افغانستان

عبدالله عبدالله: هلمند کې هم «مجاهدين» ګوښه کړل شوي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت اجرايوي رییس عبدالله عبدالله نن په هلمند کې د دې ولایت د سیمه ییزې ادارې په سطحه د «مجاهدينو» کمښت له مجاهدينو سره جفا وګڼله.

عبدالله عبدالله چې نن د هلمند مرکز لښکرګاه ته ورسيد، د هلمند په سیمه ییزه اداره کې يې د «مجاهدينو» پر لږوالي اندېښنه وښوده او انګېرله يې چې جمهوري ریاست په هلمند کې هم ورسره «چل» کړی دی.

د ډاکټر عبدالله عبدالله پر رسمي پاڼه د نوموړي د سفر خبر ورکړل شوی دی او ويلي يې دي چې نوموړی به د هلمند د امنیتي وضعيت څېړنه وکړي.

عبدالله عبدالله په داسې حال کې د هلمند ولایت د امنیتي وضعيت په بلمه هغه ولایت ته له جمهور ریيس پرته سفر کوي، چې دغه ولایت نږدې ټول کال د سختو جګړو شاهد پاتې شوی دی.

نوموړی چې د ګډ حکومت نیم واکدار دی، په ټولو حکومتي ادارو کې د «مجاهدينو» د مقررۍ سخت پلوی دی، چې تل يې خپل سیال اشرف غني د مجاهدينو په ګوښه توب څنډلی او ګواښلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عمر مختار

خوله دي ماته شه ! مجاهدين مه وايه د شوراي نظار غله يادوه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x