مستقيم او غير مستقيم لاس لري.

د يوې باوري سرچينې له قوله د قطر دفتر له پرانیستې څه موده وروسته پاکستان له سيد طيب اغا غوښتي و، چې دوی که د دفتر د پرانيستنې په اړه له پاکستان سره مشوره کړې وای، نو دوی به ښې مشورې ورکړې وای، نو سيد طيب اغا ورته په څرګندو ټکو وويل، چې دوی د افغانستان په اړه د پاکستان له پاليسۍ نهيلي دي او دوی هېڅکله نه شي کولای، چې په داسې يو هېواد باور وکړي، چې دوه مخې پاليسي ولري.

د سرچينې په وينا طيب اغا پاکستاني چارواکو ته ويلي و، چې د خپل مشر ملا محمد عمر مجاهد له لوري ورته امر شوی، چې درې ځايه به د سياسي چارو لپاره دفتر نه پرانيزي.

اول ګاونډي هېواد؛
دوهم هغه هېواد، چې افغانستان کې د امريکايي اشغال ملاتړ کوي يا يې عسکر په افغانستان کې افغانان وژني؛
درېيم به هغه هېواد کې خپل دفتر نه پرانيزي، چې د طالبانو د امارت پر مهال يې دوی سره ناوړه چلند کړی وي.

سيد طيب اغا د خپلو خبرو په تفصيل کې ويلي و، چې پاکستان يې ګاونډي هېواد دی او تر څنګ يې د دوی مهم مشران بنديان کړي او ځينې يې وژلي او له همدې امله دوی هېڅکله په پاکستان باور نه شي کولای.

دوهم دا چې ځينو کړيو طالبانو ته مشوره ورکوله، چې سعودي يا ترکيه کې يې بايد دفتر پرانيستی وای، نو د اغا صيب لنډ ځواب همدا و، چې ترکيه افغانستان کې عسکر لري او سعودي پاکستان سره نږدې استخباراتي اړيکې لري او تر څنګ يې د امارت پر مهال طالبانو سره ناوړه چلند کړی و.

دغه سرچينه زياتوي، چې پاکستاني پلاوي د طيب اغا خبرې تر پايه واورېدې او طيب اغا ته يې ډاډ ورکړ، چې ډېر ژر به د پاکستان له زندانونو د طالبانو مشران خوشې کړي.

ټولو ولیدل، چې دوه کاله وړاندې پاکستان له خپلو زندانونو افغان طالبان په داسې حال کې خوشې کړل، چې احسان يې پر افغان دولت واچاو او په عين حال کې يې د طالبانو د راضي کولو هڅه هم وکړه.

د کارپوهانو په اند، له هغه وخته چې طالبانو قطر کې خپل سياسي دفتر پرانيستی، د نورو ګټو تر څنګ پاکستان کې هېڅ لوړپوړی طالب مشر نه دی نيول شوی او دا کار د طالبانو هغه بريا ده، چې يو يې د پاکستان له اغېزه خپل سياسي مسير وژغوره او بل پلو يې پاکستان اړ کړ، چې د طالبانو غوښتنې ومني.

سوله غلا نه ده چې په توره شپه کې وشي!

دا چې د ګډ حکومت چارواکي د روښانه ادرس پر ځای له پاکستانه سوله غواړي، دا هڅې او فکر په خپله په دې معنا دی، چې اشرف غني او ملګري يې يا د قضيې په حجم نه پوهيږي او يا هم په لوی لاس سوله نه غواړي.

دا سمه ده، چې پاکستان د طالب په نوم داسې يو څو څېرې افغان حکومت سره خبرو اترو ته کينولې او پاکستان له دې لارې پر افغان دولت د امتياز تر لاسه کولو لپاره خپله غاړه خلاصه کړه، مګر دا ډول ناستې د حل پر ځای ستونزې نورې هم زياتوي او موږ تاسې به وکسو، د دې لپاره چې طالبان خپل ځان د پاکستان له اغېزه لرې وښيي، خپلو بريدونو او چاودنو ته به نور زور هم ورکوي او دغه کشاله به نوره هم سره پراخه شي او خبره به داسې ځای ته ورسي، چې بيا به يې کنټرول د پاکستان او نړۍ په لاس کې هم نه وي. د اسلام اباد له په اصطلاح خبرو او د افغان حکومتۍ له خوښۍ یوه ورځ وروسته، پرون په فاریاب کې طالبانو داسې عملیات پيل کړل چې کله یې هم بېلګه نه وه لیدل شوې.

