شعـــــرونه

د بره کي برک ځوانیمرګه ناوه کۍ!

له ډېره وخته دناوې او زوم کورونه او خپلوان!
په دې هیله چې به دخوشحالۍ محفل په ګډه سره لمانځي!
له یوې اوبلې خوا رالنډول یې خپل کارونه!
په دې ترڅ کې دواده په مراسمو سره جوړل شول.
له غزني نه څو سړي، څو ماشومان او څو مېرمنې!
شول روان مخ په لوګر دناوې کورته!

هلته کوروالا په انتظار دمیلمنو وو!
میلمانه! او بیا دناوې دډولۍ وو میلمانه!
هر چا یې قدر او عزت ګڼو دځان لپاره ویاړ او افتخار!
دناوې خپل خپلوان او کلیوال اخو دیخوا!
بوخت په هڅو  چې ښه خدمت وکړي ددوستانو!
دوستان هم ډېر وو خوشحاله او خندان!

مېرمنې وې لګیا په سینګار دناوې قدرمنې!
چا یې لاسونه سره کول، چا یې ټومبل په سر کې سره ګلونه!
چا پرې غوړول زرغون او سره شالونه!
جینکو وهله دریا په وړو، نازکو سرو لاسونو!
نورو به ددریا غږ بدرګه کولو په وړو وړو چکچکو!
دوه درې وې لګیا خوږې خوږې سندرې یې ویلې:
زوم نری چینار دی ناوه کۍ دګلو ونه!
پر سر یې زرغون شال دی تر غاړه یې ګلونه!
څه ښکلي ناوه کۍ ده، نازولې!
سره لاسونه، په سر کې یې سره ګلونه!
پرې دپاسه غوړېدلي سره زرغون شالونه!
دلونګو په خوږو وږمو کې ټوله ګلورینه!
حیران ورته ښایست او ښکلا دواړه!
سهار ته به يې بوزو په موټرو کې ګلپوش!

په دې کې نیمه شپه شوه، وړې جینکۍ شوې خوبولې!
هرې یوې دمور خوا ته پناه وړله!
ځوانیمرګه ناوې هم وه له سهاره تر بیګاه ډېره ستړې شوې!
په زړه کې یې غزېدل ګڼ نوي نوي امیدونه!
پکې راټوکېدلې نوې هیلې نوي رازونه!
ډېره زیاته تلوسه یې وه و خوب ته!
چې که یوه ګړۍ آرام شي ور په برخه!
ځکه سبا ته اوږد سفر لري په مخکې!
د لوګر له سجاوند نه تر غزنیه!
په همدې هیله یې سر پر ګونډو کېښود!
یرېده! داسې نه چې خوب پرې زور او تل وېده شي!!!
چې بیا ناوخته به يې ډولۍ کلي ته رسېږي!

شا وخوا مېرمنې هم وې ستړې ستړې!
نارینه خو لا مخکې وو جومات ته تلي!
یو یو سپین ږیری هسې دکور په انګړ کې تلو راتلو!
فضا نوره ورو ورو کرارېدله!
ځینو مېرمنو خپلو کورو ته
 هوډ درلود دتللو!

په ناوې لږ چې پړموښۍ شوله غالبه!
یو عجیب غوندې خوب یې ولیدلو!
په شنه باغ په شنه چمن کې وي روانه!
پر تن یې جامې زرغونې، زرغون شال!
ترې چاپیره دګلابو کتارونه!
شا وخوا ولاړ کشمالي او یاسمین په احترام!
پاس په ونو کې طوطیان او بلبلان!
لګیا وي په سندرو په اتڼو!
یو په یو له پاسه راشي تور کارغان!
په مښکو کې یې وي نیولي سره اورونه!
له همدې سره طوطیان او بلبلان شول په هوا!
شین باغ او شین چمن شو تک تور!
ګلاب، کشمالي او یاسمین
څوک په ژړا په واویلا، څوک له غمه رژېدل!
دا شوه پاتې یک تنها!
هیلي امیدونه یې ټول شول خاورې خاورې!
 بس آسمان ته یې پورته کړل لاسونه!
وې یا الله! تباه کړي تور کارغان او شرمښان!
چې یې تر خاورو لاندې کړ زما ښکلی آرمان!

