سلف او روژه (30/23)

حامد افغان

سلف او د قدر شپه

د روژې وروستيو لسو کې مو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په عبادت او شپه ویښه تیرولو خبري وکړې، او دا مو هم وویل چې لویه موخه یې د قدر د شپې ثواب ترلاسه کول و، نن د قدر په شپه لنډي خبري لرو، د قدر شپه دومره لویه شپه ده چې په اړه یې مستقل سورت نازل شوی دی، د سورت د پیل ایت لکه د سورت د مضمون عنوان داسي دی: إِنَّآ أَنزَلْنٰهُ فِى لَيْلَةِ الْقَدْرِ، وروسته ټول سورت د قدر د شپې تفصيلات بیان کړي دي، لومړی دا سورت له ژباړي سره.

إِنَّآ أَنزَلْنٰهُ فِى لَيْلَةِ الْقَدْرِ* وَمَآ أَدْرٰىكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ* لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍ* تَنَزَّلُ الْمَلٰٓئِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ* سَلٰمٌ هِىَ حَتّٰى مَطْلَعِ الْفَجْرِ* یعني موږ دا (قُرآن) د قدر په شپه نازل کړيدی.او ته څه پوهېږې چي د قدر شپه څه ده؟ د قدر شپه له زرو مياشتو څخه ډېره غوره ده؛ پرښتې او روح (جبرئیل ع) په هغې کښي د خپل رب په اجازه هر حُكم اخلي راكوزيږي. هغه شپه له سره تر پايه، تر سهار ختلو پوري سلامتيا ده.

رسول الله صلی الله علیه وسلم او سلفو د روژې د وروستیو لسو شپو اهتمام د همدې ليلة القدر د موندلو له پاره کاوه، هغه خپل کور وال او صحابه هم په دې شپو کې عبادت ته هڅول، لکه د علي بن ابي طالب رضي الله عنه په روایت کې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم به د روژې په وروستيو لسو شپو کې خپل کوروالى ويښول. قال عليُّ بنُ أبِي طالب – رضِي الله عنْه -: “كان النَّبيُّ – صلَّى الله عليْه وسلَّم – يوقِظ أهلَه في العشْر الأواخر من رمضان”؛ صحيح سنن التِّرْمذي.

د قدر شپه لویه شپه ده، په څو محدودو ساعتونو کې د زرو میاشتو ثواب ترلاسه کول خورا لویه خبره ده: لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْر، د قدر شپه له زرو مياشتو څخه ډېره غوره ده. که د قدر شپې په اړه د دې ایت ظاهر ته وګورو نو مطلب دا چې د قدر د شپې عبادت له 83کاله او څلورو میاشتو عبادت نه زیات ثواب لري، د “خیر” لفظ مطلب ډېر زیات او دا زیاتوالی به څومره یې هغه یوه الله ته معلوم دی.

ځیني مفسرين بیا د دې ایت ظاهري مطلب نه مراد کوي هغوی وایي مطلب یې دا دی چې د قدر د شپې عبادت د ټول عمر له عبادت نه ډېر زيات ده، ځکه د عربو عادت ده چې الف (زر) شمیر د بیخي زیات شمیر له پاره کاروي، موږ هم زر شمیره پخپلو خبرو کې په ډېر زیات شمیر سره مراد کوو لکه چې وایي: هغه ته مې زر ځله دا خبر کړې ده .. نو د قدر د شپې عبادت د زرو میاشتو له عبادته زیات دا مطلب چې له بیخي زیاتو میاشتو عبادته زياته ده. یعني د ټولو میاشتو له عبادته زیات ده.

قرانکریم وایي: تَنَزَّلُ الْمَلٰٓئِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْر، پرښتې او روح (جبرئیل ع) په هغې کښي د خپل رب په اجازه هر حُكم اخلي راكوزيږي.په دې شپه دومره زیاتي ملایکي راښکته کیږي چې د ځمکي پر مخ له وړوکاڼو نه د دوی شمیر زیات وي، لکه په یوه حدیث کې دا خبره راغلې ده: قال النَّبيُّ – صلَّى الله عليْه وسلَّم -: ليْلة القدْر: ليلة سابعةٍ أو تاسعةٍ وعشرين، إنَّ الملائكة تلك الليلة في الأرْض أكثر من عدَد الحصى. صحيح الجامع.

او قرانکریم دا شپه په بل ځای کې د حکم او پرېکړي شپه بللې ده:{فِيهَا يُفْرَقُ كُلُّ أَمْرٍ حَكِيمٍ} [الدخان: 4]، یعني د حکمت هر کار او خبره په دې شپه کې فیصله کیږي، او لکه په حدیث کې راغلي د دې شپې په عبادت سره د مومن تیر ټول ګناهونه بښل کیږي. مَن قامها إيمانًا واحتِسابًا غُفِر له ما تقدَّم من ذنبِه.

د قدر شپه یعني د احترام او درنښت شپه، امام الوراق رحمه الله وایي: دې شپې ته د “قدر” شپه ځکه وایي چې د قدر او احترام وړ کتاب (قران) په کې نازل شوی دی، د قدرمني ملایکي په ژبه سره نازل شوی دی، د قدر او احترام وړ پیغمبر باندي نازل شوی دی او د قدر او احترام وړ امت له پاره نازل شوی دی. او امام الزهري وایي: دا شپه ځکه د قدر شپه بولي چې ډېره لویه، قدرمنه او د شرافت او کرامت شپه ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د