که ځمکنیو حقايقو ته ځير شو، نو د مري د بدنامې غونډې ګډونوالو کې يو د طالبانو پخوانی چارواکی او اوس غير فعال غړی، چې په شخصي توګه دروند سړی دی ملا عبدالجليل اخوند د پاکستان په ټينګار دغه غونډه کې شرکت کړی، همدا رنګه حاجي ابراهيم چې د جلال الدين حقاني ورور دی، د ده په پرتله يې ورېرونه د امريکايي يرغل پر ضد ډېر فعال دي او اخر کې د طالبانو د عامه روغتيا کميسيون مشر ملا عباس اخوند، د يو شمېر سرچينو له قوله پاکستان اړ کړی، چې يوازې او يوازې دومره وکړي، چې افغان حکومت سره خبرو اترو ته کيني، تر څو پاکستان ځان لپاره د اوړو پزه جوړه کړي او ويل کيږي، چې دا يې هم ورته ويلي، چې افغان پلاوي سره د خبرو اترو اجنډا، منلو او نه منلو په اړه پرېکړه د مرکچيانو خپله ده، چې څه ورته وايي.

د طالبانو اعلامیه او دوه مهم ټکي

طالبانو د مري د خبرو په سبا باندې یوه لنډه، نکته داره او دیپلوماتیکه اعلامیه خپره کړه. د اعلامیې دوې برخې وې:

په لومړۍ برخه کې ویل شوي چې اسلامي امارت د چارو د ښه تنظیم او پرمختګ لپاره د چارواکیو په صلاحیتونو کې وخت پر وخت تغییرات راولي.

دویمه برخه کې یو ځل بیا پر دې ټینګار کوي چې له دې وروسته د مذاکراتو صلاحیت یوازې سیاسي دفتر سره دی او اسلامي امارت د ټولو خارجي او داخلي سیاسي چارو مسوولیت یوازې د اسلامي امارت سیاسي دفتر ته سپاري.

طالبانو د اعلامیې په اول بند کې هڅه کړې چې د مري د خبرو په اړه ګونګ پاتې شي. نه یې رد کړي، نه یې ومني او پر یوې په اصطلاح مدیریتي چارې غږېږي، چې اوس یې د بیان هېڅ اړتیا نه وه؛ ځکه دا خبره خو ټولو ته څرګنده وه چې مدیریتي تغییرات وخت نا وخت راځي.

په دویم بند کې په یو ډول د مري مذاکرات په مطلق ډول ردوي. کله چې وايي د سیاسي چارو او لیدنو کتنو واک یوازې او یوازې سیاسي دفتر سره دی، نور نو څه مبهم نه پاتې کېږي. دلته خبره واضح کېږي چې د مذاکراتو صلاحیت او مسوولیت یوازې د سیاسي دفتر دی او د مري په خبرو کې د سیاسي دفتر هېڅ استازی نه و.

د اسلام اباد غونډه د سولې پيل ګڼلی شو؟

د اسلام اباد ناسته متاسفانه د عامه ذهنیت پر خلاف د سولې زېری نه شي لرلای؛ ځکه چې يو خو طالبان ټول پر دې پوهيږي، چې د قطر دفتر د دوی د نظام يوازيني سياسي مرجع ده او که څوک له دغې مرجع پرته بل ځای د سياسي طالب په نوم ناسته پاسته کوي، نو طالبان دا کار خيانت او د وخت ضیاع بولي.

بله دا چې دا هم ټولو ته څرګنده ده، چې د طالبانو په نوم د اسلام اباد د غونډې ګډونوال هېڅلکه دومره واک او پلويان نه لري، چې د روان مقامت پر څرنګوالي دې اغېز ولري.

تر اوسه هم اشرف غني داسې ګومان کوي، چې سوله به د غلو په څېر په توره شپه کې راولي، دا يې يوازې او يوازې يو خيال دی، چې هېڅکله به تحقق ونه مومي، بلکې که افغان دولت په رښيتنې معنا سوله غواړي، نو بايد د يو کور د مشر په توګه د خپلو افغانانو وروڼو عمده غوښتنې ومني، سولې ته په خپله مستقيما زمينه برابره کړي، هغه امتياز، چې پاکستان ته ورکوي، بايد طالبانو ته يې ومني، يو خوا به د پاکستان له احسانه خلاص وي، د افغانستان ستراتيژيک دوست هند به نه وي خوابدی او بالاخره هېواد کې به د دايمي سولې لپاره رښتينې زمينه برابره شي. سولې د پاکستان د ګټو په تامین سره نه شي راتلای. په بدخشان او فاریاب کې چې نن کوم طالب جنګېږي، دا څه د جهاد وخت نه دی چې له پاکستانه ورته منظم اکمالات راروان وي. هغوی څوک د مري په څېر خبرو نه شي تېر ایستلای.

