fbpx
اشرف غني د تاجکستان له ولسمشر امام علی رحمانوف سره

غني: جګړه په جګړه ځوابوو او سوله هم غواړو

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): ولسمشر محمد اشرف غني د شانګهای د ناستې په څنډه کې د هېواد د شمالي ګاونډ تاجکستان له ولسمشر سره په خبرو کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې «جګړه په جګړه ځوابوو.»

اشرف غني د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمانوف سره په خبرو کې وویل چې د ګډ حکومت کړنلاره په هېواد کې د سولې ټينګښت دی، خو جګړې ته د جګړې ځواب لري.

د ګډ حکومت د جمهوري ریاست رییس په داسې حال کې د «جګړې ځواب په جګړه» پخوانی شعار تکراروي، چې دولتي سرچينې پرلپسې په اسلام اباد کې د پاکستان په منځګړیتوب طالبانو ته له منسوبو اشخاصو سره د سولې د مخامخ خبرو راپورونه ورکوي.

دوه ورځې وړاندې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د پاکستان په منځګړيتوب، طالبانو ته د منسوبو اشخاصو او د ګډ حکومت د پلاوي تر منځ د سولې لومړۍ خبرې وشوې، چې افغان ولس ورته خوښ او ګډ حکومت يې د پاکستان په برکت لویه لاسته راوړنه بولي.

اشرف غني د سولې د پورته تمو پر خلاف، یو ځل بیا امام علي رحمانوف ته د ډاډ لپاره ټينګار وکړ، چې ګډ حکومت د جګړې ځواب په جګړه ورکوي، خو سوله هم غواړي.

نوموړي د تاجکستان ولسمشر ته ډاډ ورکړی، چې ګډ حکومت په شمالي ولایتونو کې د مخالفينو پر ځپلو بوخت دی، خو په څنګ کې يې د سولې هڅې هم رسنیزې ساتلې دي.

ياده دې وي ګډ حکومت په داسې حال کې د «جګړه په جګړه» پخپل اصل ټينګار کوي، چې په اسلام اباد کې د شویو مذاکراتو په لړ کې د دوی پلاوي د جګړې پر اوربند د یوه خوله کېدو ژمنې هم کړې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د