ثالث عمر//شاعر: عبدالاحد حماد
ثالث عمر//شاعر: عبدالاحد حماد
نظر مه شه باب دمیني پرې ودان دی
پر رڼا مین د لمر پر لار روان دی
ښایستونو اقتدا ور پسي کړې
مقتدا دسپینو ستور د اسمان دی
خدایه! تل یې هم رکاب لرې د خِضر
په ثالث عمر آباد دغه کاروان دی
شکر خدایه! هر وخت پره په تول ختلی
ازمیلی د اضدادو امتحان دی
ولسونه خو به ځکه ترې ځاریږي
مجاهد د ولسونو دین ایمان دی
دا مین به د ارمان تر خیږي درومي
که هر څو پرې د مرمیو توند باران دی
لاس مو مات شه اې اغزیوو! ار بکیوو!
دا ګلاب خو ستۍ د کلي طالب جان دی
د ولچک شرنګا غزل د استقلال ده
دا بندي یوسف د مصر پاسابان دی
د شهیدو سرکو شونډو زمزمه خو
یا سلګۍ ده او یا سورة رحمان دی
د دې تور خزان په غشي لګېدلی
یا نرګس دی، یا غاټول، یا ارغوان دی
بدرګه چي فرشتو ورسره کړله
له کابله مهاجر هغه آذان دی
سور شیطان یې د زړګي پر تخته ناست دی
هغه بد وایي چي ارګ لا مسلمان دی
استشهاد ته چي په بدو سترګو ګوري
دا په عقل خام ، ناحقه بد ګومان دی
چي په تش کاته یې غم له زړګي اخلي
د حماد خو بس هم هغه څوک جانان دی