افغانستان

سیاف ننګرهار کې هم زرګونه جریبه ځمکه غصب کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د ولسمشريزو ټاکنو ناکام نوماند او د اسلامي اتحاد ډلې مشر عبدالرب رسول سیاف پر پلازمېنه کابل سربېره په ننګرهار کې هم زرګونه جریبه ځمکه غصب کړې ده.

د ننګرهار د املاکو او اراضي ادارې مسوولینو رسنیو ته داسې اسناد سپارلي دي، چې پکې د حامد کرزي او اوسني رژيم ګڼ لوړپوړي چارواکي د زرګونه جریبه ځمکې پر غصب تورن شوي دي.

د یادې سرچينې په قول په کابل کې د «مجاهدينو» کلک مدافع استاد سیاف د ننګرهار د سره رود ولسوالي په ګنده چشمه سیمه کې ۳۵۰۰ جریبه ځمکه غصب کړې ده.

ځينو رسنیو ته د رسېدلو اسنادو له مخې استاد سیاف چې ځان د غاصبینو کلک مخالف معرفي کوي، په ننګرهار کې پخپل نوم بېل ښارګوټی لري،چې په غصب شوې ځمکه کې يې اباد کړی دی.

د ننګرهار د املاکو او اراضي ادارې مسوول انجینر محمد صادق دولت زی وايي چې د پخواني او اوسني دولت ۱۱۰۶ تنو زور واکانو په لعل پوره، مومندره، کوټ، شينوارو، دشت چوره، روداتو، هسکه مېنه، کامه، دوربابا، حصارک، چپرهار او سره رود ولسواليو کې شاوخوا ۲۷۵۸۵۶ جریبه ځمکه غصب کړې ده، چې دوی يې په لاس کې کره شواهد لري.

په ننګرهار کې د سیاف په شمول په داسې حال کې د غاصبيون له غصب نه پرده پورته کېږي، چې د ګډ حکومت جمهور رییس د کار په لومړیو کې د غاصبينو د محاکمې کلکه ژمنه کړې وه، چې لا يې هم پر وړاندې کوم اقدام نه ليدل کېږي.

ياده دې وي عبدالرب رسول سیاف چې د دولتي سرچينو لپاره د مخالفينو د ټکولو لپاره مناسبه وسیله ګڼل کېږي، په پغمان کې د سلګونو جریبو ځمکې پر غصب سربېره له غصبه یو بېزاره انسان ګڼل کېده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x