نن ټکی اسیا

سوله که ملنډې؟

محمود الحسن عابد

سوله د افغانستان له خاورې څخه الوتلی هغه عنقا مرغه دی، چې پنځه دېرش کاله وشول افغانان يې لېدو ته لېوال دي، خو متاسفانه هر هغه څوک چې د لس ـ پنځلسو کسانو مشري پر دې نوم يې په کراتو کراتو د افغانانو له احساساتو سره لوبې وکړې، امتیازات يې تر لاسه کړل او د ځان يې خپلو شومو اهدافو ته ورساوه.

انتخابي جلسو کې د اشرف غني شعارونه که څه هم د افغانان خوشباوره کړي و، حتی داسې ګنګوسې هم وې چې ممکن طالبان هم له نوي حکومت سره مخامخ خبرو ته کيني، خو د حکومت په راتلو سره د امنیتي تړون امضا یو ځل بیا دغه ټول اميدونه اسفل السافلين ته وغورځول؛ ځکه د جګړې د یو اړخ په شرطونو کې لومړی شرط د بهرنيو ځوکاوونو وتل دي او اشرف غني د واک په لومړۍ ورځ له دې شرط سره ټکر کې راوستله، نو د افغانانو د ارمان اخري اميد يواځې طالبان پاتې شول.

طالبانو ته مې عرض دا دی چې د افغاني زخمونو اخري مرهم تاسې یاست، د زخمي او زنداني مظلومو سترګو کې تاسې غړېږئ، د هر شهيد بچی وايي د بابا د وينو پور به مې طالب اخلي، هم تاسې یاست چې د دنیا هر مظلوم لپاره مو تر بل هر چا مخکې غږ پورته کړی، نو الله مه کړه په دا اخري وخت کې د کفري دسیسو ښکار شئ او په چاپیریال کې جوړکړي دوستان مو په دښمنانو بدل کړي، ځکه داسې به ډېرې کمې کورنۍ وي چې نه يې شهيد، نه زخمي او نه زنداني ورکړی وي، تاسو به د دې معلومو کسانو پر مټ په دې مشکوکو او نامعلومو ناستو ( چې قطر دفتر د الاماره ویب پاڼې له لارې رد کړې) په صورت کې د ټولو دردېدلو افغانانو په زخمونو مالګي مه دوړوئ!

د افغانانو را خپل کړي زړونه به یو ځل بیا له لاسه ورکړي او دا خپل روښانه ویاړمن تاریخ به په داسې کرښو بدل کړئ چې راتلونکی نسل به يې په کتلو شرمېږي.

د سیاسي کارپوهانو په اند حتی غلیم پرې هم اعتراف کړی چې اسلامي امارت له پیله پر یو دريځ ولاړ دی، نه يې سياسي فشار بدلولی شي او نه هم کفري نظامي زور او مطبوعاتي فشار طالبان له خپله دريځه تېر کړل.

خدای دې وکړي چې لا هم پخپله تګلاره لکه پامير غر ودرېږئ او په هر هغه ځای کې له ناستې څخه ډډه وکړئ، چې افغانان ورته د شک په سترګه ګوري او د تېر په څېر له هرې ناستې څخه د افغانانو د خبرولو لړۍ روانه وساتئ او د هر هغه چا مخه ونیسئ چې د افغانانو پر احساساتو ملنډې وهي.

د ازاد او باثباته افغانستان په هیله