دا چې د طالبانو سياسي دفتر په څرګندو ټکو افغان دولت سره د خبرو اترو دغه اوسنۍ لړۍ او د پاکستان هڅې ردوي، نو دا خبره د دې څرګندونه ده، چې اشرف غني او پاکستان د افغان سولې پر ځای د طالبانو د وېش په لټه کې دي او غواړي، چې له دې لارې طالبان سره ووېشي، مګر دوی بايد پر دې خبره پوه شي، چې طالبان به هېڅکله خپل مجبور ملګري له خپل صفه ونه باسي، طالبان د هغوی مجبورۍ ويني او داسې به هېڅکله ونه کړي، چې د ملا عباس، لطيف منصور او نورو مجبورو ملګرو ستونزې له پامه وغورځوي او د هغوی په اړه به داسې يوه پرېکړه وکړي، چې د طالبانو د صف د ماتېدو لامل شي.

د اسلام اباد له غونډې وروسته د سیاسي دفتر وياند دکتور محمد نعيم وردګ په ډېرو څرګندو ټکو وويل، چې د هر ډول سياسي قضيو د څېړلو او مذاکراتو واک يوازې او يوازې له سياسي دفتر سره دی، نو د سولې رښتني غوښتونکي بايد پر دې خبره سر خلاص کړي، چې اشرف غني، د ګډ حکومت شريکباڼي، امريکا او پاکستان افغانستان کې سوله نه غواړي او تر څو چې دغه شومې هڅې روانې وي، نو هېواد کې سوله د مرغۍ پۍ دي، چې هېڅکله به تحقق ونه مومي.

زما د معلوماتو له مخې طالبانو د سياسي دفتر مشر سيد طيب اغا ته د هغه قوي ايمان، ځيرک سياست او هېواد سره د رښتينې مينې له امله د هر ډول سياسي خبرو اترو بشپړ واک ورکړی او طالبان هېڅکله دېته نه دي تيار، چې د اسلام او هېواد اوږدمهالې ګټې دې په زيان کې واچوي او داسې سوله دې وکړي، چې د خپلو ملګرو او افغان ولس ديارلس کلنې قربانۍ له خاورو سره خاورې کړي. طالبانو چې څوارلس کاله له امریکا سره ډغره ووهله، زندانه یې وزغمل او شهادتونه یې ورکړل، نو د پاکستان په امر به سولې ته کېنې؟!

زه بيا هم ټينګار کوم، چې اشرف غني بايد د پاکستان پر ځای د خپل تره ډاکټر قيوم کوچي او نورو مخورو په واسطه د قطر دفتر سره خبرو ته لاره پيدا کړي او له هغه ځايه د سولې کیلي خپل هېواد ته راوړي، په بل صورت کې د اشرف غنی تګلاره د کعبې پر ځای د ترکستان سفر ښکاري او دی به هم د کرزي په څېر په داسې وخت کې له خپلې واکمنۍ لاس واخلي، چې هېواد کې به د جګړو لړۍ له دې هم تېزوي.

که ژوندون غواړې په لستوڼي کې خنجر وساته
دنيا وجود د هېڅ کمزوري او مجبور نه مني

دروېش درانی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
kadir mohmand

To the Honorable Daniel F. Feldman U.S. Special Representative for Afghanistan and Pakistan The U.S. Department of State 2201 C Street, NW Room 1517 Washington, DC 20520 Dear Mr. Feldman: The negotiations in Islamabad, Pakistan on July 7, 2015 between the Afghan puppet government, the Pakistan government and current prisoners of Pakistan, who were Taliban, are a sham. These negotiations will not lead to true peace in Afghanistan. However, maybe that is what the United States and Pakistan want– negotiations they know will never lead to peace. The “sham” negotiations are for appearance only, so that the United States and… نور لوستل »

عبدالله

پر ژبه دی برکت سه

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x