په دې ترڅ کې یو په یو آواز دتیارو شو!
څو چې کتل ښځو ماشومانو اخوا دیخو!
آواز بدل په درز او دروز شو دبمونو!
سملاسې تورو لوخړو غاړه ور کړه تورې شپې ته!
په دې منځ کې سره یو لاس شول تور بارود او سرې لمبې!
نه یې ماشوم کتو، نه مېرمن او نه سپین ږیری!
بس هسې چې په مخه څه ورتلل له منځه یې وړل!
تر دې چې په خواږه خوب ویده ښکلې ناوې!
سرو لمبو کړله را ګیر، دې ویل لکه چې خوب دی!
چې سر یې کړ را پورته هر څه بدل بدل وو!
نه دریا، نه سندرې نه چکچکې!
نه وړې وړې ټنګورې!
یوازې دومره یې آواز کړ!
وۍ ادکې مورې! وۍ ادکې مورې!
بس همدلته ظالم بم یې په خوله کې چېغې کړلې وچې!
نوره یې پرې نښوه چې شي پورته!
دې هم ځان ورته تسلیم کړ!
ویل یې هسې ښه ویده  وم!
راشه بیرته دې سر کېږده!
چې وخت راشي بیا به څوک در باندې غږ کړي!
په همدې هیله یې سر کېښود شوه ویده! پسې ویده! پسې ویده!

دکلي خلک ټول له یوې مخې یرېدلي ترهېدلي!
څوک راتلی نشوی په دې لوري!
که یې هر څو لېدې سرې لمبې!
 دناوې په کور بلې!
چې سهار شو، خلک غونډ شول له هر لوري.
کور و لوټې لوټې نړېدلی!
تک تور سرو لمبو و سوځولی!
دکور له یو ګوټ نه دباردو او لونګو!
نا آشنا بوی په سپږمو باندې لګېدلو!
چا ویل دا څه دي؟
یو کس غږ کړ! داسې نه ګورۍ چې ناوې وي شهیده شوې!
هغه بل چې شو ور لنډ!
یو په یو یې بې اخیتاره چېغه ووته له خولې!
وای! ناوې خو دلته ده پرته په وینو کې رنګینه!
نه یوازې یې لاسونه دي سره شوي!
بلکې ټوله په سرو وینو لمبېدلې!

اخوا بل لوري ته پروت و یو ماشوم!
دڅو میاشتو، لا نه و دکال شوی!
هغه هم له خندا په ډکه خوله!
هر چا ته يې کتل په خوږه او وړه مینه!
په ژبه خو یې خبرې نه کولې!
خو شونډې یې داسې وې نیولې!
لکه چې وي وږی او له مور نه يې پۍ غواړي!
 دپاک مخ  پر سپينه پاڼه یې ډېر څه وو لیکل شوي!

له دې پرته نور هم ډېر وو بمو خوړلې!
دچا سر، دچا زړه، او دچا ځیګر یې وو څېرلي!
دچا پښې، دچا لاسونه یې مات کړي!
دچا سترګې وې وتلې، دچا مخ و سوځېدلی!
په ټول کلي کې غوغاوو او ژړاوو!
ځای ونیو دخوشحالیو او دخنداوو
 ناوې لاړه نیمه خوا دتورو خاورو ګور ته!
او څو ساعته مخکې یې زړه تللو نوي کور ته!
هو دا هم نوی کور دی! هر څوک به خامخا ورله ورځي!
خو ډېر افسوس چې زړه په یوه ځي شي په بله!

آخر دا ډول وحشت او بربریت دچا له لاسه؟
وحشي ظالمو اشغالګرو!
 بل کړی په هېواد کې دی سور اور!
نه ښه ګوري نه بد!
نه شپه ګوري نه ورځ!
نه کور ګوري نه کلی!
نه ځوان ګوري نه زوړ!
نه تور سرې نه سپین سرې!
نه پروا لري دناوې نه دزوم!
نه خوشحالي ګوري نه غم!
نه توپیر کوي د انسان او دحیوان!
بس له یوې مخې لګیا دي!
بمونه غورځوي، سره اورونه اوروي!
انسانان او حیوانات سره یو ځای کبابوي!
روږدي شوي دي په وینو دانسان!
چې یې ونه څښي وي په ځان پورې حیران!
بیا دعوې دانسانیت او بشریت کړي!
الله یې دې برباد کړي له یوې مخې!
هم دوی، هم یې بې غیرته غلامان!
چې شي ولس ترینه په امن اوپه امان!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x