سلف او روژه (30/24)

حامد افغان

د قدر شپه کله وي؟

امام الفخر الرازي – رحِمه الله – وایي: دا شپه الله جل جلاله د څو نورو مهمو کړنو په څیر پټه کړې ده، لکه خپله رضا یې چې په عبادتونو کې پټه کړې ده څو مکلف ټول عبادتونه ترسره کړي، او خپله غوسه یې په ګناهونو کې پټه کړې ده څو له ټولو ګناهونو ځان وساتل شي. او د دعا قبولي یې په مختلفو دعاګانو کې نغښتې ده څو په دعا کې کوښښ وومړل شي، او د توبې منل یې هم پټ کړي دي څو مکلف هر ډول توبه وکړي.

په یوه حدیث کې د قدر د شپې د پټیدلو یو سبب داسي بیان شوی دی: عباده بن ثابت رضي الله عنه وایي: یو وخت رسول الله صلی الله علیه وسلم راووت څو خلکو ته د قدر شپه وروښيي، په دې وخت کې د دوو مسلمانو ترمنځ شخړه رامنځته شوه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه د دې له پاره راووتلم چې تاسو ته د قدر شپه دروښیم خو د فلانکي او فلانکي سره شخړه وه نو هغه مې له یاده پورته کړل شوه، او شاید دې کې مو خیر وي، نو په نهم، اووم او پنځم کې یې غواړئ. عن عباد ة بن الصَّامت – رضِي الله عنْه – قال: خرج رسولُ الله – صلَّى الله عليْه وسلَّم – ليخبِر النَّاس بليلة القدْر، فتلاحى رجُلان من المسلِمين، فقال النَّبيُّ – صلَّى الله عليْه وسلَّم -: خرجتُ لأخبِرَكم، فتلاحى فلان وفلان، وإنَّها رفعت، وعسى أن يكون خيرًا لكم، فالتمِسوها في التَّاسعة والسَّابعة والخامِسة.رواه البخاري.

په دې روایت کې یوې خبري ته تم کیږو هغه دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: زه د دې له پاره راووتلم چې تاسو ته د قدر شپه دروښیم خو د فلانکي او فلانکي سره شخړه وه نو هغه مې له یاده پورته کړل شوه، یعني د دوو کسانو د اختلاف او شخړي لامله د رسول الله صلی الله علیه وسلم له یاده د قدر شپه ووتله، علماء لیکي: د دوو مسلمانانو خپل منځي شخړي دومره بد اغیز وکړ چې د روژې په مبارکه میاشت کې په نبوي جومات کې د رسول الله له سپیڅلي ذهن نه د ليله القدر په څیر مهمه شپه هیره کړه!!.

د مسلم په یوه روایت کې راغلي دي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: دا شپه راته معلومه شوه خو بیرته رانه هیره کړل شوه، نو په وروستیو لسو کې په نام شپو کې یې لټوئ. قال رسول الله – صلَّى الله عليْه وسلَّم -: وقدْ رأيتُ هذه اللَّيلة فأُنسيتُها، فالتمِسوها في العشْر الأواخر في كلِّ وتر. رواه مسلم.

د قدر د شپې په اړه مختلفو روایاتو نه دا معلومولی شو چې د روژې د وروستیو لسو شپو په اتم هغو کې د قدر شپه ده، او بله دا چې په دې شپو کې د قدر شپه ګرځي یعني یو.کال مثلاً په درويشتم وي بل کال اوویشتم یا بله کومه تاک شپه کې راځي.او په دې تاکو شپو کې هم په غالب ګومان اوویشتمه یادیږي. “فتح الباري شرح صحیح البخاري”.

لکه په یوه روایت کې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: د قدر د شپې موندلو کوښښ کوئ، که څوک یې د پلټلو کوښښ کوي نو د اوویشتم په شپه دې کوي. قال رسول الله – صلَّى الله عليْه وسلَّم -: تحرَّوا ليْلة القدْر، فمَن كان متحرِّيَها فليتحرَّها في ليْلة سبعٍ و عشْرين. صحيح الجامع.

داراز په یوه بل روایت کې راغلي زر بن حبیش وایي: له ابی بن کعب رضي الله عنه نه مې پوښتنه وکړه چې ستا ورور ابن مسعود وایي: څوک چې ټول کال د شپې عبادت کوي د قدر شپه به پیدا کړي، ابی وویل: د هغه مطلب دا دی چې خلک سستي ونه کړي، او د قدر شپه خو معلومه ده په روژه کې ده، او د روژې په وروستیو لسو شپو کې ده او د اوویشتم شپه ده، بیا یې بې له استثنا قسم وکړ چې د اوویشتم په شپه ده، ما ورته وویل: ای ابوالمنذر! ته په کوم دلیل دا خبره کوې؟ هغه وویل: په هغه نښه او علامه سره چې موږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم راښوولې وه او هغه دا چې د هغې شپې په سهار به لمر په داسي حالت کې راخیږي چې شغلې به یې نه وي.

عن زِرِّ بن حُبَيْش قال: سألتُ أُبَيَّ بن كعب – رضِي الله عنْه – فقلتُ: إنَّ أخاك ابن مسعود يقول: “مَن يَقُم الحوْل يُصِبْ ليلةَ القدْر”، فقال – رحِمه الله -: “أراد ألاّ يتَّكل النَّاس، أما إنَّه قد علم أنَّها في رمضان، وأنَّها في العشْر الأواخر، وأنَّها ليلة سبع وعشرين”، ثمَّ حلف – لا يستثني – أنَّها ليلة سبع وعشرين، فقلتُ: بأيِّ شيءٍ تقول ذلك يا أبا المنذِر؟ قال: بالعلامة أو بالآية الَّتي أخبرَنا رسولُ الله – صلَّى الله عليْه وسلَّم – أنها تطلع يومئذٍ لا شعاع لها”؛ مسلم.

او د قدر شپې د دعا په اړه عائشي رضي الله عنها رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: يارسول الله! که د قدر شپه مې پیدا کړه کومه دعا کوم؟ هغه ورته وویل: دا دعا وایه! یا الله! ته بښنه کوونکی یې، بښنه خوښوې، ما ته بښنه وکړه. عَنْ عَائِشَةَ، أَنَّهَا قَالَتْ: يَا رَسُولَ اللَّهِ ، أَرَأَيْتَ إِنْ وَافَقْتُ لَيْلَةَ الْقَدْرِ مَا أَدْعُو؟ قَالَ: “تَقُولِينَ: اللَّهُمَّ إِنَّكَ عَفُوٌّ تُحِبُّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنِّي”. متفق علیه.